کور / راپور / په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو

په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو

راپور: افغانزی
د اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت له خوا په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې د ودې او پرمختګ په موخه ټورنمنټ پيل شو.
شطرنج لوبه چې په نړيواله کچه د يوې درنې او منل شوې لوبې په توګه پېژندل کېږي د لړم مياشتې پر ٢٣ مه نېټه د اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت له خوا په کندهار کافي شاپ کې په لومړي ځل يو ټورنمنټ پر لار اچول شوی چې د ځينو دولتي لوړپوړو کسانو تر څنګ پکې ګڼ شمېر نندارچيانو هم ګډون درلود.

په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو - راپور: افغانزی

د ياد شوي ټورنمنټ د پرانيستنې پر مهال د کندهار د سپورټ امير احمدالله ګلالي د ياد شوي شرکت له خوا د دې ټورنمنټ د جوړېدو له امله د مننې تر څنګ پر نورو شرکتونو او خصوصي ادارو ږغ وکړ چې په خپلو شته امکاناتو د سپورټ لپاره نورې هم هلې ځلې ګړندۍ کړي.
ښاغلي ګلالي له اراکوزيا شرکت څخه ددې ټورنمنټ او په ځانګړي ډول له دې امله مننه وکړه چې ياد شوي شرکت نه يوازې د شطرنج بلکې په عمومي ډول د سپورټ په برخه کې تل نه ستړي کېدونکي مرستې کړي دي.
وروسته د شطرنج لوبې د فدراسيون رئيس نعمت الله زلمي هم د خبرو په ترڅ کې د دې ډول ټورنمنټونو د جوړېدو له امله خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ چې دوی به هم د شطرنج لوبې د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي.
نوموړي وويل، دا ټورنمنټ چې ټول (٣٠) لوبغاړي پکې ګډون لري، په ترڅ کې به يې شپږ وتلي لوبغاړي په نښه او له هغوی څخه به يوه منتخبه لوبډله جوړه او همدا لوبډله به مرکز کابل ته د ولايتونو او مرکز په کچه په لوبو کې ګډون وکړي.
ظاهرجان پوپل چې د اراکوزيا شرکت په استازيتوب يې په غونډه کې ګډون درلود يادونه وکړه چې د دې ټورنمنټ په جوړېدو کې ورسره يو شمېر شرکتونو لکه تواضع شرکت، ډاولنس شرکت او سپورټ اميريت هم ورسره ونډه لرلې ده. نوموړی زياتوي چې دوی به په راتلونکې کې دې ته ورته نه يوازې د سپورټ بلکې په ځينو نورو هنري، ادبي او داسې نورو برخو کې هم خپلې مرستې ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده چې د اراکوزيا شرکت له خوا تېر کال هم په کندهار کافي شاپ کې د سنوکر لوبې ټورنمنټ په لاره اچولی شوی چې شمېر کسانو پکې برخه اخيستې او ياد شوی ټورنمنټ د نندارچيانو له خوا په تودو احساساتو بدرګه شو.
ګټونکي                    بايلونکي
حاجي سيد حسن         عبدالقدير
فواد احمد                   محمد صادق
مسعود احمد               مصطفی
احمد الله                    بصير احمد
بشير احمد                 شفيق الله
سيد قدير شاه             حاجي مختار احمد
انجنير سيدکمال          هاشمي عبدالمتين
شېر علي خان          معلم غلام محمد خان
انجنير عبدالواسع        معلم امين خان
استاد پاينده محمدخان    نقيب الله
ډاکټر عبيدالله              حاجي نظر محمد
د وحيدالله او محمد عبدالعزيز تر منځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو - راپور: افغانزی په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو - راپور: افغانزی په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو - راپور: افغانزی په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو - راپور: افغانزی په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې ټورنمنټ پيل شو - راپور: افغانزی