کور / شعر / نبیله غزل ته ډالی

نبیله غزل ته ډالی

پیغله د و طن ئې پښتنه ښکا ری
مالره د تورو شپو ډیوه ښکاری
زر شه توری شپی په رڼا راوله
ژبه دی ګویانه ده پښتنه ښکاری
ګړه دشعر به ژبه دوطن خدمت
نوم لری غزل غزل ټپه ښکا ری
ستا دپښتنی ژبی غلام یمه
اوسی پيښور می سره مڼه ښکاری
څنګه په دی قدر په دنیا نه کړم
ته چی د پښتون د تن جامه ښکاری
وقفه کړی ځوانې دوطن نوم لره
هسکه دافغان دسر شمله ښکاری
بورډ کی درفیق صادق جونګړه ده
شعر دی مې کړی رنګین رنګین وږمه ښکاری