دکابل چاپ ورځپاڼو مهمو موضوعګانو ته کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 18th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره له افغانستان نه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په امكاناتو او روانو بحثونو تبصرې كړي او هغې اغيزې يى څيړلي دي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند ددې ورځپاڼو د مهمو سرليكونو نچوړ په لاندني مطلب كې راخستې دې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره د بريتانيى د لومړي وزير دا خبردارې راخستې كه بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وځي نو طالبان به بيا واك ته ورسيږي او القاعده ته به په خپل هيواد كې پناه وركړي.

ورځپاڼې په دوام كې د ګورډن براون په حواله ليكلي،چې همدا اوس د القاعدې په سلګونو وسلوال د پاكستان په قبايلي سيمو كې اوسيږي او د بم جوړولو او وسلې چلولو لارې چارې زده كوي.

ورځپاڼې د همدې مخ په سر كې بيا ليكلي، چې د بريتانيى پوځ د يوې نوې تګلارې له مخې په افغانستان كې خپلو ميشتو قومندانانو ته دنده وركړې، څو له طالبانو سره د ځايي افرادو د يو ځاى كيدو د مخنيوي لپاره له پيسو هم كار واخلي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې تبصره كړې او ليكلي، چې خلك ددې ناسور د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه غواړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو لخوا د بشر د حقوقو د تيريو پيښو ته اشاره كړې او ليكلي، چې په هيواد كې له ۲۰۰۱ ميلادي كال راهيسې د بشر د حقوقو قوانين تر پښو لاندې كيږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نوي حكومت د كار د پيل لپاره روانو تياريو ته په اشارې ليكلي، چې ولسمشر كرزې به سبا هيواد او ولس ته د خدمت لوړه پرځاى كړي.

په ورځپاڼه كې د ولسمشر كرزي او د بريتانيى د صدراعظم ترمنځ د ټليفوني خبرو يادونه هم شوې او ليكل شوي پدې خبرو كې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همكاريو په پراخولو ټينګار شوې.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې له افغانستان نه د بهرنيو ځواكونو د ويستلو په مسئلې تبصره كړې او خبردارې وركړې، چې له افغانستان نه د ځواكونو بې وخته ويستل به يوه ستراتيژيكه تيروتنه وي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په هغو راپورونو تبصره كړې، چې ويل كيږي ناټو له افغانستان نه د خپلو ځواكونو د ويستلو لپاره د وي مهال ويش په تيارولو كار كوي.

ورځپاڼې ليكلي، دا كار به نه يوازې دا، چې د ناټو ماتې وګڼلې شي، بلكه له هغې نه د طالبانو او د پاكستاني لاس وهنونكو پرته بل څوك ګټه نشي پورته كولې.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې بحث كړې او د هغې پر ضد د مبارزې په وړاندې شته خنډونه په ګوته كړيدي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس هم پخپله سرمقاله كې له افغانستان نه د بهرنيو ځواكونو وتلو مسئله راخستې او ليكلي، چې دا مسئله دې د افغان پوځ د روزنې له بهير سره وتړلې شي.

خو اصلاح بيا د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د دوام داره هڅو سپارښتنه كړې، څو د ورځپاڼې په وينا دغه پديده له منځه ولاړه شي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې يو ځلې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي،چې امريكا غواړي، چې د حامد كرزي په كابينه كې جګړه ماران ځاى ونلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له ولسمشر كرزي نه د افغانانو او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې ايا ښاغلې كرزې به د شتو ستونزو په پام كې ساتلو سره دا غوښتنې پوره كړاى شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې هڅه كړې هغه ډلې په ګوته كړي، چې د نظام د بدناميدو او د حكومت د ناكاميدو سبب ګرځيدلي.

Copyright Larawbar 2007-2024