يو څه خو وواياست
پلار يې سپين ږيرى و
. څه ناروغه هم و. څو وخته بعد مړ شو. درې زمن يې پاته شول. چي مشر يې عبدالله د شپاړس، دوهم يې نواب د څوارلس او كشر زوى خان يې د دوولس كلو و.
مشر زوى عبدالله يې كار كاوو
. دغونه يې ګټلې چي ماښام يې سره وخوري. كله به يې روزانه كوله، كله به يې په ټريكټر كي بېلچه وهله. د دوو لاسو خواري ده ښكه يې. نواب به هم كله نا كله كار كاوو. خان يې ښونځى وايو. يوه ورځ يې خان عبدالله ته ويل:
–
سږ كال كه په ښونځي كي كاميابه شوم باسيكل به را اخلې. زه به ښوونځي ته باندي ځم. باسيكل كه دي راواخيست بيا نو هغه لري ښوونځي ته ورولېږم.
عبدالله د هو ورسره وويل.
عبدالله څه روپۍ ګتلې وې په هغو يې يوه توپنچه واخيسته
. نور كله چي به د باندي ووت توپنچه به يې كوم پټ ځاى ښوده. خو نن چي ووت هغه په تاخچه كي ځيني هېره شوه. په دې ورځ خان هم ښوونځي ته نه و تللى.نواب هم پر كور و. دوى په خونه كي بېډۍ سره كولې چي ناببره يې توپنچى ته ورپام شو. نواب ورومنډه كړه توپنچه يې راواخيسته. خان ته يې ويل:
–
مه رانزدې كېږه په ولم دي.
دوى په توپنچه باندي ساتونه سره تېرول
. مور يې د باندي ډوډۍ پخوله. ناببره په خونه كي ټك شو. مور چي يې ورومنډي كړې كه ګوري د نواب په لاس كي توپنچه ده. لاندي چي يې وكتل خان په وينو لوندخيشت پروت دى. په زوره يې ناره كړه:
–
وۍ خوله مي له خاورو ډكه شوه.
د شاوخوا ګاونډيان چي سره د اكا زمن ول ټول د دوى كور ته په منډه ورغلل
. مور يې خان په غېږ كي نيولى ورته ژاړي. له نوابه نور سېك ختلى و هك حيران ورته ولاړ و. د اكا زمن چي يې په سراى ورننوتل په خونه كي يې د مور ژړا ده. چي خوني ته ورننوتل خان په وينو كي تك سور پروت دى. مور يې په غېږ كي تينګ نيولى ورباندي ژاړي. سره نارې شوې نواب خان ويستلى دى. ډله-ډله خلك راځي د دوى د كور تر مخ درېږي.
عبدالله له ماما سره په باسيكل سپور و بازار ته تلل چي له شاه يې نارې شوې
–
ودرېږئ- ودرېږئ.
دوى چي شاته وكتل د اكا زوى يې منډي ورته راوهي
. دوى هم وار ختا شول. چي رانژدې شول عبدالله ورته وويل:
–
څه شى دى چي نارې وهې؟
–
مور دي غوښتې.
څه يې ويل:
نه يم په خبر. ويل يې ده ته وا راسه په كار مي يې.
هلك وار ختا و دوى هم سره وارختا شول
. عبدالله ماما ته وويل:
زه به يواري ورشم بيرته به زر راشم. ته دلې ودرېږه.
عبدالله چي ځيني راوران شوو د اكا زوى يې ماما ته وويل
نواب خان په توپنچه ويستلى دى.
ماما يې د كور خوا ته ورمنډي كړې
. عبدالله چي كور ته رانژدې شو ډله خلك يې د كور تر مخ ولاړ دي. حيران شو چي څه پېښه شوېده. هيڅوك څه نه وايي ټول پټه خوله ولاړ دي.
كور ته چي ورننوت سراى هم له خلكوډك و نور پسي وارختا شو
. په ژړغوڼي غږ يې وويل:
څه شى دى چي ټول پټه خوله ولاړ ياست. يو څه خو وواياست.
سترګي يې له اوښكو ډكي شوې
. د نورو كليوالو هم په سترګو كي اوښكي ورغړېدې. په خونه كي يې مور ژړا واورېده په منډه ورغلى. خوني ته چي ورنژدې شو د وينو بوى باندي ولګېدو. چي ورننوت خان په وينو سور مور يې سر تور سر ناسته په غېږ كي نيولى دى. چي سترګي يې باندي ولګېدې لويه چيغه يې تر خوله ووتله. كور څه چي د كوڅې خلكو هم واورېده. د ټولو له سترګو اوښكي وبهېدې. دى هم نور بې هوښه شو. چي سترګي يې رارڼي كړې ماخستن و مور يې سر ته ناسته وه. خان يې خاورو ته سپارلى و.