کور / اسلامي / د حق او باطل د جګړو نه ختمېدونکې لړۍ (۴)

د حق او باطل د جګړو نه ختمېدونکې لړۍ (۴)

درنو لوستونکو !

موږ د حق او باطل يا اسلام او کفر تر منځ د تل تر تله او پرله پسې جګړې او شخړي په هکله د اسلامي نړۍ د ځينو جيدو او نامتو عالمانو (٢٠) مقالې د انټرنيټ له بېلو بېلو ويب پاڼو څخه را اخيستي او ژباړلي دي. دغو سترو عالمانو په خپلو دغو مقالو کي د قرآن او سنتو په رڼا کي د خير او شر د جګړو په باب په زړه پوري معلومات راغونډ کړي، هريوه د دې جګړې بېل بېل اړخونه څېړلي، دهغې ستونزي او غوښتني يې په ګوته کړي او هر يوه په دې هکله خپل بېل بېل نقطه نظرونه څرګند کړي دي، چي لوستل يې په اوسنيو شرايطو کي ګټور او خوندور دي. ځکه نو موږ وپتېيل چي دغه مقالې تر پورته سرليک لاندي د لر او بر ويب پاڼي د اسلام د برخي له لاري ستاسو درنو لوستونکو مطالعې ته وړاندي کړو. (عبدالمالک همت)

څلورمه مقاله
د پيغمبرانو پيروان او د حق او باطل جګړه
ليکوال : استاد مصطفى مشهور
ژباړن: عبدالمالک همت

د حق او باطل د مقابلې او يو له بله مخنيوي او خير او شر ترمنځ د جګړې په هکله د لوى څښتن سنت غوښتنه کوي چي مسلمانان داسي دښمنان ولري چي د تاريخ په اوږدو کي تل د دوى خرابۍ ته سترګي پر لار پاته سوي دي او ډول ډول دسيسې ورته جوړوي. خو نتيجه تل د لوى څښتن د لښکرو او دوستانو په ګټه وي:

(كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ) (الرعد: من الآية17)

ژباړه: په همدې مثال سره الله د حق او باطل موضوع روښانوي. کوم چي ځګ دى هغه بې ګټي له منځه ځي او کوم شى چي د انسانانو لپاره ګټور دى هغه په مځکه کي پاته کيږي.

(وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً) (الاسراء :81) .

ژباړه: ووايه (اعلان وکړه) چي حق راغى او باطل له منځه ولاړ، بې شکه چي باطل له منځه تلونکى دى.

او مسلمانان څنګه چي پر حق دي تل د دوى د حقانيت له امله ځواکمن او پياوړي وي. خو څنګه چي د دوى دښمنان پر باطل ولاړ دي، له باطلو څخه د دوى د پلوۍ او د حق او د حق د پلويانو سره د دوى د دښمنۍ له دې امله تل بې واکي او ضعيف وي. مسلمانان ځکه ځواکمن وي چي لوى څښتن يې ملګرى وي او تر څو چي موږ د حق پلوي کوو او تمسک مو په کړى وي او عمل په کوو، نو لوى او قوي څښتن تعالى به پر دوى غالب وي، ځکه چي هغه د ظالمانو، ياغيانو او باطل پالو دښمن دى او د وران کارو او مفسدينو کار نه سموي. له دې امله موږ له لوى څښتن څخه د هغه څه تمه او هيله لرو چي دوى يې نه لري. د تاريخ په اوږدو او د ولسونو په تودو او سړو کي تل د حق او باطل په جګړه کي باطل او باطل پلوي مات او خوار سوي او حق او خاوندان يې بريالي سوي دي. حق سبحانه وتعالى فرمايي:

(قُلْ كُلٌّ مُتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَى) (طـه:135).

اى محمده ! دوى ته ووايه: هر يو د چاري پايلي ته سترګي پر لار دى، نو اوس تاسي هم منتظر اوسئ، ډېر ژر به درمعلومه سي چي څوک پر سمه لار تلونکى دى او چا سمه موندلې ده.

کله چي مسلمان د لوى څښتن د بلني او دعوتګرانو په هکله د تاريخ سترو پېښو ته ورګرځي، نو په زړه کي يې دا ورتېريږي او ويني چي په پيغمبرانو پسي تلونکى لښکر د توحيد رپۍ (بيرغ) اوچت وړي. د لوى څښتن پر لار روان وي او د لوى څښتن د هغه پيغام موخي ترسره کوي چي دا دنيا يې د هغه لپاره پيدا کړې ده، کوم چي د لوى څښتن په دې وينا کي يې يادونه سوې ده:

(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْأِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) (الذاريات:56)

ژباړه: ما پيرانان او انسانان د دې لپاره پيدا کړي دي چي يوازي زما عبادت وکړي.

نو کله چي موږ په پيغمبرانو پسي د دې تلونکي کاروان سره ملګري کيږو سره د دې چي عرب او مسلمانان د سخت تريخ حالت، کړاوونو او ډول ډول توطئو او دسيسو سره مخامخ دي، بيا هم موږ ته ټينګه هيله پيدا کيږي، په تېره د دې امت د راتلونکي په هکله د غيرتمنو او خواخوږو وګړو هيلي نوري هم زياتيږي. له دې امله موږ ته ښايي چي د پيغمبرانو د پيروانو د کاروان د دې مسير متابعت وکړو، پېښي يې لمس کړو او ورسره و اوسو او زموږ د اوسنيو واقعيتونو په اړه پند او عبرت ځني واخلو، په دې توګه به د هغو حقايقو په هکله زموږ يقين راسي چي زښت زيات مو هيله من کوي او د دې امت د ځلاندي راتلونکي په وړاندي ورونه پرانيزي، لوى څښتن فرمايي:

(وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) (العنكبوت:69)

ژباړه: کوم کسان چي زموږ په لار کي جهاد وکړي هغو ته به موږ خامخا خپلي لاري وروښيو او په باوري ډول الله د نېکوکارانو ملګرى دى.

حقيقت دادى چي د پيغمبرانو په دعوت کي تر ټولو ارزښتناک د لوى څښتن توحيد دى. په اسلامي عقيده او په هر هغه دين کي چي د لوى څښتن لخوا راغلى دى توحيد اساسي حقيقت باله سي. لوى څښتن فرمايي:

(وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ) (الانبياء:25)

ژباړه: موږ چي تر تا دمخه هر پيغمبر لېږلى دى، هغه ته مو دغه وحي کړې ده چي له ما پرته بل خداى نسته، نو تاسي همدا زما بنده ګي وکړئ.

دغه راز لوى څښتن فرمايي:

(لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحاً إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ) (الأعراف:59)

ژباړه: موږ نوح د هغه د قوم لوري ته ولېږى. هغه وويل: اى زما قومه! د الله بنده ګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هيڅ بل خداى نسته. زه پر تاسي د يوې لويي ورځي له عذابه بېرېږم.

بيا فرمايي:

(وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُوداً قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلا تَتَّقُونَ) (لأعراف:65)

ژباړه: او د عاديانو لوري ته موږ د هغو ورور هود ولېږى. هغه وويل: اى زما قومه! د الله بنده ګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هيڅ بل خداى نسته، نو آيا تاسي نه بېرېږئ.

بيا فرمايي:

(وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحاً قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ)(الأعراف: له ٧٣ آيت څخه)

ژباړه: او ثمودو ته موږ د هغو ورور صالح ولېږى. هغه وويل: اى زما قومه! د الله بنده ګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هيڅ بل خداى نسته، تاسي ته ستاسي د رب روښانه دليل راغلى دى.

همدغسي د ټولو پيغمبرانو بلنه يوه وه چي هغه همدغه يوازي د لوى څښتن عبوديت ته بلنه وه.

البته د توحيد د بلني له ابعادو څخه دادى چي له نورو ټولو عبادتونو څخه د ژغورني لپاره يې بنسټ ايښى دى. په هر شکل او بڼه چي وي؛ د يوه انسان عبادت بل انسان ته وي؛ د يوه قوم عبادت بل قوم ته وي؛ د شهوتونو او خوندونو عبادت وي؛ د هيلو او هوا او هوس عبادت وي؛ د دنيا سره د ميني او له مړيني څخه د بيري عبادت وي او که د ځان، مال او اولادونو په هکله د بيري عبادت وي. د دې ټولو ناروغيو علاج يو دى او هغه يوازي لوى څښتن ته د ځان سپارل دي. لوى څښتن ته ځان سپارل مسلمان له دې ټولو امراضو ساتي، له ټولو ناوړو قيدونو څخه يې آزادوي او مخ په وړاندي تلونکى مجاهد، د امت د مقدساتو، عزت او کرامت په هکله غيرتي او لوړ همتى شخصيت او د هغه د ارزښتونو ساتونکى او په دې لار کي د هر هغه څه چي لري يې ښندونکى ځني جوړوي. کله چي موږ قرآن کريم دې د مسلمانانو همېشني قانون ته مراجعه کوو وينو چي دغه قانون د پيغمبرانو پيروان سترو چارو ته ګومارلي دي. هغه د آسماني پيغامونو تاريخ او هغو ظلمونو، زورونو او پوسخندونو ته اشاره کوي چي پيغمبران عليهم افضل الصلاة والسلام ورسره مخامخ سوي وه. په دې قانون کي موږ مومو چي د حق او باطل، توحيد او شرک، ايمان او کفر تر منځ همېشنۍ او پرله پسې جګړه روانه ده او مومو چي عاقبت او ښه نتيجه تل د پرهېزګارو مومنانو ده او ماته او هلاک د مستکبرانو، ظالمانو او سرکښانو برخه ګرځېدلې ده. حق سبحانه فرمايي:

(وكان حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ)(الروم: له 47آيت څخه)

ژباړه: او پر موږ د مومنانو مرسته اونصرت لازم دى.

بل ځاى فرمايي:

(وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنْشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْماً آخَرِينَ) (الانبياء:11)

ژباړه: څوني ظالمي سيمي دي چي موږ وراني ويجاړي کړې او له هغو وروسته مو نور قومونه راپاڅول.

بيا فرمايي:

(وَكَمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءَهَا بَأْسُنَا بَيَاتاً أَوْ هُمْ قَائِلُونَ، فَمَا كَانَ دَعْوَاهُمْ إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا إِلَّا أَنْ قَالُوا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ) (لأعراف:4-5)

ژباړه: او څونه کلي دي چي موږ پوپنا کړه، پرهغو په ناڅاپي ډول زموږ عذاب د شپې راغى، يا په رڼا ورځ په داسي حال کي پر راغي چي د غرمې استراحت يې کاوه. کله چي پر هغو زموږ عذاب راغى، نو د هغو پر ژبه له دې وينا پرته بل څه نه وه چي موږ په رشتيا سره ظالمان وو.

دغه راز فرمايي:

(ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا كَذَلِكَ حَقّاً عَلَيْنَا نُنْجِ الْمُؤْمِنِينَ) (يونس:103).

ژباړه: بيا موږ خپل پيغمبران او هغه کسان چي ايمان يې راوړى ژغورو، همدغسي حق دى پر موږ باندي چي مومنان وژغورو.

دغه راز موږ مومو چي دغه قانون ښيي چي ولسونه د توحيد د لاري په اخيستو، لوى څښتن ته په تسليمېدو او په مځکه کي د هغه د احکامو په پلي کېدو سره څنګه سر لوړي کيږي، بنسټونه يې پياوړي کيږي او پر مختګ ورپه برخه کيږي. او که په دغو چارو کي پاته راسي څنګه راپرځول کيږي او فاسديږي او څنګه د ډول ډول ظلمونو توري تياري پر راخپريږي، بډايان يې په فسق او فساد ککړيږي، سره بېليږي او يو له بله په شخړو، تاوتريخوالي او جنګ جګړو اخته کيږي.

نو د دې لپاره چي موږ په دغو ناورينونو نه سو اخته او عبرت ځني واخلو قرآن کريم هدايت راکوي چي له دغسي چارو څخه په کلکه ډډه وکړو. په دې هکله حق سبحانه وتعالى موږ ته فرمايي:

(ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّراً نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ) (لأنفال:53)

ژباړه: دا له دې امله ده چي الله هيڅ يو نعمت چي يوه قوم ته يې ور کړى وي تر هغو پوري هيڅ نه بدلوي تر څو چي هغه قوم دغه حالت چي دوى درلود نه وي بدل کړى. او په دې سبب الله د هر څه اورېدونکى او په هرڅه پوهېدونکى دى.

دغه راز فرمايي:

(لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءاً فَلا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ) (الرعد:11)

ژباړه: د انسان وړاندي وروسته د هغه ( څښتن تعالى) ټاکل سوي څارونکي دي چي د الله په حکم سره هغه ساتي. الله د هيڅ قوم حالت نه بدلوي تر څو پوري چي هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي. او کله چي الله کوم قوم ته د سزا ورکولو پرېکړه وکړي نو د هغې مخنيوى د هيچا په وس کي نه وي او نه له الله پرته څوک د دغسي قوم ملاتړ او ساتنه کولاى سي.

او موږ ته وايي:

(فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ) (الحشر: له ٢ آيت څخه).

ژباړه : نو عبرت واخلئ اى د سترګو خاوندانو!

لکه چي څرګنده ده ټول آسماني اديان او پيغامونه د اسلام د سپېڅلي او همېشني دين په رامنځ ته کېدو سره ختم او منسوخ سول. دغه مبارک دين تر نن مهاله مسلمانو نسلونو تر موږ پوري را رسولى دى. د دغه دين د رامنځ ته کېدو او د هغه د متابعت له هماغي لومړۍ ورځي څخه دا دين د يوې داسي ستري شتمنۍ خاوند دى چي بل هيڅ دين يې نه دى خاوند. د دې دين تر وياړلي رپي (بيرغ) لاندي پر لوى څښتن او قرآن کريم باندي د ايمان لرونکو پرګنو ځواکونه اوسي او تل د هغه چا لارښووني مني چي د لوى څښتن او د هغه د پيغمبر لارښووني يې د خپلي لاري مشال ګرځولي وي.

المانى ختيځ پوه او سيلاني پاول سميت په خپل هغه کتاب کي چي د. بهي الخولى د “الإسلام قوة الغد” ( اسلام د نړۍ راتلونکى ځواک) تر سرليک لاندي ژباړلى دى او د اسلام په باب د لوېديځوالو نظر پکښي منعکس سوى دى، ليکي:

” په اسلامي ختيځ کي د ځواک بنسټونه درې شيان جوړوي:

لومړى: اسلام، په هغه باندي ټينګه عقيده او د هغه پر بنسټ د بېلابېلو ولسونو ترمنځ ورور ګلوي.

دوهم: د طبيعي شتمنيو ډېرښت، چي اروپا او نورو ته يې هيڅ نه اړباسي.

درېيم: د مسلمانانو د زاد او ولد د ډېرښت له امله د نفوسو ډېرښت، چي په دې توګه پرله پسې د مسلمانانو په شمېر او انساني ځواک کي زياتوب راځي“.

بيا خپلي خبري داسي پاى ته رسوي:

” د دغو درو ځواکونو يوځاى کېدو د عقيدې پر يووالي او د لوى څښتن پر توحيد د هغو د ورور ګلوۍ او يو والي مزي ټينګ کړي دي او د هغو طبيعي شتمنۍ او د شمېر پر له پسې ډېرښت اروپا او په منطقه کي ( چي د ټولي نړۍ مرکز دى) د اروپايانو نړيوال سيادت ته بېروونکى خطر ګرځېدلى دى “.

بيا د مسلمانانو پر ضد د لوېديځ د پاڅوني په موخه ليکي:

” د لوېديځ خلکو او حکومتونو ته ښايي چي سره يو سي او صليبي جګړې په بله بڼه او په داسي توګه چي د اوسنيو شرايطو سره توافق ولري، خو اغېزمني او پرېکړوني وي پر مسلمانانو له سره وتپل سي“.

او دا هغه څه دي چي نن ورځ په سيمه کي عملي کيږي او يو په بل پسې پېښيږي. صهيونيستان هر څه په آزاده پښه ترسره کوي. مسلمانان په پر له پسې توګه، په داسي ډول په توپونو، الوتکو او نورو وسلو بمباري کوي او وژني چي ټوله نړى يې ننداره کوي. امريکايې په ټولو امکاناتو ملاتړ کوي او د مسلمانانو وژلو او دښمنۍ ته يې نور هم هڅوي. خو مسلمان بيا هم په ډول ډول ناروا تورونو تورنيږي او هر ځاى تر تعقيب او څار لاندي دى. د عربو د ټولني مشر عمرو موسى وايي:

” په مسلمانانو کي بيا عرب مسلمان تر څو چي خپل برائت ترلاسه کوي تر ټولو لومړى تورن وي، په تېره چي نوم يې محمد وي“.

په دې توګه د دغي معرکې حقيقت نن مهال دغي پولي ته رسېدلى دى، او دا د عقيدې او ايمان معرکه او د مسلمان د شتون د ختمولو معرکه ده، نه د ځينو پولو پر سر شخړه او جګړه.

پر دې بنسټ پر لوى څښتن باندي د ايمان راوړونکو او د هغو چي بېله مادياتو پر بل څه ايمان نه لري تر منځ جګړه پاى نه لري او پرله پسې به روانه وي.

له دې امله پر اسلامي امت چي د داسي سترو خطرونو سره مخامخ دى چي ټول عرب او مسلمانان پکښي سوځي او کړيږي، لازمه ده چي د يوې داسي وسيلې په هکله خبري وکړي چي له ورکېدو، وژنو او نورو ټولو ورپېښو بخولو او ناورينونو څخه يې وژغوري. موږ ته ښايي چي راويښ سو او د دغو زړه بوږنوونکو او ان د مړو زړونو پاڅوونکو پېښو په وړاندي عکس العمل وښيو او له هغو څخه د وتلو د لاري د موندلو په لټه کي سو. موږ د وسله والو شرمښانو، د ستورو او الوتکو د جګړې او زموږ پوپناکېدو ته د منتظرو دښمنانو، ځناور صفتو او سراښو مادي پالو عناصرو په عصر کي اوسو. نو لازمه ده چي امت د خپلي ځواکمنۍ لومړني مصدر او هغه څه ته چي د ژوندانه راز يې پکښي نغښتى دى، چي د هغو دين او عقيده ده ور وګرځي. امت ته لازمه ده چي سترګي پرانيزي او خپلو اخلاقو، قرآن او اسلام ته وروګرځي.

لوى څښتن موږ ته په صراحت سره ويلي دي:

(وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَداً مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ)(البقرة: له109آيت څخه)

ژباړه: زياتره اهل کتاب غواړي چي په يو ډول نه يو ډول تاسي له ايمان څخه بېرته کفرته واړوي، که څه هم حق هغو ته څرګند سوى دى، خو د خپل نفس د رخې ( کينې ) له امله ستاسي لپاره دا غواړي.

د لوى څښتن د دښمنانو ټول جګړه ييز او امنيتي تدابير مسلمانانو ته د زيان رسولو او د هغو د خوارولو لپاره دي. لوى څښتن فرمايي:

(وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ) (آل عمران: من الآية118)

ژباړه: او تاسي ته چي په هرڅه زيان اوړي د هغو خوښيږي.

او فرمايي:

(وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ) (القلم:9)

ژباړه: دوى غواړي چي که ته يو څه نرم سې نو دوى په هم نرم سي.

بيا فرمايي:

(وَدَّتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ)(آل عمران: له69آيت څخه).

ژباړه: له اهل کتابو څخه يوه ډله غواړي چي په يو ډول نه يو ډول تاسي له سمي لاري څخه واړوي

بيا فرمايي:

(يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ)(التوبة: له 8 آيت څخه).

ژباړه: هغوى تش په خوله ستاسي د خوشالولو هڅه کوي، خو د هغو زړونه يې نه مني.

خو د مادي پالو کفارو د دې څرګندو پوپنا کوونکو دسيسو سره سره ډېر مسلمانان په بېغمه او ډاډه زړه اوسي. هو، په دغسي خطرناکو شرايطو کي چي مسلمانانو ته متوجه دي ډېر لږ مسلمانان د يهودو هغو دسيسو ته چي د مسلمانانو د بېخ ايستلو لپاره يې پر لار اچولي دي، پام اړوي او ډېر لږ کسان د دې بلا د دفعي او د اسلامي امت د نصرت لپاره را ويښ سوي دي. له بده مرغه ډېر مسلمانان د يهودو له هغو پټو پرېکړو، پلانونو او تصميمونو څخه خبر نه دي چي د يهودو د پوهانو او سياستوالو لخوا د يهودي پروټوکولونو په نامه په پټه تصويب سول او بيا کشف او رسوا سول. دغه پروټوکولونه هغه پټ خطرناک تصاميم دي چي تر اوسه تردې خطرناک څه نه دي کشف سوي. په دې پروټوکولونو کي داسي بندونه او فقرې ليدل کيږي چي د ستر يهودي دولت د جوړېدو په موخه هر فساد، جنګ جګړو او رذالت او ان نړۍ شمولي ورانۍ ته اجازه ورکول سوې ده. صهيونيستانو د نړۍ د دولتونو د راپرځولو او پوپناکولو او ستر اسرائيلي دولت د ټينګولو لپاره داسي پټ پلانونه طرح کړي دي چي د ناوړتيا سارى يې تر اوسه په نړۍ کي نه دى ليدل سوى.

نو لازمه ده چي مسلمانان د سرکښو او متجاوزو صهيونيستانو سره کوم چي د لوېديزو ځواکونو لخوا يې ملاتړ کيږي اوږدې جګړې ته ځانونه چمتو کړي. په کار ده چي د حق لښکري را ميدان ته کړاى سي او په کار ولوېږي. ځکه بيده بايد را ويښ سي، بې زړه ته بايد زړه ورتيا ورکړه سي او ضعيف بايد ځواکمن سي. د اورښت څاڅکي چي له دې او هغه ځايه سره يوځاى کيږي، سيل او سمندر کيږي. او بېله دې خنډونه نه ايسته کيږي. د دې متبرک دين له نښانو څخه يوه داده چي ستونزي او کړاوونه د مسلمان قوت او ځواک زياتوي او هر څونه چي پياوړى کيږي، هغونه يې پياوړى کوي او هر څونه چي لوړيږي، هغونه يې لوړوي. په تېره چي خطرات او واقعات له هره لوري پر راچاپېره سي او له هيڅ حوا هم ماي مرسته او نصرت نه ويني.

ډېرځلي په مسلمانانو کي دغه ذخيره سوي ځواکونه پر خوځښت راغلي دي. مثلاً کله چي پر بيت المقدس باندي د صليبيانو د ولکې پر مهال مسلمانان په ډېرو سختو حالاتو کي را ګير سول او ضعف او تفرقې شوم سيوري پر وغوړول، يو ناڅاپه يې غيرت پر ښور راغى او ويې کولاى سول چي د ”حطين“ په نامتو جګړه کي صليبيانو ته سخته او تاريخي ماته ورکړي او بيت المقدس بيرته ځني وژغوري. بيا يې په ورته شرايطو کي په
” عين الجالوت “ نومي ځاى کي تاتاريانو ته داسي ستره تاريخي ماته ورکړه چي په ګرده نړۍ کي يې د توپ غوندي آواز پورته سو. او يو وخت يې وکولاى سول چي د صليبي جګړې يو ستر طاغوت د فرانسې پاچا نهم لويي په جګړه کي ونيسي او د ابن لقمان په کور کي يې بندي کړي. (١)

بله خبره :

ځيني له خپلو دښمنانو څخه د عدل او انصاف په تمه دي!!

په دې هکله به د امريکې د مخکني ولسمشرجورج بوش وينا ته کتنه وکړو:

بوش د خپلي واکمنۍ پر مهال، يوه داسي وينا واوروله لکه کټ مټ چي يې شارون اوروي. هغه په دې وينا کي سخت وعيدونه او تهديدونه وکړل. لهجه يې ډېره اريانوونکې وه، خو تهديدونه يې تر هغې لازيات نادر وه. ګواښونه يې عربو ته متوجه وه. په فلسطين کي کړولو سوو او مغلوبو مسلمانانو ته يې د سزا ورکولو ګواښونه کول او په ترهګري او تېري او دښمني يې تورنول. دايې هم وويل چي عرفات بايد هرو مرو ګوښه کړى سي. بيايې خپلو چټياتو ته ادامه ورکړه او د فلسطينيانو د منځ مهالي حکومت د جوړولو وعده ويې ورکړه. د داسي حکومت وعده چي پر رېګو باندي د ولاړي خېمې غوندي وي او د لزوم پر مهال يې د را نړېدو امکان وي. پر کومه مځکه چي دغسي دولت جوړيږي کېداى سي هر وخت راوپرځول سي او چارواکي يې هر وخت هر ځاى ځني شړل کېداى سي.

په دې توګه صهيونيستو اشغالګرو ته د تېريو او دښمنيو د روانو ساتلو، له عرفات څخه د په رسميت پېژندني د اخيستلو، د هغه د عوض د ټاکلو او د صهيونيستانو د تصرفاتو او شرطونو د پلي کېدلو په هکله شين څراغ ولګول سو.

تر دې څرګندونو وروسته لازمه ده چي د ځينو هغو څرګندو حقايقو يادونه وکړو، چي ښايي تل مو په پام کي وي، څو د دې دښمنانو په هکله د نېک نيتۍ په لومه کي را ښکېل نه سو.

لومړى: امريکا اوس د نړۍ په کچه، په تېره پر عربي او اسلامي اورشو باندي د نفوذ او ولکې ټينګولو يوازنى ځواک ګرځېدلى دى.

دوهم: ټولو ته د يوه منلي حقيقت په توګه څرګنده سوې ده چي امريکا د عربو او مسلمانانو د حقوقو او قضاياوو پر ضد له دښمنۍ څخه ډک علني دريځ خپل کړى دى.

درېيم: اوس امريکا په ډاګه د ديکتاتورو او وګړني ضد دولتونو په ليکه کي درېدلې ده او د غاصبو او د فلسطيني وګړو پر حقونو او ژوند باندي د تېري کوونکو صهيونيستانو په ښکاره توګه بشپړ ملاتړ کوي.

څلورم: دا غير منطقي خبره ده چي ځيني له دغسي عناصرو څخه انتظار ولري چي دوى به د عدل او انصاف او د وګړو د حقونو د منلو دريځ غوره کړي.

لکه چي متل دى ” ما أشبه الليلة بالبارحة “(١) ننني دښمنان هماغه پروني دښمنان دي او هماغه لوبه پر مخ بيايي چي د دين دښمنانو د قرآن کريم د نزول پر مهال پر مخ بيول. لوى څښتن د دوى په هکله وايي:

(يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ، هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) (التوبة:32 -33)

ژباړه: دوى د خولو په پوکلو سره غواړي چي د لوى څښتن رڼا مړه کړي، خو الله د خپلي رڼا له بشيړولو پرته منونکى نه دى، که څه هم د کافرانوخوښه نه وي. الله هغه ذات دى چې خپل پيغمبر يې د هدايت او حق دين سره لېږلى دى، څو هغه پر نورو ټولو مذاهبو لاسبرى کړي، که څه هم مشرکان ناخوښه وي.
ولا حول ولا قوة إلا بالله ، وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.

د دې لړۍ د شپاړسو نورو مقالو لوستل له لر او بر ډاټ کام څخه مه هېروئ.د تېرو برخو لپاره د لراوبر د اسلام برخي ته ولاړ سئ .
— ——————————————————————————

(١) په اوومه صليبي جګړه کي چي د فرانسې د امپراتور نهم لويي لخوا د مسلمانانو پر ضد په لاره اچول سوې وه ، د مصر د منصورې د تاريخي جګړې په ترځ کي صليبيانو ته درانه تلفات واوښتل. مسلمانانو د هغو بېړۍ، وسلې، مالونه او سرتېري په اوبو ورلاهو کړل، لويي چي د نس په ناسته
( اسهال) اخته سوى وو او پتلون يې مردار ګړى وو، د مسلمانانو لخوا د تېښتي په حال کي ژوندى ونيول سو،اسکندريې ته يې بوت هلته يې پر اوښ پړمخي سپور کړ، په ښار يې وګرځاوه او بيا يې تر يوې مياشتي د قاضي فخرالدين ابراهيم ابن لقمان په کور کي بندي کړ.

په دې جګړه کي تر دېرش زره زيات عېسويان ووژل سول او نژدې يو لک تنه ژوندي ونيول سول. څوک چي نه مسلمانېدل وژل کېدل او نور يې د قاهرې د مريانو د خرڅولو بازار ته بوتله. بيا د مصر ملکې شجرة الدر نهم لويي او د هغه بنديان ملګري د څلورو لکو دينارو فديې ( چي تقريباً د 500000 پونډو سره برابر وه او د جګړې د تاوان ورکولو په بدل کي خوشي کړل. د لويي ملګري ، په داسي حال کي چي هر څه يې له لاسه ورکړي وه، تش لاسونه فرانسې ته ستانه سول. خو لويي له شرمه فرانسې ته نه ولاړ. څلور کاله يې په عکا او يافا کي تېر کړل. پاى په ١٢٥٤ع.کال فرانسې ته ستون سو. چي بيا په بله صليبي جګړه کي چي د ده په مشري په لار اچول سوې وه په تونس کي ووژل سو. همت

(١) يعني نن شپه د برايي (تېري يا بېګانۍ) شپې سره څونه ورته ده. معنا دا چي په شر او غولونه کي د برابر والي له پلوه تېر کفار او اوسني کفار د اسلام سره په دښمني کي له يوه نصاب څخه دي

دا متل د دوو شيانو يا وګړو د احوالو او اوصافو د ورته والي پرمهال ويل کيږي.

دغه متل د لومړي ځل لپاره طَرَفه بن العبد (٥٤٣ ـ ٥٦٩م.) ويلى دى. وايي چي عمرو بن العبد البکري ملقب په طَرَفه په شعر سره خلک سپکول. ان چي د عربو د حيره پاچا عمرو بن هند هجو يې هم وکړه. له دغي هجوي څخه دغه پاچا خبر سوى وو. يو مهال داسي راغى چي طَرَفه له دغه پاچا څخه د څه غوښتلو لپاره ورغى، هغه په بحرين کي پر خپل والي باندي ليک ورکړ. ده داسي فکر کاوه چي په دې ليک کي والي ته د جايزي ورکولو سپارښتنه سوې ده، خو برعکس په هغه کي والي ته امر سوى وو چي دى ووژني، خو دغه والي يې له وژلو څخه ډډه وکړه، پاچا بل والي ورواستاوه او طَرَفه يې وواژه. وايي چي طَرَفه تر مرګ څه مهال د مخه لاندي شعر ووايه:

كل خليل كنت خاللته … لا ترك الله له واضحة

كلهم أروغ من ثعلب … ما أشبه الليلة بالبارحة ( د طَرَفه ديوان ١١٤ مخ).

ژباړه: (١) د هر هغه دوست سره چي زما دوستي سوې ده. لوى څښتن دې غاښونه ور وباسي. (٢) ټول تر ګيدړي چالاکه ختلي دي. نن شپه د پرونۍ شپې سره څونه ورته او مشابه ده. د طرفه په هکله د زياتو معلوماتو لپاره د ژباړن د ادب او ادبي کره کتني کتاب ٣٦٢ او ٣٦٣ مخونه وګوري.