قسم خوړونکي دې ، لومړى کفاره ورکړي

د لراوبر اداره | نوومبر 17th, 2009




تمه ده دوه ورځې ور وسته  حامدکرزي د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه سوګند ياد کړي او بيا به  د هغه د نوې کابينې غړي  چې کېداى شي   ډېرى  يې پخوانۍ څېرې وي ،  هم دا کار وکړي .

حامد کرزي د لومړى ولسمشر په توګه پنځه کاله وړاندې لوړه کړې وه او په لوړ اواز يې ويلي و :

 ((  دلوي خداي ((ج))  په نامه، لوړه كوم چې داسلام دسپېڅلي دين دحکمونوپيروي اوساتنه وکړم ،د اساسي قانون اواسلام ، نورو قوانينو رعايت اود تطبيق څارنه وكړم . د افغانستان د خپلواكۍ، ملي واكمنۍ،ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه او دافغانستان د خلكو حقوق او ګټې خوندي كړم او… ))
 
 همدارنګه د حامد کرزي د  کابينې غړو  هم  د خداى ج په نوم سوګند ياد کړى وو چې ، د اسلام له مبارک دين  څخه حمايت ، د قوانينو رعايت ، د ولس د حقونو ساتنه او په خپلو  ټولو کړنو کې د الله ج حاضر ګڼل او په رښتني توګه به دندې سرته رسوي .

دادى له هغه وخته څه باندې پنځه کاله تېر شول او په دې دوره کې خلکو وليدل چې قسم خوړونکي څومره خپلې لوړې ته وفادار وو ؟ 

 اوس له ولس سره پوښتنې دادي چې :

ايا ولسمشر رښتيا هم  له لوړې سره سم اساسي قانون او نور قوانين رعايت او له پلي کولو څخه يې څارنه وکړه ؟  که کړي يې وي نو ولې دومره ناقانونه کارونه روان دي ؟

ايا ولسمشر له لوړې سره سم د افغانستان د خلکو له حقوقو او ګټو ساتنه وکړه  ، که کړي يې وي نو د  دوستو هېوادونو (!  )  د ځواکونو په بمباريو او ځمکنيو عملياتو کې د زرګونو وژل شويو افغانانو کوم قاتل  ولې محاکمې ته راکش نه  شو ؟

 په ايران کې چې ستړي افغان مزدوران له لوړ پوړيزو ودانيو را وغورځول شول ، چايې پوښتنه وکړه ؟ 
 پاکستان کې چې په کانټينرونو کې افغان مزدوران وراسته شول ، عاملينو ته يې سزا ورکړل شوه ؟

په اسلام کې خو  د بډې اخستونکي او ورکونکي  ځاى اور ښودل شوى  او  قوانينو کې جرم ګڼل شوى او  له دغه دين څخه پيروي او د قوانينو رعايت  د ولسمشر په لوړه کې راغلي ،  ايا په تېرو پنځو کلونو کې  د قضا په ګډون په ډېرى ادارو کې د چا کار پر ته له بډو اجرا شوى ؟

 همداراز د حامد کرزي کابينې غړو په لوړ اواز ورته  سوګند ياد کړى  و او دايې هم ويلي و چې د خپلو ټولو کړنو په مهال خداى پاک حاضر ګڼي او خپلې دندې په صادقانه ډول ترسره کوي . 
اوس چې په دغه تېره پنځه کلنه دوره کې  کوم اداري فساد او نارواوې شوي ، هغه ددغې لوړې خلاف نه دي ؟
 زموږ وزيرانو   ويلي  و چې خداى ج به د خپلو کړنو په مهال   حاضرګڼي ، خو دوى دومره زړور ثابت شول چې  ددې لوى ذات د حضور ګڼلو په حالت کې يې هم دا ټولې نادودې وکړې  او   د  شهيدانو هديره ( افغانستان ) يې د مفسدو نظامونو په ليکه کې ودراو .

 اوس پوښتنه داده چې دوى ولې د خپلې لوړې په مقابل کې دومره بې پروايي وکړه ؟ 
 شايد ځواب داوي چې دوي اوريدلي چې د قسم کفاره ډېره اسانه ده .
لسو بېوزلانو ته ډوډۍ ورکول ، د هغوى پوښاک ، د يوه غلام ازادول او يا هم درې ورځې روژه .

وزيرانو ته چې يواځې په شېر پور کې يې په لکونو ډالرو ودانۍ جوړې کړي ،   لسو مسکينانو ته  ډوډۍ ورکول او يا هغوى ته پوښاک ورکول  څه مشکل دى ؟
 
 د غلام د ازادولو تمه خو ترې په کار نه ده ، ځکه چې  دلته کوم يو په رښتني توګه  ازاد دى ؟    

خو دوى دې په ياد ولري چې د قسم کفاره دومره اسانه هم نه ده ، د جهادي مشرانو برخليک ته دې ځير شي .

جهادي مشرانو په اسلام اباد ، د خداى پاک په خونه ( کعبه شريفه ) او په جلال آباد ښار کې قسمونه کړي وو  چې نور به يو کېږي ، خو پښې يې پرې کېښودي .

اوس وګورئ ، ددغو قسم خوړلو حال ؟

يو وخت به يې خلکو عکسونه په جيبونو کې ګرځول ، لوى عکسونه به يې په کورونو کې ورته لګولي و ، خو اوس يې څوک د چا خبره په خوله پياز هم نه سپينوي ، نفرت ترې لري . د خپلو وينو سوداګر يې بولي .
 نړۍ يې جنګسالاران او د بشر د حقونو ناقضين ګڼي ، ولس ترې واټن پيدا کړى .

اوس دوى  له هغو خلکو سره خوا په خوا تر يوه چتر لاندې  غلي  ناست دي چې يو وخت يې  کفار او د سر قاتلين ګڼل ، ايا  دا ټول يو ډول عذاب نه دى ؟
 
 نو اوس هم چې څوک لوړې ته وفادار نه وي پاتې شوي ، ددغه شان  ( مهين ) او (  اليم ) عذابونو په تمه دې اوسې .   
   
 د لړم ٢٥مه

Copyright Larawbar 2007-2024