کور / تازه خبرونه / هلمند کې طالبان وژل شوي

هلمند کې طالبان وژل شوي

په هلمند ولايت کې په لسګونو وسلوال طالبان وژل شوي دي، د اتلافي ځواکونو يوه وروستۍ خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د شنبې په ورځ دغو ځواکونو له افغان سرتېرو سره يوځاى د وسلوالو طالبانو له وسلوالې نښتې سره مخ شول، چې وروسته په هوايي بمبارۍ کې په لسګونو وسلوال طالبان ووژل شول.


په اعلاميه کې راغلي چې په دې عملياتو کې ولسي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.