کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داسې برېښنا به څه كړو؟

داسې برېښنا به څه كړو؟

د كابل ښار ډېرى تاسيسات په هېواد كې پرلپسې جګړو او ورانيو له منځه وړي دي، چې له دې ډلې څخه د برېښنا بندونه او فابريكې هم زيانمنې شوې دي. له طالبانو څخه وروسته يو ځل د برېښنا د وزارت له خوا د برېښنا لپاره جنراتورونه واخيستل شول چې هېڅ مثبته پايله پرې مرتبه نه شوه. د برېښنا نشتوالى هم لويه ستونزه ده ځكه چې نن ورځ د ژوند ډېرې چارې په همدې برېښنا مخته روانې دي، همدې ستونزو ته په كتو د اوبو او برېښنا وزارت تېر كال له ازبکستان څخه د برېښنا د رالېږدولو پروژه چې شاوخوا يو ميليارډ امريکايي ډالره لګښت لري او درې سوه مېګاواټه برېښنا به يې له لارې هېواد ته راولېږدول شي، په كار واچوله. چې دغه پروژه درې کاله مخکې پېل شوې، خو تر اوسه بشپړه شوې نه ده.
د دې درې سوه ميګاواټه برېښنا په راتلو سره به هم د كابل ښاريانو ستونزې اوارې نه شي د افغانستان د برېښنا شرکت تخنيکي مرستيال انجنير همايون کوهستاني په دې اړه ويلي، ترڅو چې په کابل ښارکې ژوند تر منظم پلان لاندې را نه شي او سرشمېرنه ترسره نشي دا نشي ويلاى چې په څومره وخت کې به دغه ستونزه په ټوليز ډول اواره شي.
په كابل ښار كې په دې وروستيو کې د کورونو برېښنا دومره کمزورې او نامنظمه شوې ده، چې ښاريان ترې هېڅ ګټه نه شي پورته کولاى.
چارواکي هم دا ستونزه مني، خو وايي چې لامل يې د ښاريانو له خوا له برېښنا څخه ډېره ګټه اخيستل او په ښار کې د غير پلاني کورونو ورځ په ورځ زياتېدل دي.
د قلعه ناظر د سيمې اوسېدونكي احمد بلال رسنيو ته ويلي، چې دوى د مازيګر له پنځو بجو څخه بيا د شپې تر نهه نيمو بجو پورې له برېښنا سره يو ځاى د ګاز له رڼا څخه ګټه اخلي، ځكه چې برېښنا ډېره كمزورې وي او دوى نه شي كولاى چې ګټه ورڅخه واخلي.
د کابل ښار د پنځمې حوزې د قلعه کاشف د سيمې اوسېدونکى ٢٧ کلن احمدخالد هم وايي، چې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې يې د کور برېښنا دومره کمزورې شوې، چې هېڅ ګټه ترې نه شي پورته کولاى.
نوموړى زياتوي: ((نن د شپې مو برېښنا دومره كمزورې وه چې ټلويزيون يې هم نه شواى روښانولاى او په کور کې مو د رڼا لپاره ګاز لګولى و.))
له بلې خوا د کابل ښار د چهلستون د سيمې اوسېدونکى حميدالله وايي چې له يوې اونۍ را هيسې د يادې شوې سيمې کورونه يوه شپه برېښنا لري او يوه شپه يې نه لري.
كابل ښاريان وايي چې موږ خوشاله و چې کابل ته به د ازبکستان د برېښنا په رارسېدو سره د برېښنا ستونزه اواره شي، خو له بده مرغه، سره له دې چې په دې پروژه ډېر لګښت هم وشو، خو بيا يې هم د ښاريانو دا هيلې پوره نه كړاى شواى.
د ښار ټول اوسېدونكي له چارواکو څخه غواړي چې د دې ستونزې د اواري لپاره دې ژر تر ژره لاس په کار شي.
د افغانستان د برېښنا شرکت تخنيکي مرستيال انجنير همايون کوهستاني هم په کابل ښار کې د برېښنا کمزورتيا او په غير منظمه توګه د هغې د تګ راتګ ستونزه مني.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، په کابل ښار کې په تېرو دوو لسيزو کې د خلکو شمېره له شاوخوا يونيم ميليون څخه شاوخوا پنځو ميليونو ته لوړه شوې ده او د ښار نږدې په ټولو سيمو کې خلک په غير پلاني ډول کورونه جوړوي.
انجنير کوهستاني هم دا ستونزه ياده کړې او د بېلګې په توګه يې ويلي، چې که په يوه سيمه کې د برېښنا يو ټرانسفارمر، چې٢٠٠ کورنيو ته د برېښنا ورکولو وړتيا لري ولګول شي او له هغه څخه ٤٠٠ کورنۍ ګټه پورته کړي، نو خامخا به يې برېښنا کمزورې کېږي. نوموړى دا هم مني چې د کابل ښار په ځينو سيمو کې کله، کله برېښنا پرې کېږي.
هغه وايي په ځينو سيمو کې برېښنا ځکه پرې کېږي چې په سيمه کې د برېښنا پر شبکه کار روان وي.
نوموړي د برېښنا د پرې کېدو د بل لامل په اړه زياته كړې: ((کله چې په کومه ساحه کې له برېښنا څخه ډېره ګټه پورته شي برېښنا کمزورې کېږي، نو له دې امله چې د برېښنا پر شبکې زور رانه شي او له منځه ولاړه نه شي، موږ برېښنا پرې کوو.))
ښاغلي كوهستاني له ښاريانو څخه وغوښتل چې، چې د پخوا په څېر دې په ژمي کې د خونو د تودولو، اوبو اېشولو، خوړو تيارولو او داسې نورو لپاره د سوند له نورو توکو څخه ګټه پورته کړي.
د برېښنا وزارت د چارواكو په وينا د کابل ښار درې سوه مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو دا مهال په دې ښا رکې شاوخوا ١٧٣ ميګاواټه برېښنا شته ده او٧٠ سلنه ښاريان له بريښنا څخه برخمن دي.
نوموړي له ازبکستان څخه د برېښنا د رالېږدولو د پروژې په اړه ويلي، چې په کابل ښار کې دا مهال ٧٣ ميګاواټه له ازبکستان څخه رالېږدول شوې او څه باندې سل ميګاواټه هغه برېښنا ده چې په هېواد کې د ننه توليدېږي.
كه چېرې دولت غواړي چې د برېښنا ستونزه د تل لپاره اواره كړي او هغه پيسې چې ازبكستان او يا بل هېواد ته يې د برېښنا د محصول او د كنكشن لپاره وركوي، په خپلو بندونو او فابريكو ولګوي هېڅ كله به د برېښنا له نشتوالي سره مخ نه شي او نه به هم هره ورځ د هېوادوالو له شكايتونو سره لاس په ګرېوان وي ځكه چې زموږ هېواد د اوبو د سرچينو يو غني هېواد دى، د برېښنا د نويو بندونو د جوړېدو لپاره په زړه پورې سيمې لري چې كولاى شو په ښه ډول د برېښنا بندونه جوړ كړو، نه يوازې دا چې هېوادوال به د برېښنا له ستونزې څخه په امن شي بلكې وبه كولاى شو چې نورو ګاونډيو هېوادونو ته د برېښنا صادرات ولرو. نو په داسې وخت كې چې له برېښنا څخه كوم محصول اخلو هغه به مو هم خپله پانګه وي، او هېڅ كله به هم له دې وېرې سره مخ نه شو، چې يوه ورځ نه يوه ورځ به ازبكستان برېښنا قطع كړي او بيا به مو ټول لګښتونه په اوبو لاهو شي.
د ۱۳۸۸ لمريز كال د لړم ۳۰ مه