پیلوسی : کرزﺉ زموږ بې ارزښته ملګری دی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 20th, 2009


رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا په ولسی جرګه کی د دیموکرات ( اکثریت ) ګوند مشره « نینسی پیلوسی » وایی چی حامد کرزی زموږ یو بې ارزښته ملګری دی چی په غټ کومک نه ارزی که هغه امریکایی پوځیان وی یا ملکی مرسته . پیلوسی چی د اوباما د ګوند مقتدره مشره ده ، افغانستان ته د ډیرو پوځونو د لیږلو سره موافقت نلری . دې وویل چی : د افغانستان ولسمشر دا ثابته کړې ده چی زموږ یو بی ارزښته شریک دی . موږ داسی مأموریت نسو تمویل کولای چی هلته کوم اعتمادی ملګرﺉ ونلرو او زموږ مالی مرستي په فساد کی ضایع سی . موږ به څنګه د امریکایی ولس څخه د هغه ځای لپاره د سړیو او روپیو غوښتنه وکړای سو چی هلته کوم باوري ملګری نه لرو . څیړونکي وایی چی د حامد کرزي د قسم اخیستلو څخه فقط یوه ورځ وروسته د امریکا د درېیم نمبر مقام دغسی شدید انتقاد پخپله د یو منفی سیګنل اشاره رسوی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی یو امریکایی عسکر د هغو ټپونو له امله نن مړ سو چی درې ورځي مخکی په کندهار کی د ماین چاودنی زخمی کړی و .

Copyright Larawbar 2007-2024