کور / تازه خبرونه / برتانیه : که ناټو راووځی نو افغان حکومت به ونړیږی

برتانیه : که ناټو راووځی نو افغان حکومت به ونړیږی

رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی د انګلستان خارجه وزیر « ډیویډ میلی بېنډ » نن ګارډین ته په مصاحبه کی وویل چی که ناټو د افغانستان څخه راووزی ، نو افغان حکومت به ډیر ژر چپه سی . میلی بینډ وویل چی که نړیوال ځواکونه ترې راووځی ، نو وخت به تاسو پخپله وټاکیً چی هغه به پنځه دقیقې وی ، یا ۲۴ ساعته او یا هم یوه هفته چی دا حکومت به نسکور سی . ده دا بیان د کابل څخه تر راستنېدو وروسته وکړ . خو څېړونکي وایی چی لندن یې پر مېخ هم وهی او پر نال هم !