بغلان: دطالبانو يو سرګروپ له ۱۰ کسانو سره دولت ته واوښت
دبغلان ولايت امنيتې چارواکې وائي چې تيره ورځ د دغه ولايت دپل حصار ولسوالې د دولت يومخالف سرګروپ يعقوب د علې خان ځوي دخپلو لسو کسانو سره دپل حصار ولسوالې امنې قوماندانې ته تسليم شو.
خبر زياتوې يعقوب چې له آره دبغلان ولايت دنوبهار دپل حصار ولسوالې اوسيدونکې کې دي په دي وروستيوکې دهغه له وسلوالو ځايي خلک ډير زوريدلې وو چي تيره ورځ يي وسله پر ځمکه کېښوده . طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی .