کور / کتاب / د عبدالقديم پتيال ((انکار)) شعر غونډ چاپ سو

د عبدالقديم پتيال ((انکار)) شعر غونډ چاپ سو


د ښاغلي عبدالقديم پتيال لومړۍ شعري ټولګه د (انكار) په نامه په دې وروستيو روځو كي له چاپه را ووتله. دغه ټولګه چي ۱۶۸ مخونه لري، پر خړ كاغذ او رنګه وقايې د علامه رشاد خپرندويي ټولني له خوا خپره سوې ده.
پر نوموړې ټولګه د ارواښاد علامه رشاد بابا(رح) د (بل ياغي شاعر)، د نوميالي شاعر عبدالباري جهاني د (ځوان شاعر عبدالقدم پتيال) او د استاد محمد معصوم هوتك د (ځوان پتيال د بغاوت شاعري) تر سرليكونو لاندي سريزي او يادښتونه راغلي دي او همدارنګه د ښاغلي عبدالاحمدمحمديار او صادق ژړك شعرونه هم پر راغلي دي، چي ښاغلي پتيال ته يې ويلي دي.
نوموړى شعرغونډغزلونه، نوي او آزاد نظمونه او ځيني داستاني نظمونه په خپله لمنه كي را نغاړي.