کور / شعر / څو غزلونه

څو غزلونه


پيژندنه:


فهيم الله (امين زى) په کال ١٣٦٦ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٣لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون ادبياتودپوهنځى دانګليسي څانګې محصل دى. همداشان دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې فعال غړى اودميدان ځوانان دمجلې دليکنې اوکتنونکې ډلې څخه دى.


www.faheemaminzay.blogfa.com  په دغه وېبلاک کې دښاغلى فهيم الله امين زي شعرونه لنډې کيسې اونورې ليکنې خپرېږي چې دپښتوادب مينه والوته يې دلوستلوبلنه ورکوو


سهارماښام


فهيم الله امين زى


ترخه ترخه راته ووايه چې لرى درنه وګرځم


سترګوکې پوهيږم نه داعادت زه نه لرم


ته شه رانه لرى مانورپريږده ارمانوسره


ويره چې نه کړى داوجدان زه نه لرم


ستافکرکې ناست سرپه زنګون يمه سهارماښام


دامى کارو باردى نور جانانه څه کارنه لرم


ته کوى اقرار هميش چې زمادرسره نه لګى


زه دى دىخبروته جانانه ځواب نه لرم


ته که رانه لرى شوى ژوندون ته دپاى ټکى ګږدم


ځکه دخوبانو کلکسون کې زه يارنه لرم


تاسره مى مينه ده دابه رانه اورى تل


نوردزړګۍ سره څه اقرار اوګفتار نه لرم


ما(امين زى) سراومال قمار ايښى ستامينه کى


نور نوله رقيب سره څه داراومدار نه لرم 
 


اوبياهم ياره


فهيم الله امين زى


مه لټوى زړه مې پرهارى ياره 
پريږده پرې زخمونه پخوانۍ ياره  
څنګه دې زه هيره کړم هيريږې نه  
تاپسې مې کړي دي خواري ياره  
نه به درته وايم په ماڅه وشوه  
تاچې درقيب کړه پلوي ياره  
تابه ورته څه ويل دانه پوښتم 
ودې کړه له ماځينې دوري ياره 
بس په زوره ووايه چې يار دې يم 
نورمې نو کم زورمه ازميه ياره 
ته چې زمانه منې زه څه وکړم 
تل کوې له مانه سرکشي ياره 
مه ګرځه په ډډه رانه مه ګرځه 
راشه راسره وکړه دوستي ياره 
څه وشوه زماپه ليلاڅه وشوه 
ماسره يې وکړه بيوفايي ياره 
دانوراته مه وايه چې صبرشم 
دامې دټول عمرده خواري ياره 
ورشه رقيب ورټه او وي رټه 
بيانوماته پريږده سر زوري ياره 
نارې کړه دکلي منځ کې نارې کړه 
وايه درسره يمه اشتي ياره 
نه راځي زما احوال ته نه راځي 
دامې د ليلاده بې ننګي ياره 
نه راځى احوال مې ديار نه راځى 
اوس يم ورپسى ډيرسودايي ياره 
لاړه بيوفاشوه رانه لاړله 
نورې به راوکړى څه کاني ياره 
نه مې ورته ښه نه ورته بدوکړه 
ماسره يې څه وه دښمني ياره 
ووايه احوال يې راته ووايه 
تاته يې څه کړى بهاني ياره 
نه مې شته په خواکې مې يار نشته دى 
يارځينې دوري مې ځوروي ياره 
ليکي درته څو کرښې به وليکي  
داد(امين زى) ده شاعري ياره 
 


غزل


فهيم الله امين زى


کرکه کوم له مينې دامې عادت شوى دى


له ښکلوګرځم لرې دامې عادت شوى دى


پروادهيڅ نه کوم دخپل پردي نه منم


له کلى ځم چې لرې دامې عادت شوى دى


ظلم زغملاي نشم،مظلوم ليدلاي نشم


نه شم ويلاي اغابلې دامى عادت شوى دى


له چاڅه نه غواړمه نه له چا تمه کووم


نه کړم تقديرځينې شکوې دامې عادت شويدي


کاروان ډېر لرې تللي پسې روان به يمه


جاري چې ساتم هڅې  دامې عادت شويدي


که سيم اوزرراکوي يا ځاي لږ برراکوي


نه چې غولېږمه پرې دامې عادت شويدي


مورهېرولاي نشم،خاوره پلورلاي  نشم     


  دايې راکړي چې شدي اوس مې عادت شويدي


د(امين زي) دنيا چې چا ورانه کړه


که ورته ځېرشي وروره تل به نفرت ترينه کوي 
 


ماويل ته يې   


فهيم الله (امين زى)


دسپوږمۍ خواکې رڼاوه ماويل ته يې


ټوله مينه وه ښکلاوه ماويل ته يې


رانه تلله مخ په وړاندې نه درېدله


لرې، لرې يې نڅاوه ماويل ته يې


تورپېکى يې چې په سپين رخسارراخورکړ


دسروشونډوچې موسکاوه ماويل ته يې


مکيزونه اونازونه يې وه هومره


چې له خياله دې خنداوه ماويل ته يې


دلېمولاندې يې ماپلو راکتلو


چې کتلې مې همداوه ماويل ته يې


وه دپيغلوپه کتارګودرپرغاړه


داله مخ ډله يې ترشاه وه ماويل ته يې


پښتانه له ځاې درانه يي (امين زيه)


شال کې پټه له حياوه ماويل ته يې

.