طالبان نه بلکی غربت د جنګ اصلی علت دی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 18th, 2009


رویټر د انګلستان د آکسفام خیریه جوړښتون د نننۍ سروې په حواله خبر ورکوی چی اکثریت افغانان په دې رایه دي چی د روان جنګ اصلی علت طالبان نه بلکی بېوزلي ، بېکاري او حکومتی فساد دی . په دې سروې کی د څه باندی ۷۰۰ عادی افغانانو څخه پوښتني سوي دي او ۷۰٪ پوښتونکو غربت او بېکاری د جنګ اصلی علت وباله . تقریبأ نیمایی پوښتونکو د حکومت بې کفایتي او رشوت خوري د دې جنګ علت وباله . دغه سروې نن خپره سوه .

Copyright Larawbar 2007-2024