دپوهنتون تګ دښوونځي په شان نه وه.
کيسه
په لمړيو کې راته ډير په زړه پورې وو خو ورسته …
هوکې: زمونږ په ټولګى کې دنجونو تعداد زيات وو او ماته داډيره نوى خبره وه البته همدا دليل وو چې دپوهنتون سره مې مينه کميده، شپې ورځې همداسې تيريدى او ماته دپوهنتون تګ دښوونځي په شان نه وه هيڅ شوخى نه پيداکيده ټول زلمي هلکان او پيغلې نجونې وې او دشوخۍ امکان هيڅ نه له سترګو کيده خوسره له دى زه به هميشه په ټولګى کې حاضر وم اوکله به هم غيرحاضرنه وم. يوه ورځ دپوهنتون په انګړ کې يواځۍ ناست وم او دپوهنتون دښکلى فضا په تماشا کې غرق وم هاخواديخوامې کتل البته زمونږ دپوهنتون په انګړکې څوکۍ داسې نصب شوې وى چې يوه بلى ته مخامخ وه زه چې په کومه څوکې ناست وم هغه څوکۍ چې ماته مخامخ وه څوک هلته نه وه هاخواديخوامې وکتل څوک مې ونه ليدل ساعت ته مې وکتل لاټولګي ته دتلو وخت پاتې وو په سوچونو کې غرق ناست وم نه پوهيدم چې دڅه په لټه کې يم خودومره پوهيدم چې دمکتب هوامې لاپه سرکې دى او دشوخى په لټه کې يم څودقيقى نورهم دپوهنتون په انګړکې ناست وم او وروسته دټولګى په خوارهى شوم داوخت نودانګړټولى څوکې ګانى پرنجونو اوهلکانو ډکې وى، څو قدمه ولاړم چې يوهلک راباندى غږ وکړچې داکيليانى ستاسونه دى ماکيليانوته په ځيروکتل اودنه ځواب مې ورکړ څوقدمه نور ولاړم په جيبونومې لاس وواهه ومې ليدل چې زمامبايل او دموټر کيليانى نشته بيرته وروګرځيدم په هغه هلک پسى مې سترګى ډيرى وغړولى خو ومې نشوکړاى چې هغه هلک پيداکړ، ولاړم دموټرو پارکنګ ته او دموټرو ساتوونکې ته مې وويل چې زمادموټر کيليانى ورکې دى زماپه موټردى پام وى، اوبيرته پوهنتون ته ولاړم. کله چې هغې څوکې ته چې څوشيبى مخکې هلته ناست وم ورسيدم ومې ليدل چې هلته يوه نجلى ناسته او زمامبايل او دموټر کليانى يى په لاس وى ماورته وويل چې (وبښه داکليانى اومبايل دى له کومه کړل دازمادى) هغې وويل( مه پشتو ره نمې فامم واضح بگو چې گپ است) ماورته وويل چې( اي مبايل وکلى موتره از کجاکدى اي ازمه است) هغې څه فکر وکړاو وروسته له څه ځنډه يى وويل( چې بفرمايد که از شماست بگيريد) مبايل او کليانى يى راته ونيوى ما مبايل او کليانى ترى واخيسته او دمننى په ويلو سره تر رهى شوم او ټولګى ته ولاړم له درسه چې خلاص شوم ډير خسته وم دپوهنتون نه راووتم دموټرو پارکنګ ته ولاړم خپل موټر مې واخيست او کورته راغلم، تقريباً يوه يايوه نيمه اونى وروسته مې هغه نجلى بياوليده چې پرهمغه څوکې ناسته ده زه چې نږدى شوم ورته هغه له خپله ځايه پاڅيده او ماته يى سلام وکړ ماورته وويل چې(اي چوکې را اجاره کدى) هغه په خنداشوه او ويى چې (نى اگر شماميخواهيد مه ميرم) ماورته وويل چې (نى تو باش مه ميرم) هغې وويل چې (مه هم ميرم) ماورته وويل چې (بفرمايد) او دواړه دټولګيو ددهليز په لور روان شو، هغې سره مې په لاره ډيرى کيسى وکړى او هغه مې دهغوى دټولګى له وره پورى ورسوله او بيرته خپل ټولګى ته راغلم، شپى او ورځى همداسى تيريدى او مابه هره ورځ هغه نجلى ليدله هسى نه چې کوم کار مې ورته بند وو خونه مابه هغه ليدله او هغه به هم هميشه زمادليدو په انتظار په همغه څوکې ناسته وه او زماله راتګ سره سم به داټولګى ته تله مانو ديو ساتوونکې وظيفه لرله او هره ورځ به مې هغه دهغوى دټولګى له وره پورى رسوله، زه نه پوهيدم چې داسى ولى کوم البته مادهغې احسان نه هيراوه چې زمامبايل او دموټرکليانى يى راکړى وى. خو نه هسى نه وو ماکليانى نه په هغه ورځ په همغه څوکې هغې ته خپل زړه پريښى وو او هغې هم منلى وو.
راشه چې دواړه تري نفرت کړو
دغه دنيا ددې ارزښت نه لرى
هوکې: دازمادماتى پيل وو پس له هغې ورځى زماپه ژوند کې ډير بدلون راغې چا سره به مې په تريو تندى خبرى نه کولى هرچاته به مې په ورين تندى ځواب وايه ډير ښه وخت وو زماله ژوند سره مينه زياته شوى وه اود هرچابه مې له حده زيات احترام کاوه، وخت همداسى تيريده چې مونږ به کله هم ديوبل ليدل نه قضاکول يوه ورځ چې داپوهنتون ته نه وه راغلى ماته يوچادواده دبلنى يوه ښکې کارت راکړماهم کارت واخيست او دامې ترى ونه پوښتل چې دادچاله خوانه دى اوپه کوم مناسبت يى بللى يم په کارټ کې هم نااشنا سړى بللى وم چې نوم يى راته نااشناوو واده دښارپه يوه هوټل کې وو او واده هم دماذيګرله خوانه وو، واده ته ولاړم ټول خلک راته بيګانه معلوميدل او ماهيڅوک نه پيژاندل هرچاته به مې چې سلام کاوه دعليک سره به يى رخصتولم دهوټل په صالون کې يوه ميز ته کيناستم چې خالى وو خلک راتلل او دهوټل صالون ورور ډکيده او هغه ميز ته چې زه ناست وم هغه هم ډک شو چاراسره خبرى نه کولى او زماپوښتنى به يى لنډى ځوابولى.
په مادى ټول جهان خبر کړ
په تادى يو دادا خبرشو زړه دى چوينه
په فکرکې ناست وم چې داچادعوت کړى يى اوته هم راغلى يى راځه وګوره چې داواده دچاده او تاڅه پيژنى په همدى موخه ولاړم او دهوټل له ګارسون نه مې دواده دخاوند پوښتنه وکړه هغه هم راسن وروستم او دواده دخاوند په مخکې يى ودرولم هغه ډير مغرور انسان وو هسى لکه چې دانسانى پرزو نه جوړشوى وى بى له سلام او روغبړ نه يى رانه وپوښتل چې څوک دى پکار دى، ماورته وويل چې تاسوماپيژنى هغه وويل چې شايد اماداووايه چې څه غواړى او څوک دى پکاردى ماورته وويل چې غواړم وپوهيږم چې زه چادعوت کړى يم اوداواده دچا ده هغه له لاسه ونيلم او يو اطاق ته يى بوتلم چې هلته دننوتو اجازه نه وه او هغه يواځى دناوى دجوړيدو لپاره وه وريى وستم او راته وويى ويل چې اوس پوه شوى دچاواده ده ده لاخبره نه وه خلاصه کړى چې ناوى ځما پلو راوکتل ومې ليدل چې هماغه نجلى ده چې زما دموټرکليانى او مبايل يى راکړى وو په ژړاشوه او ويى ويل(از اى مصيبت دور برو دور اي انسان نى . . . ) چرت مې وران شو او همداسى دهوټل نه راووتم او لاتراوسه يم احوال نه لرم نه هغه زماانتطارکوى او نه هم زه هغه ترټولګى پورى رسوم