سياف له مرګوني بريده روغ ووت
نن د جمعې ورځ ۲۰ نومبر د پخواني جهادي تنظيم مشر عبدالرب رسول سياف له يوې بمي چاودني روغ ووت ، د کورنيو چارو وزارت لخوا د خپرو مالوماتو له مخي پر نوموړي د کابل د پغمان په سيمه کي ريموټ کنټرول بم بريد هغه مهال وسو چي نوموړی د خپلو ساتونکو په کاروان کي دکابل خواته روان و . په پېښه کي دنوموړي د ساتونکو يو موټر په بشپړه توګه ويجاړ سوی دی ، څلور ساتونکي يې وژل سوي او يو تن زخمي سوی دی .
د يادوني وړ ده چي سياف هم د تنظيمي جنګونو او کابل د ورانېدو د سياليو يو اتل و چي وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمالي ټلوالي سره يو ځای سوی و .