کور / نثر / وروستی ليک

وروستی ليک

ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم

سلامونه او مينه ګرانې !
دا دومره وخت مې چې ليک نه درلېږه په دې معنا نه چې خدای مه کړه ستا د هغه دردوونکي ليک د جواب لپاره مې وخت نه درلود ، وخت ښه پرېمانه و ؛خو هره شېبه ستا په سر له خپل زړه او ضمير سره په جنګ اخته وم ، اخر مې هم فيصله د دروېش دراني په پاسني بيت راغله ، چې ستا لپاره او ستا د زړه د خوشالۍ لپاره بايد ستا د هېرولو د زهرو دا ګوټ هم وکړم ، که څه هم چې ډېر به په ګرانه تمام شي .

د ( ګران ) زړګيه ټک چاودلی ښه يې
خو چې خفه د خلکو زړونه نه شي

ما د دنيا د خلکو لپاره د اکرام الله ګران پاسنی بيت د خپل ژوند فلسفه ګرځولې ، تل غواړم چې نور دې خوشاله وي ، که په ما ټول عمر د غم وي تېر به شينه.
او بيا ته ؛خو مې ……….. ستا د خوشالۍ لپاره ستا هره خبره منم ، زما زړه ټک چاودلی ښه دی ، دا به زما د تقدير ليک وي ؛خو خدای دې ستا زړه د يوې شېبې لپاره هم نه خفه کوي .

ګرانې ! ستا يوه خبره مې ډېره خوښه شوه ، که مې د زړه خبره وکړم ته راته په همدې هوښيارۍ او په همدې ژور فکر ډېره ګرانه يې ؛ ځکه ته يوازې د نن ورځې لپاره نه ؛بلکې تل تر تله په هره سکالو ( موضوع ) کې د ډېر اوږد وخت لپاره فکر کوې ، چې دا د يوه بريالي انسان تر ټولو ښه ځانګړنه ده. ستا هغه خبره يادوم ،چې ليکلي دې ول ،چې زما او ستا لارې اخر هم جدا کېدونکې دي ، رښتيا هم همداسې ده ، زما او ستا لارې رښتيا هم جدا کېدونکې دي ؛ځکه چې زما او ستا تر منځ يوه داسې رشته ده چې په معنا او مفهوم يې يوازې زه او ته پوهيږو ، د دنيا خلک نه د دې رشتې په معنا پوهيږي او نه يې له مونږ سره منلو ته غاړه ږدي ، زه د خپل پښتون فطرت له امله هېڅکله په رشتو کې ملاوټ نه کوم ، که نه نو ستا په شان د سپېڅلي او شاعر زړه څښتنه نجلۍ مې ولاکه په دې پېروزو شي چې يوه شېبه دې هم رانه جدا واوسي.

ما چې کله تا ته زړه درکوه ؛نو بې قيد او شرطه مې درکړی و ، زما باور و چې ته هېڅکله هم زما زړه نه دردوې ، اوس هم په خپل باور ايمان لرم ، زه پوهېږم چې ته ما ته د (( ما هېره کړه )) خبره زما د راتلونکي ژوند د خوشالۍ او خوښۍ په بنسټ کوې ، زه به هڅه وکړم ،چې همداسې وکړم ، زه مې خپل زړه له تا نه بېرته اخلم ، يادونه مې وکړه ،چې زړه مې مې بې قيد او شرطه درکړی و ؛خو د زړه د بېرته اخيستلو لپاره يو څه شرطونه لرم ، که ته زما په شرطونو هوکړه کوې ؛نو په سر سترګو زه ستا د (( ما هېره کړه )) خبره منم او که مې شرطونو ته منفي جواب ووايې ؛نو بيا په ياد ولره ،چې که لسګونه کلونه پس هم په مخه راغلې نو په سترګو کې به مې يوازې خپل تصوير او د زړه په هر پرهر به مې يوازې خپل نوم ليکلی ووينې ، له هرې ساه او د زړه له هرې درزا نه به مې يوازې خپل نوم واورې.
خپل شرطونه درته ليکم ، فيصله بيا هم تا ته پرېږدم.

1 ) زه به تا هېره کړم ؛خو ته قسم وکړه ،چې ته به ما نه هېروې ، هېڅ امکان نه لري ،چې مونږ دواړه دې يو بل هېر کړو ، يا به مې ته هېروې يا به دې زه هېروم.
2 ) په اخترونو او براتونو به مې خامخا پوښتنه کوې ، که زما د زنکدن شېبې هم وي ؛خو چې ستا سندريز غږ واورم باور لرم چې رغېږم.
3 ) خپله هغه ژمنه به پوره کوې ،چې راته دې ويلي ول (( تا لپاره به د ژوند ملګرې زه خوښوم )).
که دا ژمنه دې هم نه شې پوره کولی ، خير دی پروا نه کوي ؛خو ما ته يې په اړه ضرور يو څه وليکه.

د زړه په ټوله مينه
يوازې ستا جلال