کور / کتاب / د عبدالقديم پتيال زرپاڼه ناول چاپ سو

د عبدالقديم پتيال زرپاڼه ناول چاپ سو

د (زرپاڼه) په نامه ناول په دې وروستيو څو روځو كي د سنځر خپرندويه ټولني له خوا په ۱۲۱ مخونو كي له چاپه راووت.
دغه ناول د ايران مشهور هنري ناول ليكوال محمد حجازي ليكلى او عبدالقديم پتيال په پښتو ژبه ژباړلى دئ. نوموړى ناول په ۱۳۸۳ او ۱۳۸۴ لمريز كلونو كي، په كندهار مجله كي په پرله پسې توګه اتو ګڼو كي خپور سوى. چي اوس يې په كتابي بڼه د لوستونكو تر لاسونو ځان ور ورساوه.
د يادوني وړ ده چي د دغه ناول اصلي نوم (پريچهر) او په پښتو كي (زرپاڼه) نوم ور ته غوره سوى دئ.