دکابل چاپ د نننيو ورځپاڼو مهمو موضوعګانو ته کتنه
په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره خپل مطالب د افغان ولسمشر حامد كرزي د لوړې مراسمو او د هغې وينا ته ځانګړې كړي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او مهم ټكي يى په لاندني مطلب كې رانغاړلي دي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان له روانو پيښو سره د لويديځ د چلند په اړه د دې ولټ په نامه د جرمني د يوې ورځپاڼې څيړنه راخستې او ليكلي، چې لويديځ لويديځ بايد پوه شي، چې په اوسني چلند سره په افغانستان كې برې نشي ترلاسه كولې او هڅې دې ځان نه غولوي.
ورځپاڼې د همدې مخ په سر كې د پاكستاني رسنيو په حواله په يو خبر كې ليكلي، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ بريالۍ خبرې شوي او طالبانو ته په شپږو ولايتونو كې د شريعت د نافذولو وړانديز هم شوې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د لوړې په مراسمو كې د ولسمشر كرزي په وينا تبصره كړې، چې پكې له وسلوالو مخالفينو سره په جوړ جاړي ټينګار شوې او د ورځپاڼې په وينا ولسمشر ډاډ وركړې، چې د خپل نوي حكومت په لومړيو سلو ورځو كې به لويه جرګه راوبولي.
په ورځپاڼه كې له ولسمشر كرزي سره د امريكا اړيكو ته هم كتنه شوې او بيا ليكل شوي، چې امريكا اوس غواړي د هالري كلنټن په وسيله له حامد كرزي سره اړيكې ښې كړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي د لوړې په مراسمو تبصره كړې او د ښاغلي له وينا نه يى نړيوال ملاتړ ته په اشارې هيله څرګنده كړې دا نوى پړاو به په ټولو برخو كې برياوو ډك وي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه د ولسمشر كرزي د لوړې مراسمو او د بيلابيلو هيوادونو له مشرانو او جګپوړو چارواكو سره د ولسمشر كرزي ليده كاته ته ځانګړې كړې او د هغې انځورونه هم خپاره كړيدي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا خبر وركړې، چې افغان ولسمشر حامد كرزي په استاد سياف شوې بريد په كلكه غندلې او د هغې په اړه د جدي څيړنو حكم كړې دې.
اراده:
دې خپلواكې ورځپانې بيا پخپل لومړي مخ كې د لوړې مراسمو ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې ټكې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې وزيران بايد باتقوا، متخصص او خادم وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د ناټو د ميشتو ځواكونو د پياوړې كولو لپاره په روانو بحثونو تبصره كړې او پدې ترڅ كې په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو د مرستيال دا سپارښتنه راخستې، چې د ځواكونو د پياوړې كولو پر ځاې بايد د خلكو زړونه وګټلې شي.
ورځپاڼې دې بحث ته په يو بل مطلب كې هم دوام وركړې او د امريكا د دفاع د وزير په حواله يى ليكلي، چې امريكا به ډير ژر افغانستان ته اضافي سرتيري واستوي.
په ورځپاڼه كې د سيمې په اړه د ايران چلند هم څيړل شوې، چې د ورځپاڼې په وينا د خپلو ګټو د خوندي كولو لپاره نه يوازې عربان بلكه افغانان هم د پولۍ پړك ته كينولي، خو ورځپاڼې ليكلي، چې ايران به د خپلواعمالو سزا ويني.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې د دويمې انتخابې دورې لپاره د ولسمشر كرزي د لوړې په مراسمو كې د هغه په وينا بحث كړې او د هغه كاري لومړيتوبونه يى څيړلي دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې له ولسمشر كرزي نه نړيوال ملاتړ ته په اشارې ليكلي، چې حامد كرزې د هيواد ملي او سياسي بې بديله شخصيت دې.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې په حواله ليكلي، چې د افغانستان نوې حكومت بايد موثره او ځواب وركوونكې وي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ميرمن كلنټن د لوړې په مراسمو كې د ولسمشر كرزي د وينا هركلې وكړ او ويويل، چې د فساد پر ضد د مبارزې ژمنه بايد عملي شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د لوړې په مراسمو كې د ولسمشر كرزي په وينا تبصره كړې او سره له دې، چې هغه يى هيله بښونكې بللې ليكلې، چې د ښاغلي كرزي په وينا كې د انتقالي عدالت او د بشر د حقوقو ځاى خالي وو.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا په افغانستان كې د ماشومانو روان حالت څيړلې او ليكلي، چې له ماشومانو نه د ناوړې استفادې په پيښو كې زياتوالې راغلې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو تبصره كړې او ددغو مراسمو د يو انځور د خپرولو ترڅنګ ليكلي، چې پدې مراسمو كې استاد رباني، محمد يونس قانوني او احمد ضيا مسعود ګډون نه و كړې.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې له طالبانو سره د جوړ جاړي په اړه روانو هڅو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د برتانوي چارواكو دا ټينګار راخستې، چې طالبانو ته بايد په دولت كې ونډه وركړاى شي.