کور / تازه خبرونه / مولانا فضل الله : په خوندي توګه افغانستان ته ورسېدم

مولانا فضل الله : په خوندي توګه افغانستان ته ورسېدم

خبريال (بي بي سي) په سوات كې د پاكستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله وايي چي په خوندي توګه افغانستان ته رسېدلى دى. نوموړي د سه شنبې په ورځ له بي بي سي سره د ټليفون له لارې د خبرو كولو پر مهال ويلي چي دى په افغانستان كې دى او هلته ورته هيڅ خطر هم متوجه نه دى. مولانا چي د افغانستان شمېرې لرونکي موبايل ټليفون څخه له بي بي سي سره خبرې كولې ويل كېږي چي د هغۀ كوډ د افغانستان وو او شمېره يې د افغانستان د كومې ټليفوني شبكې شمېره وه. مولانا فضل الله د افغانستان له كوم ناڅرګنده ځايه په داسې حال كې چي بي بي سي ته يې يوه ليكلې اعلاميه لوستله، ويلي چي ډېر ژر به په سوات كې پاكستاني پوځ محاصره كړي او د هغوى خلاف حملې پيل كړي. مولانا فضل الله ويلي چي په سوات كې د كاميابه عملياتو تر سره كوونكى پاكستانى پوځ بايد د پاكستان په خاوروه كې د امريكا د بې پيلوټه جاسوسي الوتكو د حملو مخه ونيسي او د امريكا امنيتي ادارې (بليك واټر) ته اجازه ور نه كړي چي په پاكستان كې خپل فعاليتونه زيات كړي. نوموړي ګواښ كړى چي د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين به هم د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاكټر نجيب الله له برخليك سره مخامخ كړي. د يادونې وړ ده چي پخوا دا شك څرګندېده چي ګواكې مولانا فضل الله به د سوات په پوځي عملياتو كې په ټپي حالت كې د پاكستاني امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلى وي خو دا خبره هغه مهال هم په حكومتي كچه نه وه تاييد شوې او اوس نو په بشپړه توګه څرګنده شوه چي نوموړى په خوندي توګه افغانستان ته په تېښته بريالى شوى دى.