زابل:په ترافيکي پېښه کي ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د لراوبر اداره | نوومبر 21st, 2009


دزابل ولايت په قلات ښار کی په یوه ترافیکی پیښه کی ۲۱ کسانوته مرګ ژوبله اوښتي
دا پیښه دجمعي په ورځ دکابل کندهارپر لویه لاره قلات ښارته څيرمه ديوي مازدا او كرولا ډوله موټرو دټکر له امله رامینځته شوه.
دزابل دامنی قوماندانۍ دامنیت امر دگروال غلام جیلاني فراهی لراوبر ته وويل چه په پيښه كي ۶ تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي دنوموړي په وينا تپیان یی دزابل مرکزي روغتون ته انتقال کړی چه دځينو روغتيايي حالت داندښي وړ دي دیادونی ورده چه وژل شوي ټول ديوي كورني غړي وو

Copyright Larawbar 2007-2024