کندوز: دنښتو په ترڅ کي دواړې خواوي يوبل ته د زيان ادعا کوي

د لراوبر اداره | نوومبر 17th, 2009


دهيوادشمال ختيز ولايت کندوز دچاردرې اوخان آباد په ولسواليوکې د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ دنښتو ريپوټونه ورکړل شوي دي .
په جګړه کې  دواړه ښکيلې ډلې يوبل ته دمرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي. 
دکندوز ولايت دامنې قوماندان مل پسوال محمد رزاق يعقوبې رسنيوته  دنښتودتائيد ترڅنګ وويل چې په ننيو نښتوکې د دولت وسلوالومخالفيونو اووه کسه   وژلې اوپنځه تنه يي ټپيان کړي دي .
يعقوبې ديوې پوښتنې په ځواب کې پولېسوته د دولت دمخالفيونو له لورې داوښتې مرګ ژوبلې ادعاوې په کلکه ردکړئ .
خو له بلې خوا ذبيح الله مجاهد چې ځان دوسلوالو طالبانو وياند بولې وايي چې نن د١٢ بجو په شاوخواکې دخان آباد ولسوالې په آقتاش سېمه کې وسلوالوطالبانودداخلې عسکروپه پلې ګزمه  بريد کړي دي چې په وينا ئي شپږ تنه عسکر  يي وژلې دي مجاهد زياتوې چې په دغه بريد کې د دوي دوه ملګرې هم وژل شوي دي .
ددې ترڅنګ مجاهدوايي چې  ددغه ولايت دچاردرې ولسوالې دسرک بالا په سېمه کې د داخلې عسکرو اوه تنه وژلې چې دهغه په وينا په دغه نښته کې د دولت څلور قوماندان هم شامل وو چې دوژل شوو کسانو څخه يي دوه ميله وسله هم نيولې ده .دخان آباد ځايي اوسيدونکې دغه نښتې منې خودتلفاتوپه اړه يي مالومات نلرئ
 ديادونې وړده چې چاردره دکندز ولايت يودهغو ولسواليو له ډلې څخه ده چې تيره اونۍ د ورته پېښو شاهده وه خو په دي وروستيوکې په عام ډول دکندز آمنيتې وضعه د پخوا په پرتله آرامه ښکارې خو کله کله د دولت اووسلوالو مخالفينو ترمنځ نښتې رامنځ ته کيږئ . 

Copyright Larawbar 2007-2024