امریکا کرزي ته د کابینې لپاره ۴۰ نومونه ورکړي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 17th, 2009


امریکایی مک کلیچی اخبار لیکی چی افغانی او امریکایی عالیرتبه مامورینو ورته ویلي چی امریکا حامد کرزي ته د څلوېښتو افغانانو لیست ورکړی او ورته ویلي یې دي چی هغوی پاک او فعال خلک دي . اخبار لیکی چی د کرزي د لومړي ځل قسم خوړلو په مراسمو کی د جورج بوش مرستیال ( ډیک چینی ) راغلی و ، خو دا ځل به د اوباما مرستیال ( جوبایډن ) نه راځی بلکی خارجه وزیره هیلری کلنټن به حاضره وی . خبر زیاتوی چی که حامد کرزی امریکا ته په خپلو ژمنو او تعهدونو کی پاتی راسی ، نو ښایی اوباما پرې نږدي چی دﺉ خپله پنځه کلنه دوره پوره کړی او د ده په وړاندی لوی چلنجونه پراته دي لکه : اول ـ په تقلبی انتخاباتو کی د رایو ورکونکو اعتماد بیرته حاصلول ، دوهم ـ د نړۍ د بیزاره او خپه رهبرانواعتماد ګټل چی بلیونونه ډالره به یې نه ضایع یا غلا کیږی ، درېیم ـ امریکا او ناټو ته دا ثابتول چی افغانستان به د پوځی درکه د طالبانو پر ضد په خپلو پښو دریږی ، څلورم ـ د تریاکو او مخدره موادو له کاروباره افغانستان ته نجات ورکول ، پنځم ـ د یو کاری ، مسؤل او پاک حکومت ایجاد او مخته بېول ، شپږم ـ افغانستان د فعلی مصیبت څخه خلاصول . خو عبدالله عبدالله مک کلیچی ته وویل چی دا کارونه به « معجزه » وی او د اسلام له مخی د معجزو وخت تیر سوی دی . خبر زیاتوی چی حامد کرزی به د دوو لویو مخالفو طاقتونو په منځ کی محاصره وی چی لومړی به هغه بې اعتماده او بدنامه سیاست وال وی چی دﺉ یې کامیاب کړی دی او دوهم به نړیواله ټولنه وی چی د فساد او رفیق مقررولو د شدید ختمولو غوښتنه ورڅخه کوی . اشرف غنی وویل چی حامد کرزی د کورني او بهرني دواړو خواوو د بې باورۍ سره مخامخ دی او یوازینۍ چاره یې دا ده چی یا به سیاستمدار کیږی او یا به هم طرد او پسی اخیستل کیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024