د فساد ضد نوې ادارې جوړيدل او ورسره انګېرني

د لراوبر اداره | نوومبر 17th, 2009


دیوشمیر سیاسی چارو افغان څیړونکی ددولت لخوا د درندو جرمونو پرضد د مبارزی د ملی اداری د جوړیدو په اړه بیلابیل نظرونه لری.
د ولسی جرګی برحاله غړی او د سیاسی چارو څیړونکی محمد کبیر رنجبرد افغان دولت لخوا پورته شوی دغه ګام ستایی او وایی که چیری دغه اداره په زړه ورتیا خپلی چاری پر مخ بوځی نو کیدای شی په راتلونکو پنځوکلونو کی پدی هیواد کی د اداری فساد لمن ټوله شی.

نوموړی داسی مهال په پنځو کلونو کی د اداری فساد د ټغر دټولیدوهڅه بریالی بولی چی د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما افغان دولت ته یواځی شپږمیاشتی وخت ورکړی دی.
د سیاسی چارو بل افغان څیړونکی وحید مژده بیا ددی ډول ادارو جوړول بی ګټی بولی او وایی په افغانستان کی د اداری فساد پر ضد د مبارزی اداری شته او اوس مهال د دا ډول ادارو جوړل نه بی ګټی دی د نوموړی پر وینا دا اداری دداسی کسانو تر څارلاندی جوړیږی چی هغوی خپله په اداری فساد کی ډوب دی.

د ښاغلی مژده پر وینا د اداری فساد پر وړاند دمبارزی لړی باید خپله لوړ پوړی چارواکی له خپلی اداری پیل کړی.

د سیاسی چاروشنونکی داسی مهال د اداری فساد پر وړاند د ادارو فعالیت ته دشک پر سترګو ګوری چی افغان دولت د درندو جرمنو پرضد د مبارزی د ملی اداری د موجودیت اعلام وکړ.
دهیواد د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمرد دوشنبی پر ورځ په همدی اړه جوړه شوی غونډه کی وویل نوموړی اداره په لوړ پوړو دولتی چارواکو کی د اداری فساد دمعلوملو په موخه جوړه شوی چی د کورنیو چارو وزارت او د ملی امنیت تر څار لاندی به په وزارتونو کی په پټه خپل فعالیت وکړی.
نوموړی وايي ((موږ داداری فساد پر وړاندی د مبارزی په موخه د درنو جرمونو پر ضد یوه اداره جوړه کړه چی دا له بهر څخه پر موږ نده تپل شوی دا خپله د ملی امنیت او د کورنیو چاو وزارت د سوچ زیږنده ده،ددی اداری موخه چی د افغان دولت هیڅ یو لوړ پوړی دولتی چارواکی چی په اداری فساد ککړ دی له قانون څخه به پټ پاتی نشی
په اداری فساد هر یو ککړ دولتی چارواکی به هیڅ کله د تل لپاره له قانون نه پټ پاتی نشی په هغوی کی په اداری فساد معلومیږی او له عدلیی څارلاندی به نیول کیږی.))

ښاغلی اتمر وویل یاده شوی اداره د امریکا ، د بریتانیا او د انټرپول یا د نړیوالو پولیسو په مرسته اته میاشتی مخکی جوړه شوی وه چی ددوشنبی پر ورځ په رسمی توګه اعلام شوه. نوموړی وویل ددی اداری لومړی لاسته راوړنه د کورنیو چارو وزارت یوجنرال له دوه لوړ رتبه افسرانو سره د اداری فساد په تور ونیول شوو چی ډیر ژر به یی علنی محکمه پیل شی، نوموړی وویل دغو کسانودشهید شویو پولیسو کورنیو ته ځانګړی شوی پیسی خوړی او د نشه یی توکو له قاچاق وړونکی سره یی لاس درلود.
غونډی ته د افغانستان د ستری محکمی قاضی القضات عبدالسلام عظیمی وویل په افغانستان کی په اداری فساد کی د لوړ پوړو دولتی چارواکو د محاکمی لپاره باید د قاضیان امنیت خویندی شی،او په قضایی سیستم کی د اداری فساد دختمولو لپاره باید د قاضیانو تنخواګانی لوړی او هغوی ته د ژوند لومړی امکانات برابر شی.
ښاغلي سلام عظيمي وايي((موږ چی له نړیوالو ملاتړو سره خبری کړی تل مو د قاضیانو د امنیت دټینګښت او د هغوی د تنخواګانو د جګوالی او د ښه ژوند د برابرولو په اړه خبری کړی دی.تر هغه چی دا ستونزی حل نشی د اداری فساد پرضد مبارزه به ګړندی نه وی ځکه چی قاضیان له داسی کسانو سره مخامخ دی چی هغوی ګنهکار دی او د اعدام حکم پری کیږی خو تر اوسه پوری د قاضیانو د امنیت لپاره یوه پولیس هم ندی په دنده ګمارل شوی څه د هغه د کور د امنیت او څه د دفتر د امنیت په برخه کی.))

ښاغلی عظیمی وویل په روان کال کی یی پنځوس تنه هغه قاضیان له دندی ګوښه او د قانون منګلو ته سپارلی چی په اداری فسادککړ وو.
غونډی ته د عدلیی وزیر سرور دانش وویل پدی هیواد کی د اداری فساد دغوړیدو لامل د یو بل په کار کی د دولتی لوړو پوړو چارواکو لاس وهنه ده نوموړی وویل تر هغه چی پدی هیواد کی د واسطی او د لاس وهنی فرهنګ له منیځه نه وی تللی نو د اداری فساد پر وړاندی مبارزه به چندانی بریالی نه وی.
نوموړي داسي وويل((موږ چی له نړیوالو ملاتړو سره خبری کړی تل مو د قاضیانو د امنیت دټینګښت او د هغوی د تنخواګانو د جګوالی او د ښه ژوند د برابرولو په اړه خبری کړی دی.تر هغه چی دا ستونزی حل نشی د اداری فساد پرضد مبارزه به ګړندی نه وی ځکه چی قاضیان له داسی کسانو سره مخامخ دی چی هغوی ګنهکار دی او د اعدام حکم پری کیږی خو تر اوسه پوری د قاضیانو د امنیت لپاره یوه پولیس هم ندی په دنده ګمارل شوی څه د هغه د کور د امنیت او څه د دفتر د امنیت په برخه کی.))

د افغانستان د کورنیو چارو وزیریوځل بیا د اداری فساد پر ضد د کلکی مبارزی ژمنه وکړه او وویل چی د روان کال په تیرو شپږ میاشتو کی یی داداری فساد په تور سل پولیس له دندی ګوښه کړی چی لدی ډلی ډیری یی جنرالان اولوړرتبه پولیس افسران دی.

د ملی امنیت لوی رئیس امرالله صالح په غونډه کی په لوړ رتبه دولتی چارواکو کی د اداری فساد د روښانه کولو په موخه دداسی اداری جوړیدل ضروری وبلل او زیاته یی کړه چی پدی اداره کی د ملی امنیت داسی کسان ګمارل شوی چی په اداری فساد د ککړ کس د پیژندنی لپاره یی په مودو،مودو دبهرنیو او کورنیواستادانو لخوا زدهکړی کړی دی.
نوموړی وویل ددرندو جرمونو پرضد دمبارزی لپاره روزل شوی کسان باید دسیاسی کړیو او دولتونو لخوا قربانی نشی او ددی اداری کسان دی په خپل نورمال حالت پریښودل شی.
نوموړي په دې اړه داسي وويل ((زه یو پیغام لرم او دا د افغانستان سیاسی کړیو ته یوه اداره چی په مسلکی توګه جوړیږی دا د بیت المال له پیسو څخه ده هغه کدرونه چی پدی برخه کی روزل کیږی هغوی سیاسی موخی نلری هغوی نوم ورکی خلک دی او ددی هیواد ریښتینی اولادونه دی زموږ هیله داده چی سیاسی کړی د او دولتونه دغه کسانو د خپلو شخصی ګټو او غوښتنو لپاره قربانی نکړی او دوی باید په هر ډول شرایطو کی د افغانستان د پانګی په توګه وساتل شی او امنیتی او کشفی ارګانونه باید وساتی ترڅو په خپل زړه او په ښه نیت خپل کار ته دوام ورکی))

افغان دولت داسی مهال په اداری فساد کی دککړو لوړپوړو دولتی چارواکو پرمعلومولو پسی را اخیستی چی ددولتی سیستم د پیاوړتیا په موخه افغان دولت د نړیوالی ټولنی ترسخت فشار لاندی دی.
دامريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم ویلی افغانستان ته به ترهغه ملکي مرستې نه ورکوی ترڅو چی د افغان حکومت په حساب ورکونه باوري شوې نه وي.
په کابل کی دامریکا سفیری کارل ایکنبیری، هم له جمهوررئیس حامد کرزی څخه په کلکه وغوښتل چی په خپله نوی کابینه کی داسی کسانو ته ځای ورکړی چی هغوی پاک اوخپلو ژمنو ته صادق او وفادار واوسی.
((افغان جمهور رئیس باید په راتلونکی حکومت کی داسی کسان په دنده وګماری چی هغوی پاک او خپلو ژمنو ته وفادار واوسی او هیله مو هم تر همدا ده.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ټینګار کړی دی هغه کسان چې په فساد کې لاس لري، بايد محاکمه شي، چې په دې صورت کې به امريکا او نړيوال ملاتړی يې له افغانستان سره د امنيتي ځواکونو په پياوړتيا کې مرسته وکړي چې د خپل هیواد امنيت په خپله ټینګ کړای شی.
لویی څارنوال محمد اسحاق الکو وویل چی ددی اداری جوړیدل پدی مانا دی چی افغان دولت خپل ولس او نړیوالو ملاتړو ته پر وړتیا ولاړاو د ښه حکومت جوړونی پیغام دی.
ښاغلی الکو وویل باید د پولیسو،امنیت ،د قضایی سیستم اودلوی څارنوالی تر منیځ کلکه همغږی را مینځ ته شی ترڅو مجرمنیو ته د سزا ورکولو په برخه کی مثبت اغیزاو دپرمختګ ګام ثابت شی.

له افغانستان څخه بهرنی ملاتړی له جمهور ریئس حامد کرزی څخه دکلکی مبارزی غوښتنی کوی چی دستری محکمی لوی ریئس پرنړیواله ټولنه نیوکی کوی چی د افغانستان د قضایی سیستم درغولو په برخه کی یی ډیری کمی مرستی کړی او له ځینو برخو سره خو یی بیا بیخی مرستی ندی کړی.
ژباړه ((د بهرنو ملاتړو دمرستو په لړی کی انډول په پام کی ندی نیول شوی او نړیوالی ټولنی په ځینو برخو کی حتا د عدلیی او قضایی سیستم د رغونی لپاره هیڅ مرسته نده کړی))

پدی هیواد کی د بریتانیا سفیر سدیل هم په خپل وار سره د اداری فساد د خمتولو په موخه پر ولسمشر حامد کرزی باندی غږ وکړچی دلوړی پرمراسمو کی دی داداری فساد په ختمولو کی خپله ژمنه تازه کړی.
نوموړی وویل چی افغان حکومت پدی برخه کی ځینی لاس ته راوړنی هم لرلی خو وویل چی دښاغلی کرزی دولسمشری په دوهم پړاو کی باید له اداری فساد سره دمبارزی په برخه کی باید ژمن واوسو او داځل باید ټینګه مبارزه وشی.

د عدلیی وزیر پدی اړه جوړه شوی خبری غونډه کی په نږدی راتلونکی دلوړ پوړو دولتی چارواکو لپاره دځانګړی محکمی د جوړیدو خبر ورکړ.
ژباړ((د افغانستان د اساسی قانون له مخی باید لوړ پوړی دولتی چارواکی په یوه ځانګړی محکمه کی محاکمه شی چی تر اوسه پوری ددی لپاره قانون ندی جوړ شوی پدی اړه زموږ خبری او غونډی روانی په نږدی راتلونکی کی به پدی اړه یو قانون جوړ شی او ډیر ژر به وزیرانو شورا او دښاغلی کرزی لخوا توشیح شی ترڅو دیته لار هواره چی لوړ پوړی دولتی چارواکی چی په فساد کی ښکیل دی محاکمه شی.))

دا چی پر افغان حکومت د نړیوالو فشارو سره سره او په کور دننه د فساد په ختمولو او محکمی ته پدی چار د لوړ پوړو دولتی ککړو چارواکو د راښکلو په برخه کی به دغه اداره به پخپلو چارو کی څومره بریالی وی د وخت په تیریدو سره به په ډاګه شی.

Copyright Larawbar 2007-2024