کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرايي سپين ږيري

کرايي سپين ږيري

تاسو خو د کرايي کورونو، کرايي دوکانونو، کرايي دېګونو، کرايي سامانونو او ډېرو نورو کرايي کيسو او معاملو ضرور اورېدلي دي. وايي چې په ځينو ځايونو کې کرايي ښځې هم شته، چې پر مړي باندې د ساندو لپاره کرايه کېږي، مګر د کرايي سپين ږيرو اصطلاح به مو ښايي تر اوسه نه وه تر غوږ شوې، چې اوس تازه په تازه د تعميم په حال کې ده. خپله دغه شيان نوي نه دي، مګر د دوى لپاره دغه نوم هم نوى، هم به ښايي تاسو ته په زړه پورې وي. دوى خو مخکې تاسو د قومي مشرانو، بانفوذه اشخاصو، سيمه ييزو مخورو، ولسي شملورو، درنو سپين ږيرو او ورته نورو سنګينو نومونو يادول، ښايي په دغو صفتونو ستايلي درانه اوس هم ولرو، خو هغوى چې چوپ دي او د وطن په ښوېدو کار نه لري، نو زموږ هم دمګړى غرض ورسره نشته، خو تر پورته عناوينو لاندې فعالې کتلې سره مو ضرور څه اړه و مانده شته. او چې د خداى حق ووايو، نو د دوى له شان سره د يادو شوو ټولو نومونو پر ځاى دغه د (کرايي سپين ږيرو يا کرايي مشرانو) اصطلاح خورا مناسبه ايسي.
دا اصطلاح مې اول وار د ولسمشر حامد کرزي په دربار کې تر غوږ شوه. درې-څلور کاله مخکې چې ولسمشر د افغانستان د سوېل لوېديځې حوزې فرهنګيان خپل حضور ته منلي ول، نو دا پوښتنې ګروېږنې يې ځنې کولې چې دا د افغانستان په جنوب غرب حوزه کې ولې بدبختي دونه ډېره ده؟ ولې جنګ دى؟ ولې امن نه راځي؟ ولې ورځ تر بلې حالات خرابېږي؟ آيا هلته جنګ آمريکايان غواړي که يا؟ آيا خلک ما خوښوي که ملا محمد عمر؟ وغيره، وغيره، نو د ډېرو-ډېرو نورو مباحثو، توضيحاتو، تشريحاتو او تصريحاتو تر څنګ-څنګ دغو فرهنګيانو يوه خبره دا هم په يوه خوله ورته وکړه، چې رئيس صاحب جمهور! ستاسو يوه ستونزه دا هم ده، چې د اعتماد لويه پايه مو دا کرايي سپين ږيري دي. نو دا زموږ و ستاسو ولسمشر خو معلومه خبره ده، چې خورا يارانه سړى دى. ياره دا د (کرايي سپين ږيرو) پر اصطلاح يې خورا زيات وخندل او په خندا-خندا کې يې وويل چې ياره فرهنګيانو بلاوې ياست، بلاوې! بيا يې وپوښتل چې ولا عجيبه مو وکړه، دا کرايي سپين ږيري يې بيا څوک دي؟
فرهنګيانو ورته تشرېح کړه! دغه چې تاسې يې د قومي مشرانو، سپين ږيرو، مخورو، شملورو او بانفوذه اشخاصو په نومونو همېشه ارګ ته راغواړئ، هغوى چې ستا رګ دوى ته او د دوى رګ تا ته درمعلوم دى، د دوى د کوڅې او بازار، پولې او ټپۍ په ژبه ورسره شوخي او هم طبعي کوئ، تر مباحثې مخکې مسته شاهانه ډوډۍ په وهئ، د ارګ په غوړو يې ژبې ورغوړې کړئ، نو هغوى پر غوړو ژبو بيا کله د ولس د بدې ورځې حالات ليدلاى شي؟ هغوى کله خپله اشتها د وطن د غميزې په بيان سره خرابولاى شي؟ هغوى بيا چېرې خپل ارږى د خپل قوم د تباهۍ په کيسو بدولاى شي؟ نو بيا چې کله پر چايو باندې پوښتنې ځنې شروع کړې، چې ښه! ا وس نو راته وواياست: په وطن کې څه حالات دي؟ خيريت خو به وي؟ ښه خو به نو ياست؟ نور څنګ ياست؟ انار خو به مو شوته نه کوي؟ سږ کال خو مو پالېزونه هم ښه رسېدلي ول، ښه بادرنګ به مو وهلي وي؟ بانجاڼ مو څنګه دي؟
رئيس جمهور: هاهاهاهاها
شاوخوا ناست درانه قومي مشران په ګډه په يوه هر: هاهاهاهاها
په يخو شلومبو به مو ښه ځانونه ساړه کړي وي؟ په زېرخانو کې به مو ښه يخ-يخ خوبونه کړي وي، هاهاهاهاها! دلته نو دا د وطن ستانه قومي سپين ږيري ستاسو سره نمک حرامي کله کولاى شي، هغوى به خامخا ستاسو د سترخوان درنښت کوي، هغوى به ستاسو د اطعام خيال ساتي، هغوى چې پوه شي چې د رئيس جمهور صاحب طبعه يې په څه ډول خبرو برابرېږي، بس نو درته شروع شي:
(پاچا سلامت، ته خو د خداى رحمت يې، ستا سيورى دې رب زموږ له سره نه ايسته کوي، ته بېغمه اوسه، هېڅ خبره نشته، خير و خيريت دى، ستا په رقم پاچيي مو په تواريخ کې نه ليدلې وه او نه مو اورېدلې وه، هره جومه خلک د بابا صاب مېلې ته ځي، د شاآغا مېلو ته ځي، د اجي بابا زيارت ته ځي، داسې مېلې او منظرې دي، چې مه کوه پوښتنه. بس وطن ګرده ګل و ګلزار دى، داسې امن و امان دى چې نو څه درته ووايي، ولاکه د پيشي پزه لا وينې سوې يي. ټوله خلک او قومونه ډېر خوښ-خوشحاله دي، په تېره ستاسو د ورور احمدولي خان کرزي څخه خو دا ټول قومونه دونه خوشحاله دي، چې ملائکه يې بولي، احمدولي خان د کندهار خلک پر خپل سر ګرځوي. زموږ ښځې چې هر لمونځ وکړي، نو پر مصله باندې خپل خداى (ج) ته سر سرتور کي: خداى ته خو کرزي صاب ته زر لکه کاله عمر ورکې، خدايه ته يې د ټولې دنيا پاچا کې، خدايه زموږ عمر حامد کرزي ته او زموږ د نارينه وو عمرونه احمدولي خان کرزي ته ورکې.
بس دوى بل کار نه لري، همدا زارۍ کيي، همدا دوعاوې کيي، کيي، کيي چې بيا د بل لمانځه وخت راورسېږي.
رئيس صاب!ته هېڅ تشويش مه کوه، بس بېغمه په خپل ارګ کې سنګين کښېنه، ګرده کارونه خپله سمېږي، والي صاب، ولايت شورا، قومي شوراګانو، رئيسانو او ګردو چارواکو شپه و ورځ پر ځان يوه کړې ده، چې بازسازي وکي، د ښځو حقوق ورکي، د تاليم دروازې خلاصې کي او ستاسې د نېکنامۍ دپاره ښه-ښه کارونه وکي، موږ يې د خپلو کومونو په نمايندګي تائيدوو، حمايت يې کوو او ورسره ملګري يو او …)
کله چې فرهنګيانو ولسمشر ته د کرايي سپين ږيرو تعريف کاوه، نو هغه پرله پسې په برېتونو کې موسکى او تر عادي حالت يې زيات چشمکان وهل او په آخر کې يې ورته وويل چې: اوس به نو ګرده کيسې راته کوئ، هر څه به راته واياست، تاسې تللاى نه شئ، په کابل کې يو څو ورځې ورته کښېنئ، کابل ته خورا ډېرې رکم په رکم مېوې راغلې دي، خپلې مېوې ورته خورئ، ما ته به سبا نه بل سبا بيا راځئ، بيا به راځئ تر څو چې په ګډه د حل لار سره پيدا کوو.
فرهنګيانو فکر وکړ، چې د نښې منځ يې وويشت او خپل ولسمشر يې د غفلت له ډېر درانه خوبه راولاړ کړ او د بدمرغيو په عواملو يې پوه کړ.
دوى دوه وراه نور ورسره وليدل او د ښې خوشبينۍ او خوشباورۍ په فضا کې مخ ته سره ولاړل. د دغو ليدنو-کتنو په عکس العمل کې د کندهار والي اسدالله خالد څو درزنه کرايي سپين ږيري د کندهار، زابل، هلمند، او اروزګان ولايتونو ولايتي شوراګانې او ورسره په څنګ کې اطلاعات و کلتور رياست ځينې نور فرهنګيان چې بايد د کرايي سپين ږيرو د قاعدې له مخې کرايي فرهنګيان وبلل شي، کابل ته راوستل او د فرهنګيانو په آخري ليدنه کې سره ګډوډ شول. په دې ناسته کې نو فرهنګيان صمُْ، بکمًُْ ناست ول، د ولايتي شوراګانو وکيلانو او قومي درنو زرين اقوال صادرول.، د کندهار يوه وکيل وويل چې احمدشاه بابا او عبدالاحد خان کرزى دواړه د ډنډ ول، بايد تر هر څه زيات ډنډ ته ډېره توجه وشي، د زابل وکيل بيا وفرمايل چې اداري فساد هر ځاى شته، په دې اړه خو بايد هېڅ خبرې ونه شي او ډېرو نورو هر يوه په خپل وار دُرافشانې وکړه.
فرهنګيانو په آخر کې يو وار بيا له ولسمشر سره خپلې سترګې ټکر کړې، دوى په سترګو-سترګو کې رئيس جمهور ته پيغام رساوه، چې ګواکې ودې ليدل چې موږ څنګه له ځمکې درته ږغېدو او دوى له آسمانه؟ فرهنګيانو باور وکړ چې نور يې نو د کرايي سپين ږيرو په رزق کې لغته ووهله او نور به ولسمشر د دوى پر ليکلو او شفاهي طرحو ځان او نظام برابر کړي، ځکه نو په خورا فاتحانه روحيه مخ پر سوېل لوېديځه حوزه وخوځېدل.
ساده فرهنګيان!
دوى چې ول، حامد کرزي هم خپله ږيره د دا کرايي سپين ږيرو او قومي دلالانو غوندې د خارګاوو په سايو او د ماجت مخ ته په پيتاوو، د کوڅو او پس کوڅو په دوړو او د کنارابونو په چاپېريال کې سپينه کړې ده. دوى څنګه دا عقل نه لاره چې هغه خو د مداريانو د وطن (هندوستان) په (شمله پوهنتون) کې ډيپلوماسي ويلې ده، هغه خو خانداني ډيپلوماټ او سياسي کاروبار يې په ميراث ورپاته دى، هغه خو په دې معاملو کې ايشېدلى، چالاک، هوښيار او سترګور سياستوال دى، بېچاره فرهنګيان نه پوهېږم چې اوس به لا هم پوه شوي وي که نه، چې هغه هر څه پر خپله سليقه ډېر ښه عيار کړي ول.
تر هغه وروسته فرهنګيان انتظار ول، چې د دوى طرح به رنګ راوړي، خو که به برعکس رنګ بدله شوه، په يوه عجيب و غريب نوښت لاس پورې شو، د کرزي صاحب هغه حکومت چې د ملي يووالي او ملي مشارکت په نوم يې د ملت هر خاين او غدار، هر غل او جنايتکار، هر ناوړه او فاسد پکښې فيټ کړى و، خو له بلې خوا يې بيا په کندهار کې د قبيلو په نوم اتحاديې جوړې کړې، د يوه کور خلک يې عملاً يو د بل په مقابل کې د غلجي او دراني په سنګرونو کې سره کښېنول، بيا يې د دا هر سنګر دننه هم د نورې تجزيې زمينه برابره کړه. د کندهار ښار په هر کونج چې به راګرځېدې، نو داسې په زهرو ليکلې لوحې به مو لوستلې: د بارکزو اتحاديه، د الکوزو اتحاديه، د اڅکزو اتحاديه، د محمدزو اتحاديه، د هوتکو اتحاديه، د کاکړو اتحاديه او …
دا هره اتحاديه په اصل کې د دا کرايي سپين ږيرو او قومي مشرانو (رهنمايي معاملات) دفتر دى او هرې ملي او ضد ملي غونډې ته سپين ږيرې په کرايه ځنې بېول کېږي. دا سپين ږيري بيا په عين حال کې ډېر قانع او صابر مخلوق هم دي، دوى ډېر باانصافه او کم مصرف ذات دى، دوى د موسيقي والاوو او مسليانو غوندې ملاماتوونکې کرايه نه غواړي، مازې په يوه تش غاب کې يوه کاچوغه ورته وشرنګوه، بس د دوى پښه درته په اتڼ ده.
دا سپين ږيري او قومي مشران عجيب توپان کوي، د دريځ پر سر ودرېږي، په خورا جرئت اعلان وکړي چې دى ټول الکوزي، ټول هوتک، ټول بارکزي، ټول کاکړ يا ټول بل بلا-بتر قوم په استازيتوب د ولسمشر حامد کرزي د کانديدۍ ملاتړ کوي، يا د هغه د کاميابۍ مبارکي وايي، يا د هغه د ملي کارنامو ستاينه کوي، يا موجوده اداره د دنيا تر ټولو مقدسه هغه بولي. موږ خو بيا دلته له محط الخبريال سره هم مخ يو-يو ژورناليسټ نه پيدا کېږي، چې تر غوږ يې ونيسي، چې په کوم سند او ثبوت د ټول قوم د استازيتوب دعوه کوې؟ دا به ومنو چې ته يې د قوم مشر، خو تا د خپل قوم د ښېرازۍ، عزت، ناموس ساتنې او سرلوړۍ لپاره کوم يو کوچنى ترين ګام اخيستى دى؟ آيا ته د خپل قوم په حال خبر يې، چې عفت، ناموس، حيثيت او ژوند يې له څه ډول وحشي ګواښونو سره مخامخ دى؟
آيا د هغه تباه، لوټل شوي، بې عزته شوي، وږي، فقير، له علمه محروم کړل شوي او هر دم شهيد قوم په استازيتوب پر هغه نظام درود وايي، ستا قوم يې د ذلالت تر ټولو مردارترينې کندې ته غورځولى دى؟ او …
ډېر ښه دى چې هر څه تله او تېرېده لري، دې وطن او دې ملت ډېر کرغېړن او فاسد نظامونه تجربه کړي دي، پر دې خاوره ډېرې وحشي او ظالمې څېرې واکمنې شوې دي، خو د دې هېواد او خلکو د تاريخ سبقونه هم ډېر روښانه دي، چا چې ورسره کوږ ګام ايښى دى، ګام يې غوڅ شوى دى. دا ملت که يې لوټلى دى، نو دوى هم روغه ورځ نه ده ليدلې، د دې خلکو عزت که يې اخيستى دى، نو د دوى هم ډېره پرده نه ده شوې، دا ولس که يې ناآرام کړى دى، نو دوى هم د آرام ساه نه ده اخيستې، دا جنت نښان وطن که يې کنډواله کړى دى، نو دوى هم يوه لوېشت قبر نه دى پکښې موندلى.
که يوازې د خپل نسل ژوندى تاريخ وګورو، نو د نورمحمد ترکي او حفيظ الله امين قبرونه ورک دي، د ببرک کارمل مړى دې خاورې پخپله غېږه کې ونه شواى ساتلاى او ايسته يې د آمو موجونو ته په خوله ورکړ، ډاکټر نجيب په ډېر فجيع ترين مرګ سره مړ کړل شو، د عبدالعلي مزاري قبر په بمونو والوزول شو او تر دې کښته د وړو بېلګو شمېر خورا زيات دى.
سړى حيران دى، چې دا واکمن او د واکمنو چاپلوسان ولې د تاريخ سبق نه زده کوي؟ واکمن چې مو يو وار د څوکۍ پر آسمان وخيژي، فکر کوي چې تر قيامته يې ټېکه ووهله او تر محشره د عزرائيل له ياده ووت، تر هغه چې نفس يې نه وي ختلى، نه ځنې راکښته کېږي، د دې خوا بيا دغه د ولس او قومونو او قبيلو مشران يا په بل عبارت دلالان، يا په بله وينا سوداګر، يا په بله ژبه معامله ګر چکچکې ورته وهي، چې بس که د سړي زوى و، همدا ته يې، که فرشته وه همدا ته يې، که د دنيا او آخرت شفاعت ګر و، همدا ته يې!…
خير! تاريخ به بيا خپله وظيفه اجرا کړي، خداى (ج) د وطن او ملت خاينان به رسوا او پوپنا کړي او د کرايي سپين ږيرو او قومي دلالانو ورځ به هم واوړي، بازار به يې سوړ شي، کاربار به يې ودرېږي، رهنمايي معاملات ته به يې قلفونه ولوېږي، رسوا شرمنده، خراب تراب، مړه غوږونه او کاږه مغزي به د ملت په مخکې ودرېږي او د سبا ورځې حساب و کتاب خو لا دوى نه مني.