کور / علمي / مند یګک او د سند او بین النهرین سره دهغې اړیکي/دوهمه برخه

مند یګک او د سند او بین النهرین سره دهغې اړیکي/دوهمه برخه

ليکنه: زمری محقق – ډنمارک

دوهمه برخه

د مند یګګ بیلی بیلی طبقی د کښته څخه مخ په پورته دا ډول وی
د مځکی څخه مخ په پورته تر نهو طبقو پوری د نیمه کوچی ژوند نښی نښانی لیدل کیږی .
د دغو نښو له مخی ویلای سو چی تر یو وخته پوری د هغه ځای خلګو مالداری او نیمه کوچی ژوند درلودی او کورونو یی د اومو خښتو ( پخسه) څخه جوړ سوی وه او وروسته د اومو خښتو څخه جوړی سوی ودانی تر درو طبقو پوری لیدلی سوی دی .او د کلالی لوښی یی هم په کښته طبقو کی ابتدایی بڼه لرلی ده چی ورسته وروسته یی بڼه ښکلی سوی ده .څو چی د خټو تزین سوی لوښی رامنځ ته شول .او پر هغو باندی د حیواناتو مرغانو او بیلا بیلو ګلانو انڅورونه تصویر او نقاشی سوی دی  چی دا ډول نقاشی شوی کلالی لوښی د اتمی طبقی څخه وروسته ډیر زیات موندل سوی دی چی کویټی د شاوخوا سیمو څخه تر لاسه سوو لوښو سره زیات شباهت او ورته والی لری . د مسو او مفرغو فلزات د شپږمی طبقی څخه پیل کیږی او کله چی د پنځمی طبقی مر بوط اثار د کاربن چهارده تر وړانګو لاندی کیښودل سوه نو ددی طبقی تاریخ یی د میلا د څخه کابو ۲۶۲۵ کاله وړاندی و ښودی .او د موسیو کزال چی د تاریخ نه مخکی دوران متخصص دی ، په قول دغه غونډی څه د پاسه ۵۰۰۰ پنځه زره کاله عمر لری ، په همدی اساس ښایی د سند د موهنجدارو په پرتله زیاته لرغونی وی .
مند یګګ هغه لومړنی د تاریخ نه مخکی سیمه ده چی د جنوب مرکزی افغانستان په برخه کی په دومره اوږدوالی سره د لرغون پیژندیی د څیړنو له مخی کیندل شوی ده  چی د هغه له مخی د ایران او پاکستان د جنوبی برخو د تاریخ نه مخکی سیمو تر منځ ډیری مهمی اړیکی روښانه سوی دی په دغه سیمه کی د لرغون پیژندنی د مربوطو کیندنواو څیړنو په نتیجه کی تر لاسه سوی مواد زموږ له پاره د زیات ارزښت وړ دی  ځکه چی د هغه په اساس د پاکستان څخه د برونزو د عصرد موادو او د هغواثارو چی په ایران کی موندل سوی دی ، تر مینځ ګډی اړیکی څرکندیږی . »
په هر صورت د جغرافیایی پلوه  دغه لرغونی سیمه د کندهار په شمال ا ولویځ کی د کشک نخود د علاقه داری مربوط د شاه مقصود منطقی ته نژدی واقع سوی او دا چی مندګک د کندهار دو لایت د شمال لویدځ په څو کیلومتری کی پروت دی په دقیقه توګه نه دی اندازه سوی ځکه د مثال په توګه مور وینو څرګنده کړی ده چی د مند یګګ لرغونی سیمه د کندهار د شمال لویدځ په پنځوس کیلو متری کی د ګرشک کندهار د سړک څخه په شل میله فا صیله کی پرته ده . *
خو په بل اثر کی بیا ټینګار سوی دی چی مندیګک د کندهار په ۵۵ کیلو متری کی په یوه وادی کی چی د ارغنداب څخه را بیله شوی ده ، واقع شوی دی   *
په داسی حال کی چی په یو شمیر نورو مأخذونو کی څرګنده سوی ده چی دغه لرغونی سیمه د کندهار د شمال لویدیځ په شپږ کیلو متر کی واقع سوی ده . په هر صورت مند یګک یوه غونډی ده چی  تقریبآ د ۳۱ مترو په لوړوالی د ارغنداب د رود مربوط وادی او هیرمند د رود تر مینځ موقعیت لری دغه کلاچی د میلاد څخه دری زره کاله مخکی یعنی د اریانا د مهاجرت څخه پخوا د هنرمندانو د پیاوړو لاسونو په مرسته د لته او همدا رنګه په بلخ کی جوړه شوی ده حتی د اوس څخه په زرګونو کلو نو مخکی یو ستر ښاری ا و نظامی مرکز ؤ . خو نن ورځ پرته له یوی خرابی بل څه نه ښکاری لاکن بیا یی هم خپل تاریخی عظمت ساتلی دی .
په ۱۳۳۰ – ۱۳۳۸ کلونو کی د مند یګک په پخوانی سیمه کی د فرانسوی لرغون پوه له خوا
.  حفریات ، کیند نی او څیړنی تر سره سوی دی
د نوموړی هیآت مدیر ژان ماری کزل ددی لرغونی ښار په هکله خپل نظر داسی څرګند کړی    : دی
نوموړی حوزه زیاتی غونډی او کوچنی غرونه لری چی تر ټولو لوړه برخه یی د مځګی د سطحی څخه شل متره لوړ والی لری . د کشک نخود سیند چی د باران د اوریدو څخه څو ساعته وروسته وچیږی د سفلا په برخه کی پراخ شوی او په وچو غونډیو سره را چا پیر سوی دی  چی د ډبرینی دری ته په رسیدو سره پای ته رسیږی . ددی سیمی د اوسنی کلی خلک د هغو کاریزونو د اوبو څخه ګټه اخلی  کوم چی د غرو د لمنو څخه سر چینه اخل او د نوموړو اوبو په وسیله کښت او کروندی ته دوام ورکوی .
د لرغون پیژندنی د مربوطو کیندنو  او څیړنو څخه څرګنده شوی ده چی اوسنی مند یګګ د پخوانی سمسور مند یګګ سره زیات تو پیر لری د یو لړ هغو څا ه ګانو څخه چی کشف سوی څرګنده سو ی ده چی پخوا هم د اوبو سطح د نن ورځی يه پرتله ډیره لوړه وه . دغه برسیرونه موږ ته دا را ښیی  چی د لرغونی مند یګک مد نیت باید زیات سمسور او آباد وی چی ددی پنځه زره کلن ښار عمده څیری په پنځو پړاونو کیند نواو څیړنو په لړ کی څرګندی سوی دی . دا ښارد پخوانو وختونو کی د غیری مرءیی لارو مرکز ؤ پر  دغه لاری اوس هم د هغو کوچیانو له خوا چی په دی لارو خیمی او کږدیانی وهی ، تګ او راتګ  کیږی .
‍ددی پنځه زره کلن ښار څیره د لرغون پیژندنی د کیندنو او حفریاتو په اتــو پړاونو کی څرګنده سوی ده ، د مند یګګ د ښار او دهغه د ودانیو هسته په یوه استحکام سره احاطه سوی او د پنځه زره کلونو په اوږدو کی ددی ښار زیاتره بهرنی برخه تخریب او ورانه سوی ده .خو دا خبره حقیقت ته نژدی ده چی دغه ښار تقریبآ یو کیلو متره مربع ساحه په بر کی نیولی ده .
د استحکاماتو په دننه کی دوی لویی ودانی ښکاری چی د غټوالی له پلوه یی لومړی ته قصر ویلای سو چی د شمال خوای ۳۵ متره اوږدوالی لری ، د ختیځ لوری ته یی ددوهمی ودانی قصر او ماڼی پرته ده چی مذهبی مراسیم پکی  تر سره کیدل .
په یوه بله وړه کوټه کی یی خدای ته سوغاتونه موجود وه .سره له دی چی تحریری سندونه لږ دی خو بیا هم یوازی ددی سیمی د لرغونی معماری څخه پوهیدای شو چی په مندیګک کی پرمختللی عالی مدنیت موجود ؤ .
د مند یګګ خلکو د غنمو د کرلو اصول زده وه او هغه ډول غنم یی کرل چی د کابل په سیمه او د هند په شما ل لویدیځ کی هم مروج وه .دا ډول غنموغښتلی ساقی اوپستی دانی درلودی . چی د لږ حاصیل مځکی لپاره ډیر مساعد  غنم وه . د هغو فرهنګی زانګو د هند او بیڼ النهرین تر منځ سیمی ګڼل شوی دی هغوی د ژوندانه ډیر لرغونی وسایل لکه کوږ یوم استعمالوی چی داډول یوم د افغانستان د ملی موزیم د تاریخ نه مخکی وران په مربوطه ګوټه کی ننداری ته وړاندی شوی دی .
په پای کی د پروفیسورژان ماری کزل د څیړنو څخه څرګندیږی چی مند یګک د بشری مدنیت په وده کی د افغانستان رول او نډه د سکندر مقدونی دیرغل څخه بیا د میلاد څخه تر دری زره کاله مخکی زمانی پوری څرګندوی او ثابتوی چی د تارخ نه مخکی وران د پیل څخه دغه هیواد دخلکو د افکارو د ټکر مرکز ؤ د معماری او ودانیو جوړولو او مجسمه جوړولو په برخو کی دهغه وخت خلکو قوی او پیاوړی رول در لودی چی د افغانستان د لرغونی هنر لپاره په زړه پوری  او ساسی سریزه تشکیلوی او د هغنه وخت د کشف شوو آثارو څخه ثابتیږی چی  افغانستان حتی د مدنیت په لومړیو پړاونو کی د بین النهری ، د سند حوزی او فارس په منځ کی د یوه شاخص په توګه ، اساسی ونډه لرل .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* د پیښور پوهنتون د لرغون پیژندنی څانګه د لرغونی پاکستان بولبټن ۲۲۹ مخ په انګریزی ژبه .
* تالقانی نورالله  افغانستان ماقبل اریایی ها ۱۵۷ مخ .
* دانی احمد حسن ( پروفیسور ) لرغونی پاکستان ۲۲۹ مخ . په انګریزی ژبه .

د مند یګک تاریخی اهمیت

مند یګک په افغانستان کی د برونزو ددوران لومړنی سیمه ده چی په هغه کی څو زره کلن مدنیت په ځلانده توګه ښکاری د هغو څیړنو او کیند نو په لړ کی چی د نژدی ختیځ په بیلا بیلو برخو او د هند په لویه وچه کی دوروستیو ۶۰ کلونو په اوږدوکی د مفرغ یا برونزو د عصر په باب تر سره سوی ، داهیله کیده چی د افغانستان په لرغونی سیمه کی هم دا راز څیړنی وسی . په تیره بیا هغه وخت چی په ۱۹۳۶ کال کی موسیوګریشن (د فرانسوی حفریاتو د هیآت پخوانی مدیر) په ناد علی ( زرنج ) کی مقدماتی څیړنی تر سره کړی نو دا ډول هیلی لا پسی زیاتی سوی .
څو چی په ۱۹۵۰ کال کی د کندهار سیمه د تاریخ نه مخکی دوران له پلوه تر مطالعی او څیړنی لاندی و نیول شوه څو د نوموړیو څیړنو په لړ کی یوه مهمه غونډی چی د مندیګک په نوم یادیږی وموندل شوه . بده به نه وی چی په لنډه توګه ددی سیمی په برخه کی تر اوسه پوری تر لاسه سوو مربوتو څیړنو اوتر لاسه سوو  بریاووپه هکله و ږغیږو :
په زیاترو اثارو کی په دغه سیمه کی د بشر د اوسیدلووروستی نیټه دری زره کاله مخکی اټکل سوی ده چی د اوږدی مودی بارانونو او قوی بادونو له امله دی غونډی مخروطی بڼه غوره کړی ده او د ارغنداب د مجرا سره موازی دره کی د کند هار هرات سرک په ۲۵ میلی فاصیله کی او تقریبآ په همدغه فاصیله کی د کندهار د ښار د شمال ختیځ په خوا په څو سوه متری کی دیوه سند مجرا موقعیت لری چی پرته د سیلابی حالاتو څخه نور وخت وچه وی . که څه هم په لومړی سر کی دا عجبه ښکاری چی څرنګه دغه غونډی د سوداګری د لاری څخه لیری او د ښار جوړونی د پلوه په یوه نا مساعده سیمه کی واقع شوی ده خو که د موسمی مهاجرتونو او کوچی قبیلو حرکتونه په پام کی ولرونو ثابتیږی چی د نوموړی غونډی په شاوخواکی به د شپی له خوا ډیری کږدی ځای په ځای کیدی چی سهاروختی به بیا ټولو کوچ کاوه نو په دی ډول داسی ښکاری چی هغه ځای د کوچی قبایلو او کاروانونو عنعنوی لار ه وه او د هیرمند په حوزه کی ددی غونډی د آبادیو په څیر د نورو لرغونو و دانیو موجودیت ددی عقیدی د ثبوت سره مرسته کوی .
په هر صورت د مند یګګ په سیمه کی د افغانی او فرانسوی هیأت د ګډ کار په برکت د لرغون پیژندنی مربوطی د برنزو د دوران برسیرونی نه یوازی زموږ د لرغونی تاریخ را سپړلو کی څرګند او ارزښتناکه رول لری ، بلکی د نوموړی دوران په اړوند د سیمی د لرغونی تاریخ په را سپړلو او څرګندولو کی هم ستره ونډه  لری .
د مندیګک په لرغونی سیمه کی په ۱۳۲۹ ( م۱۵۹۰) کال کی د فرانسی د تاریخ نه مخکی دوران نامتو لرغون پیژندونکی (ژان ماری کزل) تر نظر لاندی د لرغون پیژندنی مربوطی څیړنی ا و کیندنی پیل او د اوو کلونو په اوږدوکی په یوولسو پړاونو کی تر سره سوی چی د وروستی پړاونه یی په ۱۳۳۷ کال کی پای ته رسیدلی دی . لکه څنګه چی د فرانسی د لرغون پیژندنی د هیأت مدیر(شلوم برژه) اټکل کړی ؤددی سیمی څخه د هیواد د پنځه زره کلن تاریخ عینی مؤثق او په زړه پوری شواهد ترلاسه شول .
او د مند یګک په لرغونی سیمه کی دحفریاتو په لړ کی د استوګنی اوه پړاونه په نښه سوی دی چی د زمانی پلوه دغه دوری کابو دری زره کاله دوام وموندی چی د میلاد څخه مخکی دوهمی زریزی مربوطه زمانه په بر کی نیسی په دغه دوران کی مندیګک د کرنی د یوه کوچنی کلی څخه وده وکړه د ( لومړی څخه تر دریمی دوری پوری ) څو چی د سوداګری په یو ه ستر مرکز  بــدل سوو . د ګدامونو په برخه کی یی د یو لړ نورو لرغونو مد نیتونو سره ورته والی څرګند سوی دی د مثال په توګه که څه هم د غلو دانو د ساتلو ګدامونه یی مستطیل شکلونه لرله خو دغه ګدامونه نسبتآ واړه وه لاکن په ماهیت کی د هغو ګدامونو سره چی په هرپه اود سند په حوزو کی کشف شوی دی ، ورته والی لری . دغو ګدامونو دوه دری پوړه اشغال کړی او ددی غونډی ړ اشغالیدو د اوږدی مودی استازیتوب کوی .
د مندیګک مختلفی طبقی  د کښتی څخه مخ په پورته په لاندی ډول دی :
د مځکی څخه مخ په پورته تر نهو طبقو پوری د نیمه کوچی ژوند نښی نښانی په کی لیدل کیږی او د هغو له مخی څرګندیږی چی دغه سیمه د اوسپنی په عصر کی د اوسیدلو څخه خالی سوی وه . ددی ځای لومړنی او سیدونکی تر یوی مودی پوری مالدار او نیمه کوچی ژوند درلودی او د استوګنی د کورونوجوړښت یی هم پخسه یی ؤ چی وروسته د لومړی ځل لپاره اومی خښتی په کی را پیدا سوی دی او تر درو لوړو طبقو پوری دوام مومی په کښتو طبقو کی یی د سفالی لوښی ساده او ابتدایی بڼه لری خو وروسته وروسته یی وده او انګشاف محسوسیږی او دکلالی لوښی یی نسبتآ ښکلی او په تدریجی توګه متکامله بڼه غوره کړی د ه څو چی نقاشی شوی لوښی پکی راپیدا کیږی او پر پایه لرونکو جامونو باندی د مرغانو ، ژوو او ګلانو شکلونه او تصویرونه رامینځ ته کیږی . یعنی  د غټو ښکرونو لرونګی هوسی ، زرکی . فیل او نورو ډول ډول مرغانو تصویرونه او شکلونه دورایه ور باندی ښکاری .د اتمی طبقی وروسته نقاشی سوی خاورین لوښی په زیاته پیمانه موندل سوی دی چه په نهمه طبقه کی یی شمیر ډیر زیات دی . دغه لوښی په کویټه کی د موندل سوو لوښو سره زیات ورته والی لری .
مرحوم کهزاد څرګنده کړی ده : « مفرغی لوښی د شپږمی طبقی څخه پیل کیږی او دهغو ازمایښتونو له خی چی د منځنی طبقی پر اثارو باندی د کاربن چهارده په وسیله تر سره سوی دی ، څرګنده سوی ده چی د نوموړی طبقی تاریخ د میلاد څخه ۲۶۲۵ کاله مخی نیټی پوری اړه لری .» ۰
دغه راز احمد علی معتمدی د(دوره های ماقبل التاریخ افغانستان ) تر عنوان لاندی مقاله کی په مندیګک کی د حفریاتو نتیجو ته داسی اشاره کړی ده : « پروفیسور کازل چی د ۱۹۵۱ ــ ۱۹۵۷ کلونو کی په مند یګګ ( د افغانستان پنځه زره کلن زوړ ښار ) کی د لرغون پیژندنی مربوطی کیندنی کړی دی د مندیګک په هکله لیکی چی د مندیګک ابدات د افغانستان تر ټولو ارغونی آبدات دی اودا څرګندوی چی دغه هیواد د میلاد څخه دری زره کاله مخکی د لرغونی نړی په مدنیت کی چی د سند د حوزی څخه تر مدیترانی پوری غزیدلی وه ، څومره مهمه ونډه لری ده . دغه فرانسوی پوه زیاتوی چی افغانستان پر هغه څلور لاری باندی واقع سوی دی چی دهغو دښتونو په امتداد چی دغه هیواد موقعیت پکی لری، لویدیځ او ختیځ سره مښلوی .» *۱
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ـ د اریانا مجله دوهمه ګڼه ۱۳۵۴ کال مقاله ( دوره های قبل از تاریخ افغانستان ) ، معتمدی
* ـ کهزاد افغانستان در پرتو باریخ طبع ۱۳۴۶ کال ، ۱۲ مخ

*ــ  معتمدی احمد علی    د اریانا مجله دوهمه ګڼه ۱۳۵۴ کال « روره های ماقبل التاریخ افغانستان » .

.