دکابل چاپ د نننيو ورځپاڼو مهمو موضوعګانو ته کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې د افغانستان او نړيوالې ټولنې په اړيكو او همداراز د هيواد په امنيتي مسايلو مطالب خپاره كړي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د فراه ولايت د چارواكو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې د ايران له ملاتړه برخمن طالبان د قومي مشرانو سرونه غوڅوي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ايران طالبان روزي او په دې ولايت كې د تخريبي عملياتو د ترسره كولو لپاره افغانستان ته راليږي.

ورځپاڼې په همدې مخ كې د افغان ماشومانو د روان حالت په اړه د ملګرو ملتونو راپور راخستې او ليكلي، چې د افغان ماشومانو حالت د انديښنې وړ دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كابل ښاريانو په ستونزو تبصره كړې او پدې ترڅ كې خلك او چارواكي دواړه هڅولې، چې په ګډه شته ستونزې هوارې كړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې په اړيكو تبصره كړې او پدې ترڅ كې د لوړې مراسمو ته د ولسمشر كرزي وينا ته په اشارې ليكلي، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې به ددغو اړيكو د پراخولو لپاره زياتې هڅې وشي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په هيواد كې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د يو ملي غونډې د جوړيدو خبر هم وركړې او ليكلي، چې ټول خلك دې په دې برخه كې خپل ملي او اسلامي رسالت ترسره كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغانستان روان حالات څيړلي او پدې ترڅ كې دا يادونه هم كړې،چې په افغانستان كې سوله د سيمې او نړۍ د سولې په مانا ده.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې امريكا د ټولنې د دفاعي طرحې په مرسته د طالبانو په خلاف د قومي پاڅون زمينه برابروي.

ورځپاڼې په دوام كې د امريكايي چارواكو دا هيله هم راخستې، چې دا طرح به په زرګونو كسان د طالبانو په خلاف ودروي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا خبر وركړې، چې افغان حكومت غواړي د ملي اردو د سرتيرو شمير دوه لكه او څلويښت زره او د پوليسو شمير يو لك او شپيته زرو ته، چې د اوسنۍ شميرې دوه برابره كيږي ورسوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې دا ځلې د افغان چارواكو د ژوند كولو په طريقو، چې تر ډيره د لويديځ بڼه يى غوره كړې بحث كړې او هغوى يى هڅولي، چې د مصنوعي ژوند پر ځاى طبعي ژوند غوره كړي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك دې موضوع ته ځانګړې كړې، چې پاكستان په افغانستان كې ثبات نه غواړي.

ورځپاڼې په دوام كې ددغه هيواد استخباراتي اداره آې ايس آې هم تورنه كړې، چې تل يى د طالبانو ملاتړ كړې، څو په افغانستان كې امن او ثبات له منځه ولاړ شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هند د صدراعظم په حواله ليكلي، چې په پاكستان كې د ترورزم له پراختيا انديښمن دې او په افغانستان كې به د نړيوالې ټولنې ماتې د نړۍ لپاره له ناورينه ډك پايلې ولري.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د افغان ماشومانو د روان حالت په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور تبصره كړې او ماشومانو ته د ورپيښو ستونزو لاملونه يى څيړلې دي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د فساد د موجوديت په اړه كيدونكو تبليغاتو ته په اشارې ليكلي، چې دا فساد دومره هم ندې، چې رسنې يى په اړه خبرې كوي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د ويستلو په سر كيدونكي بحثونه څيړلي او پدې ترڅ كې د لويديځ د ځينو چارواكو په حواله ليكلي، چې له افغانستان څخه د سرتيرو د ويستلو د نيټې ټاكل به طالبان جسور كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د مليشو د جوړولو په سر بحثونه څيړلي او پدې ترڅ كې د كارپوهانو دا خبردارې راخستې، چې دا مليشې ممكن د يو بل او د حكومت او امريكايانو پر ضد هم وجنګيږي.

ورځپاڼې په استاد سياف د شوې حملې په اړه په يو مطلب كې دا خبر وركړې، چې له دې حملې سره په تړاو كې لس كسان نيول شويدي.

Copyright Larawbar 2007-2024