کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف يې د صليبيانو سازشونه (۱)

عثماني امپراطوري او پر خلاف يې د صليبيانو سازشونه (۱)

يادونه :
د لراوبر ويبپاڼي اداره د افغانستان د سياسي چارو کارپوه او څېړونکي ښاغلي قريب الرحمن سعيد څخه د زړه له کومي مننه کوي چي د جلاوطنۍ په سختو شرايطو کي يې بياهم په پرله پسې ډول دخپل هیواد د ښه راتلونکي د پاره د خپل ولس پوهاوي او هغه ته د خدمت ملا تړلې ده .
د لراوبر ويبپاڼه وياړي چي د ښاغلي سعيدپه لاس په خوږه او روانه پښتو ژبه ژباړل سوي تاريخي ناولونه خپل لراوبرافغان ولس ته وړاندي کوي .
له ښاغلي سعيد صاحب څخه د زړه له کومی مننه کوو چي د خپلي نوي ژباړي ( عثماني امپراطورۍاو د هغې پر خلاف د صلیبیانو سازشونه : «یو تاریخې ناول ») د خپراوي وياړ يې لراوبر ته ورکړ .
لراوبر ويبپاڼه د ژبي د بډايني په برخه کي د ژباړي پلوۍ ده او پر ټولو هغو ليکوالو چي په بهرنيو ژبو پوهيږي ږغ کوي چي د خپلي ژبي د بډايني لپاره له بهرنيو ژبو مهيم او ارزښتناک اثار پښتو ژبي ته راوژباړي .

په درناوي
دلراوبر ويبپاڼي اداره

دمخلوقاتو دپالونکې ذات په نامه :

عثماني امپراطورۍاو د هغې پر خلاف د صلیبیانو سازشونه : «یو تاریخې ناول »۱
لمر خپله وروستۍ ساه اخسته او د پریوتواخري پړاو ته رسیدلې و، د ماښام تورې لوخړې په راپورته کیدووې او سوکه سوکه یي هرشې په خپلو وزرونو کې را نغاړه. دخانقاګانو او عبادتځایو څخه پورته کیدونکې تور دود،د فضا په لوړو کې په خپلو فکرونو کې ورک ، دهجر د تورې شپې په څیر خپریده . په همدې وخت کې یو زوړ سړې په یوې تورې تنومندې کچرې باندې سپور د بروصې د ښار څخه را ووت ، هغه د بروصې د ښار څخه لږ څه اخوا د یوه سراې تر مخ تیریده او د ښارڅخه لږ څه واټن لرې دپرتو غرنیو سیمو په لور روان و.
یوه ماښام دغه زوړ سپین ږیرې، د بروصې دښار تر څنګ د پروت سراې او د غرونود لړیو په منځنۍ برخه کې روان و چې دمخالف لورې څخه یي یو پوخ عمرې سړې په خپل آس سپور په ګړندۍ توګه راروان و ، هغه دغه زوړ سړې ته په را ورسیدو سره تم شو . زاړه چې کله د مخالف لورې په وګړي سترګې ولږیدې نو دخپلې تورې کچرې واګې یې را ښکودې او ودرید . د مخالف لورې را غلي کس د دغه زاړه ږیره ور په لور وکتل او ورته یې وویل :
« دروند برهان الدین صیب ! ته هره ورځ زما ددې سراې تر مخه تیریږي او زه هره ورځ غواړم چې له تاسره څه ووایم ، خو چپ پاته کیږم » .
د مخالف لورې راتلونکې همدومره پوهیده چې په تورې کچرې سپور دغه سپینږي ته برهان الدین ووایي، هغه سمدستي ددې خبرې غوڅې کړې او ورته یې وویل :
«ساروانه ! ستا د سراې کارونه څه ډول پر مخ ځي ؟ ایا ته غواړې د خپل سراې په اړه زما څخه څه ګیله او شکوه وکړې؟»
د برهان الدین ددې خبر ې په ځواب کې ، هغه راغلي سپور چې ساروان نومیده ، په خبرو پیل وکړ .
« درونده برهان الدینه ! زما د سراې کارونه ډیر ښه روان دي ، الحمد لله د سراې په برخه کې زه د ډیرې ښې برخې او ښه بخت خاوند یم . ډیره ښه ګټه لرم ، زه له تا څخه د خپل سراې په هکله کومه پوښتنه کول نه غواړم. بلکه زه چې له تا څخه کومه پوښتنه کول غواړم ، هغه دا چې، ته هره ورځ د بروصې له ښاره را وځي او زما د سراې تر مخ په تیریدو سره دغه غرنۍ سیمې ته ورځې ، نو ایا ستا هلته تګ کوم علت لري ؟ کوم راز په کې پټ دې ؟
د سراې د خاوند «ساروان» ددغې پوښتنې په اوریدو سره زاړه برهان الدین یو ځل بیا هغه ته په ژوره توګه وکتل بیا یې د خپلې کچرې په غاړه لاس و واهه او ویې ویل :
ساروانه ! هره ورځ ستا دسراې د مخه په تیریدو او د غرونو دغو لمنو ته زما ورتګ د علت پرته نه دې ، زه به تاته ددې تفصیل ووایم . نو واوره ساروانه ! زما یو دوست و چې ماته له ورور نه هم ډیر نژدې او خوږ و. دهغه نوم خیرالدین و. هغه د اسلام ددین ډیر ستر عالم و او په نیکۍ او خیر کې یو بې سارې انسان و. دغه اوسني سلطان مراد چې کله د رومیلیا ولایت ونیوه اوهغه یې د خپل سلطنت په پولو کې را ننویست ، نو زما دغه دوست ، خیرالدین ، د رومیلیا دغه نوي سوبه شوي ولایت ته د اسلام ددین د تبلیغ له پاره ولاړ . زه تاته دا هم باید روښانه کړم چې د رومیلیا ولایت د یونان د تهریس او مقدونیه د رایوځاې کیدو څخه جوړ شوې دې . خیرالدین دخپلو څو نورو مسلمانو مبلیغینو سره یو ځاې د تبلیغ کار پیل کړې و ، خو یواځې څو میاشتې کیدې چې هغه د تبلیغ ددغه سترکار د ترسره کولو له پاره هلته ولاړ خو یو شمیر نامعلومو نصراني صلیبیانو په هغه او دهغه په ملګرو یرغل وکړ او ټول یي له منځه یوړل .
دهغه وخته راهیسې چې د خیرالدین د شهادت خبر د هغه کورنۍ ته را رسیدلې، نو ښځې یې سوګند کړې او ویلي يي دي چې: « تر څومې چې د خپل میړه د قاتلینو څخه بدله نه وي اخستي او دخپل خاوند قاتلین مې له منځه نه وی وړې تر هغې به هیڅ په پښو نه کړم»
ساروانه ! زما د شهید شوې دغه دوست ، خیرالدین ، درې زامن وو ، دهغو څخه تر ټولو ستر یې د خپل پلار د بدل د اخستلو په خاطر د وژنکو پسې ووت. هغه لمړۍ د سلطان مراد په لښکر کې عسکر شو او بیا یې د رومیلیا د ولایت په لور مخه کړه ، په دغه وخت کې د سلطان مراد د لښکر یو سالار چې شاهین نومیده د رومیلیا څخه په تیریدو سره یي غوښتل په نورو ولایتونو هم حمله وکړي . ددې یرغل علت داو چې د بوسنیا ، بلغاریه اویو شمیر نورو صلیبي ولسونو د مسلمانانو پر خلاف یو اتحاد جوړ کړې و او د مسلمانانو په سیمو یې یرغل ور وړې و. هغوې غوښتل چې په ترکانو باندې حمله وکړي او دهغوې څخه سوبه شوې ولایتونه بیرته ونیسي . د صلیبیانو په دغه لښکر کې د البانیې ، ګرې ، مکیار او پولینډ جنګیالي هم شامل شوی و. ددغې متحده لښکر د مقابلې له پاره سلطان مراد خپل سالار ، لاله شاهین ، تر قوماندې لاندې یو لښکر ور ولیږه . لا له شاهین په ډیره هوښیارۍ سره دصلیبیانو ددې لښکر مقابله وکړه . لاله شاهین په دې پوهیده چې ددې د لښکر په مقابل کې د نصرانیانو د لښکر شمیره څو څو ځله ډیره ده. په دې اساس ، کله چې ددواړو لښکرو تر منځ جنګ په عروج کې و ، نو لاله شاهین په ناڅاپی توګه خپلې لښکرې شاته کړې او وروسته ولاړ . نصرانیانو فکر وکړ چې د ترکانو لښکر ته یې ماته ورکړې نو په دې خاطر یې هڅه کوله چې نور هم را مخته شي او فکر یې کاوه چې په دې تر تیب به وتوانیږي دترکانو څخه ټولې ولکه شوې سیمي بیرته تر خپلې ولکې لاندې راوړي . هغوې ددې سوبي په خاطر یو ستر جشن جوړ کړ ، ښه ډیر شراب یې و څښل او دشرابو په همدې بدمستۍ کې د سوبې د خوشحالیو په اوج کې شول ، او دا داسې وخت و چې لاله شاهین ورته د ډیره پخوا څخه منتظر و . لاله شاهین د نصرانیانو له دې بدمستۍ څخه ډیره زیاته ګټه پورته کړه . هغه وخت چې هغوې په نشې کې مست او ډوب وو، نو هغه پرې ناڅاپه ورپریوت . کله چې نصرانیانو د ترکانو د عسکری ډول او بیم باجې ویرونکې اواز واورید نو اوسان یې ورخطا شول ، خو دا داسې وخت و چې تر څو چې هغوې د ځانونو د سنبالولو له پاره ځان خوځاوه ، نو لاله شاهین د هغې عام وژنه پیل کړې وه . هغه په دې جنګ کې داروپایانو متحد ځواک ته ډیره شرمناکه ماته ورکړې وه . د خیرالدین مشر زوې هم په دې جنګ کې ورګډ و. هغه ددې جنګ د پاې ته رسیدو وروسته په رومیلیا کې دخپل پلار د وژونکو په پلټنې پسې ولاړ . خو دهغه برخه هم ډیر بده وه ، ځکه د هغه د پلار وژونکو هغه هم په خپل جال کې را ګیر کړ او شهید یې کړ . خو بیا هم معلوم نه شول چې وژونکی یې څوک دي ؟ »
برهان الدین د خبرو په جریان کې لږ څه ځنډن شو، دهغه پرمخ باندې د ټولې نړۍ اندیښنې او ورانې ویجاړې را خپرې شوې . ترڅه وخته پورې یې خپل ځان کلک کړ، او بیا یې د خپلو خبرو لړۍ جاري وساتله او ویي ویل:
«ساروانه ! لکه څنګه مې چې درته وویل چې دخیرالدین د شهادت وروسته دهغې ښځې سوګند یاد کړ چې تر هغې چې دخپل میړه د وژونکو څخه یې بدل نه وي اخستې نو هغه به پڼې پښوته را نه وړی ، نو دخپلې مور د همدې سوګند د پوره کولو په خاطر ، او دخپل مشر ورور د وژل کیدو وروسته د خیرالدین بل ځوې د خپل پلار او ورور د وژونکو د پیدا کیدو او د هغوې د له منځه وړلو په خاطر ووت ، هغه هم د رومیلیا دولایت په لور مخه کړه، خو تر اوسه پورې د هغه په هکله څه معلومات نه شته ، چې هغه به د خپل پلار او ورور د وژنکو په پیداکولو او دهغوې څخه د بدلې په اخستلو باندې بریالې شوې وې او که نه . خو د هغې مور دخپل دغه ځوې د بیرته راستیدو له پاره سترګې په لاره ده .
ساروانه ! ، زما دوست درې ځامن درلودل ، یو وژل شوې ، بل د وژونکو د پیدا کیدو پسې د رومیلیا ولایت ته ورغلې ، او دریم یې همدلته دې . ددغه دریم ځوې نوم یې علي دې . ته په دې خبر یې چې زما یو ځوې و چې نوم یې علي و او ما ور ته ډیره ښه عسکري روزنه ورکړي وه ، هغه په لښکر کې شامل شو تر څو د قوم او ولس خدمت وکړي ، او بیا هغه دعلي څخه علي پاشا و ګرځي او د ترکیي په افق باندې و ځلیږي . خو زما بدقسمتۍ ته ګوره چې کله چې زما ځوې خپل عسکري روزنه پاې ته ورسوله او سلطان مراد دهغه په هکله په لښکر کې د داخلیدو احکام ورکړل ، هغه د آسپه را پریوت او وفات شو . څرنګه چې زما ښځه لا تر مخه وفات شوې وه ، نو د ځوې د وفات نه وروسته زما په نړۍ کې هیڅ څوک پاته نه شو . نو دخپلې دغه بې څوکه والي نه د په څنګ کیدو په خاطر مې د خپل دغه دوست خیرالدین د زوې په لورتوجه وکړه . دخوښۍ ځاې داو چې ددې هلک نوم هم علي دې . دعلي کورنۍ د یوه کوچنۍ رمې خاونده ده ،د دې رمۍ پالنه د غرمې تر وخته پورې پخپله علي کوی ، بیا دعلي مور او خور ددې رمې د پالنی له پاره د غرو لمنې ته ځې اوعلي د عسکري روزنې له پاره دمدرسي په لور ور ځي .
زه تاته دا هم باید ووایم چې ما په خپل خرڅ علي ته د بروصې په مدرسه کې ددیني اوعسکري زده کړو له پاره داخله اخستي ده . نژدې یوه اونۍ کیږی چې هغه خپلې عسکري او دیني روزنې سر ته رسولي او زه په دې ویاړم چې په دې مدرسه کې علي نه یواځې خپلې روزنې سر ته رسولي بلکه په ټولو کې اول نمره هم راغلي دې .
نن هغه وخت چې ما سلطان مراد ته د علي د دې لاسته راوړنو په هکله وویل نو سلطان د خپلې ځانګړې مهربانې څخه کار واخست او یواځې دا نه چې علي یې په خپل لښکر کې سالار و ټاکه بلکه په عسکرې روزنې کې دهغه په لمړي درجه را خلاصیدو یې هغه ته د«پاشا» نوم هم ورکړ. اوس هغه یواځې علي نه دې بلکه د نن وروسته هغه علي پاشا دې او دهغې دپاشا کیدو نوم هم د سلطان مراد لخوا ورکړل شوې او سلطان خپل لښکرته دا حکم هم کړې چې څرنګه چې علي همدا اوس اوس سالار ټاکل شوې نو په دې خاطر ورته ددې وروسته علي پاشا ووایاست . زه همدا اوس د غرود لمنو په لور رهي یم او هلته د علي د مور اوخور سره وینم او په هغوې دا زیرې کوم چې علي نه یواځې دا چې په لښکر د سالار په توګه و ټاکل شو بلکه د سلطان له اړخه ورته د پاشا لقب هم ورکړل شو تر څنګ یې هغه ته ویل شوې چې نن ماښام د سلطان په دربار کې حاضر شي . شونې ده چې هغه دسلطان له اړخه د پاشا د لقب په اخستو سره په کوم ازمیښت کې واچول شي . خو زما په فکر که هغه په کوم ازمیښت کې هم ور واچول شی نو هغه به ترې بریمند را ووځي ،په دې خاطر اوس نو د علي پاشا له پاره د راتلونکي پرمختګ او پر مختللو لارې پرانستل کیږی .
درونده دوسته ! زه ستا د سراې تر مخه هره ورځ د غرونو د لمنو په لور تیریږم او هلته د علي ، دهغه د مور او خور سره وینم . علي ما خپل زوې ، دهغه مور ما خپله خور او دهغه خور ما خپله لور ګڼلې . نن زه ډیر خوښ یم چې د علي د روزنې کوم کار چې ما پیل کړې و هغه په ډیره ښه توګه پاې ته ورسید . په دې ډیر خوښ یم چې نه یواځې دا چې علي ته د پاشا لقب ورکړل شو بلکه دسلطان مراد په لښکر کې د یوه تکړه سالار په څیر په دنده هم و ګمارل شو . اوس زه ځم چې د علي ددغه بریاوو په هکله علي ، دهغې مور او خور هم خبر کړم او زما په خیال چې ته به د خپل سراې په لور ورځې .
دبرهان الدین دې خبرو ساروان تر ډیر اغیز لاندې راوست . تر یوه وخته پورې خو چپ چاپ پاته شو بیا یې د برهان الدین په لور وکتل او په ډیره عاجزۍ سره یې وویل :
«دروند برهان الدینه ! که ته یې بده و نه ګڼې او ماته اجازه راکړې چې زه هم ستا سره ملتیا وکړم نو ایا زه ستا سره هلته تللاې شم ؟ زه غواړم چې ددغه میړنۍ ښځې سره ، چې زوې یې علي پاشا او د سلطان په لښکر کې سالار ټاکل شوې ، او سوګند یې یاد کړې چې «تر هغې چې د خپل میړه د وژونکو څخه بدله وانخلي پڼې به پښو ته را نه وړي »، یوځل ووینم. درونده برهان الدینه ! دداسې میړنې ښځې سره کتل هم یوستر ویاړ دې او اوس خو هغه ستا خور ده ، نو سر له ننه هغه زما خور هم ده . ایا زه له تاسره یوځاې ددې سترې ویاړلې ښځې سره د کتلو ویاړ تر لاسه کولی شم ؟
د ساروان د خبرو په اوریدو سره د برهان الدین پر مخ باندې د خوښې نښې را ښکاره شوې ، او په خوږه ژبه یې وویل . « ساروانه ! بې له ویرې ته زما سره تللاې شې ، را ځه ددغه مخته غرو لمنې لورې ته ځو . فکر کوم چې علي پاشا به لا تر اوسه پورې هلته نه وې رارسیدلې ، د خپلې روزنې د تر سره کیدو نه وروسته اوس هم هغه هره ورځ خپل ښوونځی ته ځې او خپل عسکری تمرینات کوي ، خو زما زړه وایې چې زمونږ تر ورتلو پورې به هغه هم هلته راشي، ځکه چې د ماښام د رارسیدو تر مخه درې واړه مور، لور او زوې خپله رمه دکور په لور راوړي ، کور یې د بروصې د ښار په شمالې څنډه کې پروت دې . را ځه چې وخت له لاسه ورنکړو او د غرنو دلمنو په لور وخوزیږو .»
ددې خبرې سره سم برهان الدین خپلې کچر ته او ساروان خپل آس ته لښته ورکړه او د غرونو د لمنې په لور و خوزیدل .
کله چې د واړه د غره لمنې ته ورسیدل نو ویې کتل چې له یوه اړخه یو آس سپور په ځعاسته را روان دې ، دبرهان الدین مخې ته د را رسیدو سره سم هغه و درید د خپله اسه را ښکته شو ، احترام یې په ځاې کړ، برهان الدین دهغه په کتلو سره خندونې شو او ساروان ته یې وکتل او ورته یې وویل : «دا هغه علي دې چې په هکله یې ما له تاسره خبرې کړې وې .»
ددې خبرې وروسته برهان الدین د علي او ساروان تر منځ پیژندنه وکړه او بیا یې دعلي په لور په کتلو سره وویل :
«علي زویه ! نن مې تاته یو ډیر ښه او خوشحالونکې خبر راوړې دې ، خو دا خبر به زه تاته ستا د مور او خور په موجودیت کې اوروم ، را ځه چې هلته د غره په لمن کې ستا دمور اوخور خوا ته ولاړ شو ، بیا به زه دا زیرې تا ته واورم ، دا یو زیرې نه دې بلکه ډیر زیری دي چې ستاسې د ټولو له پاره خوشحالونکي دي . را ځه ، زما سره راځه . »
ددې خبرې په اوریدو سره علي په خپل آس سپور شو او چپ چاپ دهغو سره یوځاې روان شو . په دې وخت کې ساروان په ډیره ژوره توګه په علي کې خپلې سترګې ور ننویستې وې . هغه کتل چې علي د لوړ قد خاوند او نوې زلمي دې ، دهغه ږیره لا تراوسه پورې پوره نه وه راوتلې ، بریت یې هم لا تر اوسه تور شوې نه و . ساروان دا هم وکتل چې علی د خپل وجود له اړخه دفکرونو په سمندر کې یو توپان دې ، هغه د خپل جسمانې جوړښت له اړخه هم د عظمت یو ستره نمونه وه . دزغم ، صبر ، استقامت ، جرت ، میړانې او همت نښې نښانې په کې ځلیدلې . دهغه د خبرو ، دهغه د اواز او څیرې څخه هم دا اندازه کیده چې هغه په خپل دغه کم عمر کې د وختونو دګرمیو او یخنیو ، تنګیو او پراخیو ، ناهیلو او هیلو ، ترخو او خوږو څخه په پوره صبر سره را وتلي او د خپل کړچار پاکوالې یې سر ته رسولې . ساروان به کله کله علي ته په ډیر شوق او ذوق سره کتل ، ان تردې چې دوې ټول یو ځاې د غرو لمنې ته ورسیدل ، هلته د یوې سترې غونډۍ د پاسه یوه ښځه د یوې لس یا دولس کلنې نجلۍ سره یوځاې ولاړه وه . هلته په ور رسیدو سره لمړۍ برهان الدین دخپلې کچرې څخه را ښکته شو ، همدا راز علي هم د خپل آس څخه لاندې را ټوپ کړ، دې دواړو ته په کتو سره ساروان هم د خپل آس څخه لاندې راغې ، برهان الدین د ساروان په لور و کتل او ورته یې وویل : « ساروانه ! دغه مخامخ چې کومه ښځه ولاړه ده دا د علي مور ده چې قیرات نومیږي ، اوکومه نجلۍ چې ته ویني هغه د علي خور ده او سریان نومیږي . ددې وروسته برهان الدین هغوې ته ساروان ور وپیژاند، اوس نو برهان الدین غوښتل چې خپلې اصلي خبرې ته راشي چې په همدې وخت کې درې سپاره د غرو په لمنه کې را ښکاره شول ، کله چې را نژدې شول نو ټولو کتل چې په دوې کې یوه نجلۍ هم ده او دا پاته دواړه سپاره په وسله سنبال دي ، د رانژدې کیدو سره سم دواړه ځوانان د خپلو آسونو څخه را ښکته شول خو هغه نجلۍ په خپل آس سپره پاتې شوه . علې دهغوې دواړو د لیدلو سره سم دهغوې په لور په چټکۍ سره ورغې او دهغوې سره یې بیا بیا غاړه ورکوله او تود روغبړ یی ور سره وکړ . دغه دواړه ځوانانو په داسې حال کې چې د احترام او درنښت په خاطر یی خپل سرونه ښکته نیولي و د برهان الدین سره هم تود روغبړ وکړ او بیا یې د ساروان سره لاس ورکړ .
علي او برهان الدین دهغوې دواړ و سره داسې روغبړ وکړ لکه چې د هغوی دواړو سر یې د پخوا څخه پیژندګلوی درلوده ، په دې وخت کې نه یواځې د علي بلکه د هغه د مور قیرات او خور سریان او برهان الدین سترګې هم په دغه نجلۍ چې لا تراوسه په خپل آس سپره وه و نښتې . ټولو وکتل چې د هغې په مخ په طلسمي غارونو کې د خوښیو د غږیدونکو نغمو او د سهار د ځوانۍ دښایست د جادو زړه وړونکې راښکود پروت دې . دهغې په سترګو کې لکه د ګل په غیږ کې منتظره د سهرا لاله ، د وصل ګلابي شونډو……او… د افسانوي ارایش او ښایست په څیر و .
ټولو دغه نجلۍ ته په ډیر غور او جذبې سره وکتل ، ټول یې د ښایست تر اغیز لاندې راغلي و. خو دغه نجلۍ پټه خوله ددوې تر مخه په خپل آس سپره ناسته وه. په دې وخت کې برهان الدین دغه نجلۍ ته ورغږ کړ او ورته یې وویل :
«اې لوري ! زه نه پوهیږم چې ته څوک یې ؟ او نوم دې څه دې ؟ که چیرې ددغو راتلونکو سره ستا کوم اړیکی یا کومه خپلوی وي ، نو لوري ! راښکته شه ، ولي د پردیو په څیر په آس باندې سپره ناسته یې ؟»
د برهان الدین دشفقت نه په ډکو خبرو سره …هغه نجلۍ وخوزیده ، له آسه را ښکته شوه ، او کراره کراره د برهان الدین په لور ورغله ، کله چې ور نژدې شوه نو برهان الدین ته یې مخ واړاوه او ورته یې وویل :
«درونده مشره ! زه هم نه پوهیږم چې ته څوک یې ، اوته ددغه خلکو سره چې دلته ولاړ دې څه ډول اړیکي لرې ، خو ستا خبرو ماته حوصله او جرأت راکړ ، تاچې ماته کله د لور په نامه غږ وکړ نو دغه غږ د ټولو هغه اندیښنو په اړه چې تر اوسه پورې زما په ذهن کې را ټوکیدلې وې تر یوه ځایه پورې کمښت راووست او زه به اوس په دې هکله لږ څه ډاډ منه یم چې ووایم ،چې زه به په دې سیمه کې د بدبختۍ او ذلت په مرګ نه مرم .»
ټولو واریدل چې ددې نجلۍ اواز داسې و لکه چې په دغه دشتو او غرونو کې د بابل جادو ، سِحر…او دسهار د هیلو عناصر خپاره شوي وي ، دهغې په اواز کې دومره خوږلنې او دومره خوند و لکه د بحر د څپو په طلاطم کې چې دکوم خوږ غږي غزل څپې اوریدل کیږي او یا لکه په بې خوبه شپو کې چې د ستورو د نغمو په ځواب کې د زمکې طلایې او نقرئي ګنګړي په یوه وار اواز راپورته کړی .
دغه تازه پیغله شوې نجلۍ ، دښایست او جمال نمونه چې کله چپ شوه نو برهان الدین ورته وویل چې :
« ګوره لوري! زه خو ستا له نامه سره اشنا نه یم ، خو تا ته دا وایم چې دلته په شک او شبه کې پرې نه وځې . که ته په دې زمکو او سیمه کې پردۍ یې ، نو داپه خپل زړه کې ولیکه چې ته هسې په ناکاره روحونو ، وحشتونو او وهمونو کې نه یې را ښکیل شوې ، بلکه د انسانانو تر منځ یې . دوې به ستا درنښت کوي او ستا سره به د انسانانو په څیر سلوک کوي . زما لوري : زه په دې هم نه پو هیږم چې ته د کومه ځایه راغلي یې ، کوم ځاې پیژنې ، د کومو قافلو سره اړیکې لرې ، د کومو کاروانونو سره ستا رابطه شته ، خو ددې ټولو سره سره بیا هم زه تاته ضمانت درکوم چې ته دلته خپل ځان د اوبو د راپیدا شوو پوکڼیو او یا د هوا د لمحاتو په ټال کې مه ګڼه ، دلته به ستا عزت ، وقار ، او درنښت کیږی . او دا ولیکه چې لوڼی د پریښتو د زړونو څخه هم ډیرې د زړه ډاډ او د خوبو نو دحقیقتونو سره نزدې والې لري . او س ته مونږ ته دخپل ځان په هکله ووایه چې ته څه ویل غواړې ؟ ستا په زړه کې څه ډول اندیښنې ، او څه ډول فکرونه اوړي را اوړی ؟ اې لورې ! ته څوک یې ؟ او دغه دواړه ځوانانو چې زما پیژندګلوې دي، ته ددوې سره ددغو سیمو لورې ته د څه دتر لاسه کولو له پاره راغلي یې؟
د برهان الدین ددې خبرو په اوریدو سره د نجلۍ په مخ کې د ځوانۍ زغم نور هم ډیریده ، هغه د پخوا څخه نوره هم په ډیره ډاډمنه توګه په خبرو پیل وکړ او ویې ویل چې لمړۍ تاسې ووایاست چې تاسې څوک یاستئ؟ دهغې وروسته به زه به خپلو خبرو پیل وکړم »
پخوا له دې چې برهان الدین د خپل ځان په هکله په څه ویلو پیل وکړي دهغو دوو کسو وسله والو څخه چې دغه نجلۍ یې تر دې ځایه راوړې وه یوه په خبرو پیل وکړ او ویې ویل :
«واوره ریونا ! دا برهان الدین صیب دې چې د ترکانو د اوسني سلطان ، سلطان مراد د زوې بایزید استاد او مربي دي ، بایزید ولیعهد دهغه همدومره درنښت اوعزت کوی لکه څومره چې دخپل پلار ، د ترکانودسلطنت د سلطان عزت کوي »
کله چې دې ځوان خپلې خبرې بندی کړې نو هغه نجلۍ چې دلته د ریونا په نامه یاده شوې وه برهان الدین ته مخ واړاو ه او ورته یې وویلې ،« درند برهان الدین صیب ! تر هغې چې ما پورې اړه لري نو زه باید تاته دا روښانه کړم چې زما نوم ریونا دې ، زه د یونان د رومیلیا د ولایت د تهریس د سیمې اوسیدونکې یم ، دا چې زه څوک یم ، ددوې سره ولې تر دې ځایه راغلې یم نو دا به دهمدې دواړو څخه کوم یو په تفصیل سره تاسې ته ووایي . زه به چپه خوله اوسم ، ګورم به او اورم به ، چې دوې زما به اړوند څه وایی . »
د ریونا ددې خبرو وروسته برهان الدین د هغو دواړو ځوانانو په لور په پوښتونکو سترګو وکتل ، بیا یې دپوښتونکي په توګه هغو دواړو ته په خبرو کې وویل . « ووایی چې دغه نجلۍ مو له کومه ځایه راوستې ؟ دا څوک ده اودې سیمې ته مو دهغې د راوړو څخه موخې څه دي ؟ ددې نجلۍ شکل وصورت ، کالي، د هغې مخ او جسماني جوړښت په ډاګه کوی چې هغه یوه نصرانی مذهبه ده .»
برهان الدین تر دې ځایه په خبروکې و چې دهغو دواړو ځوانانو څخه یوه يې په خبرو پیل وکړ .
« دروند برهان الدین صیب ! ته پوهیږی چې زه او زما دی ملګري د لښکر په هغې برخې کې دندې تر سره کولې چې د علي ورور هم په کې و . د جنګ نه د فارغیدو وروسته د علي ورور د خپل پلار او ورور د وژونکو د لټې له پاره ووت ، مونږ دواړه هم ورسره و . د تهریس په سیمه کې مونږه او د علی د مشر ورور د همغو قاتلینو سره مخ شو ، دهغوې سره دغه نجلۍ ، چې اوس ستاسې تر مخ ولاړه ده او ریونا نومیږي ، هم ملګرې وه . کله چې مونږ د هغو وژنکو سره ټکر وکړ نو څرنګه چې د هغوې شمیره له مونږ ډیره وه نو دهغوې څخه مو یو څو له منځه یوړل او پاته یې و تښتیدل . خو دغه نجلۍ زمونږ لاسوته راغله . د وژونکو سره د ټکر په وخت کې د علی مشر ورور سخت زخمې شو ، هغه ته دخپل ځان د پاته کیدو په هکله هیڅ هیله نه وه ، نو مونږ ته یې دا مشوره راکړه چې مونږ دغه نجلۍ دهغې مور او ورور ته ور ورسوو ، او هغوې ددې څخه و پوښتي چې قاتلین څوک او څومره کسان دي ، هغه فکر کاوه چې دا نجلۍ به قاتلین پیژني. نو دعلي د مشر ورور د وینا په اساس مو دغه نجلۍ له ځانه سره تر دې ځایه راوسته ، خو مونږ په ډیر خفګان سره دا خبره کوو چې د علي مشر ورور د زخمونو له لاسه و مړ او مونږ هملته په تهریس کې خاورو ته وسپاره .»
ددې خبرې په اوریدو سره د علي مور ، قیرات ، په زمکه را پریوته او په خپلو پښو یې لاس را ښکوده او واویلا یې پیل کړه . د علي کوچنۍ خور سریان ورمنډه کړه اوخپله مور یي په غیږ کې و نیوله ، علي هم ورمنډه کړه خپله مور یې په غیږ کې را واخسته او د هغې د ارامولو هڅه یې کوله ، خو قیرات په خپلو ورنونو باندې لاسونه وهل او دغم نه په ډک اواز سره یې ویل چې : «اې زما زویه ! …. زما زویه !… هغه خو زما د زړه د زخمونو ملهم ، زما د زړه د ورانو ویجاړو د ابادۍ له پاره تللې و ، زه څه پوهیدم چې هغه به د خپل مشر ورور په څیر دمرګ په پراخه سمندر کې غوټي خوري ، زه څه پوهیدم چې زما د رڼا هغه مینار به هم په تیارو توپانو اود سهرا په پراخه خړوبه کې ورکیږی .»
ددې خبرو تر څنګ به قیرات خپل دواړه لاسونه د پخوا څخه نورهم په کلکه په خپلو دواړو ورنونووهل او شور اوفریاد به یې کاوه. دخپلې مور دغه حالت علي ته د کتلو او زغم نه و نو سمدستې یې خپله مور ددواړو لاسو څخه ونیوله بیا یې هغه دخپلې سیني سره را یو ځاې کړه او په زړه ډکي اواز یې په ژړا ژړا کې ورته وویل:
«اې زما مورجانې ! مه ژاړه ، تر اوسه خو ستا زوې علې ژوندې دې ، زه له تاسره ژمنه کوم چې ستا د زخمونو مرهم به زه لټوم ، زه به کوڅه په کوڅه ، کلې په کلي ګرزیږم او تاته دا ډاډ درکوم چې زه به لکه په سمندر کې د راپورته شوو توپانونو، د خت د لامبو وهونکو سیورو ، او د اوربلونکې لاوې د سیلاب په څیر په خپلو دښمنانو باندې را پریوزم او د هغوې سرونه به پرې او ستا تر مخ به یې کیږدم. مورې ! که هغه وژونکی او قاتلان د زندان د اوسپنو د سیخانو تر شا هم پاته شي ، په یخو خوبونو او ګرمو سرابونو کې ورک هم شي … نو بیا به هم ، اې زما مورې !زه به د مرګ د ګډیدونکې څپې ….د پړکیدونکې ، کړکیدونکې بریښنا د لمحو …د وږو سترګو په څیر پر هغوې ورپریوځم او په هر صورت به دهغوې په وژلو دخپلې بدلې اخستو خوب ریښتیا کړم .»
غملړلې قیرات دخپل غم په فریاد او اه و زارۍ کې ډوبه وه ، سریان ته یې غاړه ورکړې وه او په کوکو کوکو یې ژړل . خو علي خپلې مور او خور دواړو ته تسلي او ډاډ ورکاوه ، په دې وخت کې هغه دوه کسه وسله والو ځوانانو څخه یوه یې دهغې نجلۍ په لور مخ واړاوه او ورته یې وویل :
ریونا ! دغه زړه ښخه چې ویني دهغې نوم قیرات دې ، او دا د هغې، مجدالدین، مور ده چې ستا د خپلوانو سره د ټکر په وخت کې ووژل شو. هغه نجلۍ چې د قیرات سره غاړه تر غاړه ده هغه د قیرات لور او د مجدالدین خور ده او هغه ځوان چې قیرات او دغه ځوانې نجلۍ ته ډاډ ورکوی هغه د مجدالدین کوچنې ورور دې ،مونږ دواړه اوس تا دغې درې واړو ته سپارو اوس نو دغه درې واړه چې له تا سره څنګه معامله کول غواړې همغسې به وکړی. خو تاته په کار دی چې هغوې ته د مجدالدین د قاتلینو په اړه معلومات ورکړې ، زمونږ له آنده په همدې کې تاته خیر دې.
قیرات ، سریان او علي درې واړو دا خبرې اوریدې ، تردې وخته پورې قیرات تر ډیره ځایه خپل ځان سنبال کړې و او را پورته شوه او په ورو ورو یې ریونا ته ځان ور نژدې کړ. ریونا چې کله هغه د خپل ځان په لوری را نژدې کیدونکې وکتله نوپه ټول وجود یې لړزه و لګیده ، شونډې یې په رپیدو شوې . د قیرات شاته سریان او علی هم را روان و ، هغې ته په را نزدې کیدو سره قیرات غوښتل څه ووایي خو دهغې څخه د مخه ریونا په ژړغوني او لړزیدونکې اواز وویل :
« زما د وژلو تر مخه زما یوه خبره واورئ ، دهغې وروسته چې بیا تاسې څه ډول غواړئ همغسې مې ووژنئ، خو زه تاسې ته ډاډ درکوم چې هغه څه چې زه وایم هغه رښتیا دی ، زه به هیڅکله هم ستاسې ددرې واړو تر مخه درواغ و نه وایم . زه ډیره خواشینې یم چې په هغې ټکر کې مجدالدین ووژل شو . مجدالدین ما ډیر ښه پیژانده ، دا چې څه ډول مې پیژانده دهغې په هکله به زه تاسې ته تفصیلې خبره وکړم ، دهغې وروسته تاسې پورې اړونده ده چې زما په خبرو باورکوئ او که نه . که ما ووژنئ او یا نه ، دا به ستاسې واک او اختیار وی خو هغه څه چې زه یې وایم تاسې یې په غور سره واورئ.»
قیرات، علي او سریان ریونا ته په رانزدې کیدو سره تم شول ، دهغوې په تم کیدو ریونا کې څه حوصله را پیدا شوه او یوځل بیا یې په خبرو پیل وکړ او ویې ویل :
«تاسې پوهیږئ چې څوکاله مخته مسلمانانو د یونان د تهریس ولایت سوبه کړ . زه دهمدې ولایت دتهریس اوسیدونکې یم ، د قاتلانو د لټون له پاره به ډیر وخت مجدالدین زمونږ دکلی لورې ته را ته . هغه شکمن و چې قاتلان زمونږ دکلي سره اړیکې لري . یا دا چې وژونکی زمونږ کلي ته تګ را تګ لري ، زه په خپله نه پوهیږم چې قاتلین او وژونکي څوک دي ؟ او دا چې هغوې دمجدالدین سره څه دښمني لري ؟ نو اې درنې ښځې ! په همدې وخت کې ستا د زوې ، مجدالدین ، لیدنه کتنه د زمونږ د کلي د یوې نجلۍ سره وشوه ، هغه نجلۍ پخپله نصراني وه او د یوې کونډې ښځې لور ده ، ستا زوې ، مجدالدین ، د همدغې نجلۍ سره لیدنه کتنه پیل کړه ، اخر دا لیدنې کتنې په نژدې اړیکو باندې تبدیلې شوې ، دغه نجلۍ هم مجدالدین سره مینه پیدا کړه او دهغې په خاطر یې نصرانیت پریښود او مسلمانه شوه او دهغې مور هم په اسلام باندي مؤمنه شوه . د واده کولو وروسته به ډیر وخت مجدالدین هملته زمونږ کلي کې اوسیده .اوبیا به د همغه ځایه څخه د خپلو دښمنانو د لټون پسې بیرون ووت . دغه نجلۍ چې اوس ددې ښځه وه هم دهغه سره د هغه ددښمنانو په لټون کې بسپنه کوله .
دا څه چې زه تاسې ته وایم د څوکالو پخوانۍ پیښه ده ، په دې وخت کې ددې ښځې د ګیډې څخه ستا د زوې دوه کسه زامن پیدا شول ، بیا څور ورڅې مخته زه د خپله کوره اوکلي څخه ووتم او نژدې یوه بل کلي ته چې زما د کاکا کور په کې دې ولاړم ، زما کاکا درې زامن لري ، دهغوې له ډلې څخه د تر ټولو کشر سره زما کوژدن شوې ده ، او شونې وه چې په ډیرو نزدې ورځو کې ورسره زما واده هم وشي . زه د خپل کاکا په کور کې څو ورځې تم شوم ، بیا هغه ځوان چې زما واده ورسره کیدونکې و دخپلو دوه نورو مشرانو ورونو سره یو ځاې غوښتل له ماسره زما د خپله کوره پورې راشي ، هغه وخت چې زه دهغوې سره د خپل کور په لورې را روانه وم نو ستا زوې مجد الدین او دهغې سره دغه دواړه ځوانانو پر مونږ حمله وکړه ، او په دې ترتیب وسلوال ټکر منځته راغي ، ددې ټکراو په پایلو کې هغه ځوان چې زما واده ورسره کیدونکې و له منځه ولاړ او ستا زوې هم ووژل شو ، خو زما د کاکا دوه زامنو ځانونه څنګ کړل او و تښتیدل ، زما کاکا هم په دغه ټکر کې له منځه ولاړ دهغې وروسته ستا د زوې په وینا دغه دواړو وسله والو کسانو زه و نیولم اودلته یې را ورسولم. په حقیقت کې دوې شکمن دې چې شونې ده چې زه قاتلین و پیژنم ، خو زه واحد او لاشریک خداې حاضر او ناظر ګڼم چې زه پخپله قاتلین نه پیژنم او نه ماته دا معلومات شته چې د مجدالدین ورور او پلار چا وژلی و . خو که چیرې مجدالدین ته شک وایې چې دهغه دپلار او مشر ورور په وژلوکې زما د کاکا او یا د هغې د زامنو لاس دې نو بیازه تاسې سره دا ژمنه کوم چې که چیرې زه ستاسې له خوا د وژلو څخه خوندی پاته شوم اوبیرته خپل کلی ته په تللو باندې بریالۍ شوم ،نو زه به حتما د قاتلانو پلټنه وکړم، دهغوې ځاې ځیګې به معلوم کړم او بیا به تاسې ته ووایم چې قاتل څوک دې ؟چیرې اوسیږي او ولي یې ستا میړه او دوه زامن وژلي دي ؟
تر دې ځایه د خبرو وروسته ،ریونا تم شوه ، ساه یې واخسته ، تر لږڅه ځنډه یې په ډیره ژوره توګه د قیرات په لور کتل او بیا یې په خبرو پیل وکړ.
«درنې مشرې ! که چیرې ته زما په خبرو باندې باور کوې نو بیا له تاڅخه غواړم چې ما ته بښنه وکړې ،زه به تاسې ته په دې اړه د څه معلوماتو د ترلاسه کولوپه خاطر خپلې هڅې پیل کړم . او تاته ډاډ درکوم چې زه به خامخا د قاتلانود ځاې ځیګې د معلومولو له پاره هاند و کړم او که چیرې تاسې دا سې فکر کوئ چې زه مجرمه یم او ستا د زوې په وژلو کې شریکه یم، نو بیا ته خپل زوې ته حکم وکړه چې خپله توره د تیکي را وکاږي او زما څټ ته یې را خلاصه کړی .» ددې خبرې سره سم ریونا د زنګونو په سر پر زمکه کښیناسته او خپل څټ یې را ټیټ کړ.
په دغه وخت کې نه یواځې قیرات او دهغې لور سریان بلکه ټول ولاړ خلک حیران دریان ولاړ و او د ریونا په لور یې کتل . قیرات مخته راغله او په خپلو دواړو لاسونو یې ریونا له شا څخه ونیوله ، پورته یې کړه ، او بیا یې د ډیرې میني ، او محبت نه په ډک اواز ورته وویل :
«ګوره لوري ! ستا د وجود رګ رګ ددې ګواهي ورکوي چې ته درواغ نه وایې ، ته ریښتیا وایې ، ته بې ګناه یې. خو ګوره لوري ! ته دلته زمونږ په سیمه کې زمونږ تر مخه د ځانتوالي ، زوال ،بیلتون او هجر ښکار شوې نه یې ، ته خپل ځان ته د یوې بې وطنې او بې کوره نجلۍ خیال مه کوه . واوره لوري ! که چیرې ته وعده وکړې چې ته به زما د زامنو او میړه د قاتلانو نښې نښانې را پیدا کوې نو زه تاته ډاډ درکوم چې زه به ستا دغه کړچار ته سلام وکړم ، ګوره لوري! که چیرې ته زمو نږ له پاره دا زحمت وګالې او زمونږ سره په دې هکله بسپنه وکړې نو دا به ستا پر مونږ هغه احسان وی چې مونږ به یې په خپل ژوند کې هم بدله پوره نه کړاې شو. واوره لوري ! تر هغې چې ستا زړه غواړې له مونږه سره اوسیدې شې دلته به ستا پالنه د یوې ډیرې سترې او دروندې میلمنې لور په څیر و شي. دهغې وروسته به په پوره خوندېتوب سره تا ستا تر کوره پورې د ورسولو انتظام زه وکړم . »
دقیرات ددې خبرو په اوریدو سره ریونا بلکل بدله غوندې شوه ، لږ څه مخته د هغې حال د ونو د زیړو پاڼو په څیر و خو اوس يي په مخ او څیرې باندې د خوښۍ نښې نښانې را څرګندې شوې وې . نو هغه سمدستې مخته ورغله د قیرات سره غاړې غړۍ شوه او په خپل ژړغوني غږ سره یې هغه ته په وینا کولو پیل وکړ .
«ته یوه ډیره مهربانه او درنده مور یي ، زه ستا دغه شفقت او مهربانۍ ته سلام کوم .که چیرې ته ما د یوې لور په څیر دخپله ځانه سره ساتې نو زه به دا کار د خپل ځان له پاره یوه نیک بختي و ګڼم اوکله چې تاسې ما په پوره خوندیتوب سره خپل کور ته ورسوئ نو دا به ستاسې پر ما باندې ډیر زیات احسان وي چې دهغې بدله به زه په خپل ژوند کې پوره نه کړاې شم . اوس زه ډاډه یم ، ستا دخبرو د اوریدو څخه ماته دا ډاډینه را پیدا شوه چې زه دغه سیمې ته د مرګ له پاره نه ، بلکه د ژوندۍ اوسیدو له پاره راغلي یم .
د ریونا په دې خبرو سره تر هغې ځایه چې د قیرات اوسریان په څیرو کې خوښې را ښکاره شوې وه نو هلته د علي ، برهان الدین ، ساروان خولې هم له خندا نه را ټولیدې ، په دې وخت کې برهان الدین څو قدمه را مخته شو د قیرات تر مخه ودرید او ورته یې وویل :
« قیرات ! زما درنې خورې ! د ریونا نومې دغه نجلۍ سره خو ستا معامله جوړه شوه ، خواوس چې زه د کوم زیرې کولو له پاره تاسې ته راغلي وم نو غواړم هغه تاسې ته ووایم. خو دهر څه د مخه ، درنې خورې ! زه ستا د زوې په اړه ، چې اوس کوم معلومات ډاګیزه شو، د زړه له کومې خواشیني وړاندې کوم . هغه ډیر پوه او بیدار هلک و ، خو هغه زیرې چې زه تاسې ته در کول غواړم هغه دادې چې تر سلطان مراد پورې دا خبر ور رسیدلې چې ستا زوې علي د جنګ او حرب ، اوهمدا راز په دیني درسونو کې په مدرسه کې تر ټولو په لمړۍ درجه بریالې شوې ، کله چې د سلطان مراد تر مخه ستا د زوې ، علي ، یادونه وشوه نو په هغه وخت کې یواځې زه نه ، بلکه ولي عهد بایزید ، د هغه زوې ، د بروصې ټول رئیسان ،علماء او سالاران هم ناست وو ، دهغوې ټولو په شتون کې سلطان مراد یوه قاصد ته حکم وکړ چې نن ماښام علی د هغه دربار ته راولي ، بیا زما درنې خورې ! په دې وخت کې ما په خبرو پیل وکړ او سلطان ته مې وویل چې علي به زه پخپله د خپله ځانه سره یو ځاې دلته را ولم . زه تا ته دا زیرې هم درکوم چې علي ته د کوم مهم کار د ورسپارلو دمخه سلطان هغه ته د «پاشا» لقب ورکړې دې ، همدا راز سلطان په بروصه کې او هم په خپل لښکر کې دا حکم کړې چې علی به ددې وروسته یواځې علي نه وی بلکه هغه ته به «علي پاشا» ویل کیږي . زه به تا ته دا هم ډاګیزه کړم چې کله چې نن علي د سلطان مراد دربار کې دهغه تر مخ وړاندې شی نوسلطان به هغه ته یوه درنده دنده سپاري تر څو د هغې کړچار ، مهارت ، حربي پوهه ، جرءت ،د توری وهلو او جنګی وړتیاو اندازه ځان ته معلومه کړي . که چیرې علي په دې دنده کې بریالې شو نو ستا دزوې ارزښت او شان به د سلطان مراد په آند کې د خپل زوې بایزید نه وروسته دویم کس ته ورسیږی .
دخبرو تر دې ځایه پورې برهان الدین لږ څه ځنډنې شو او بیا یې دوباره خپله وینا پیل کړه او ویی ویل :
زما خورې ، قیرات ! زه غواړم چې ته دخپلې لور سریان او د دغې بلې لور ریونا سره یوځاې خپله رمه حویلۍ ته یوسې ، زه به علي پاشا له ځانه سره محل ته یوسم ، تر څو یې هلته د سلطان مراد تر مخ وړاندې کړم ، زه په دې هم و پوهیږم چې سلطان مراد به علي پاشا ته کومه درنه دنده و سپاري .
د علي پاشا مور قیرات د برهان الدین ددې وړاندیز سره همغږې شوه ، په دې وخت کې دهغو دوو ځوانانوڅخه ، چې ریونا یې تر دې ځایه راوړې وه ، یوه وویل چې :
برهان الدین صیب ! او زمونږ په اړه څه فکر کوې؟
برهان الدین د دې خبرې په اوریدو سره هغوې ته وویل:
« تاسې دواړه اوس خپلو کورو ته ولاړ شئ او ارام وکړئ ، ستاسې څخه ډیره مننه چې دغه نجلۍ ریونا مو په خوندي توګه تر دې ځایه را ورسوله ، اوس دهغې په هکله پریکړه زمونږ کار دې ، تاسې دواړه رخصت یاست ، تللاې شئ .»
ددې خبرې په اوریدو سره هغه دواړه په خپلو آسونو سپاره شول او دهغې ځایه څخه وکوچیدل .
دهغوې د تللو وروسته برهان الدین د سراې دخاوند ساروان په لور وکتل او ورته یې وویل :
« ساروانه ! ته هم دخپل سراې په لور ولاړ شه ، تاسره خوبه لیدنې کتنې کیږې راکیږی .» ددې خبرې په اوریدو سره ساروان هم په خپل آس سپور شو او ولاړ.
ددې درې واړو د تللو وروسته قیرات ریونا ته وکتل او دمورني شفقت نه په ډک اواز یې ورته وویل :
«ریونا لوري ! ته هم په خپل آس سپره شه ، زه او سریان به خپله رمه سره را ټوله کړو او بیا به له دې ځایه کوچ وکړو .
ریونا ورته سمدستي په ځواب کې وویل چې :
« اې زما مینه ناکې مورې ! دا ته څه ډول خبرې کوې ، که چیرې ته رمه را ټولوې او زه په آس سپره اوسم نو زما څخه به ډیره بدبخته نجلۍ بله نه وي ، زه په خپله د رمې په راټولو کې له تاسره لاس کوم، ته دلته ودریږه، زه به دخپلې خور سریان سره یو ځاې د رمې حیوانات را ټول کړم ، بیا به ټول یو ځاې له دې ځایه وکوچیږو .
په دې وخت کې علي پاشا په خبرو کې راټوپ کړ او ویي ویل : له تاسې درې واړو څخه یو هم و نه خوځیږئ ، زه به رمه را ټوله کړم او تاسې ته به یې در وسپارم . تاسې درې واړه بیا هغه سنبال کړئ او تر کوره یې ورسوئ .»
بیا نو علي پاشا په منډه منډه ولاړ ، د رمې ټول ځناور یې سره را ټول کړل او قیرات ، ریونا اوسریان ته یې ورحواله کړل ، هغوې هم خپله رمه د بروصې د ښار په لور روانه کړه . ریونا په یوه لاس کې دخپل آس قیضه نیولې وه او بل لاس یې پورته پورته کاوه او رمه یې پرې کنترولوله . تر څنګ یې برهان الدین په خپله کچر او علي پاشا په خپل آس سپور شو او دوې هم د بروصې دښار په لورې روان شول .