يو ناروغ ظاهراً ۲۳ کاله د کُما په حالت کښي وو 
يوبلجيمی ناروغ [روم هاوبن – د انجينرۍ پوهنځۍ محصل ] د ناسم تشخيص له امله ۲۳ کاله په روغتون کښي د کما په حالت کښي بستر وو .
نوموړي د ۱۹۸۳ کال د نومبر پر ۱۹ مه نېټه د درو نورو ملګرو سره يو ځای د (جودو) د تمرين څخه د راستنېدو پر مهال موټر ټکر کړ او روغتون ته يوړل سو چي د يو څو معايناتو څخه وروسته د کُما په حالت کښي بستر کړل سو خو ۲۳ کاله وروسته دده د خور او د اعصابو د يوه ډاکتر (سټېفن لاوريز) په هلو-ځلو روښانه سول چي نوموړی يوڅه درک کولائ سي .
نوموړي و يوې برطانوۍ ورځپاڼي ته د(ټايپ کړي) مرکې په مټ ويلي دي چي ژوند زما دپاره زما د دوهم پيدايښت په مانا دئ ، دی وايي چي ما به غوښتل نارې او چغي ووهم خو زما اواز او ږغ به هيچا نه اورېدئ .
دده (۷۴)کلنه مور وايي چي موږ يو ځل دی د شپې تر دوو بجو دده د خور واده ته هم بېولئ ووخو زموږ باور نه کاوه چي ده ته ووايو چي سترګي دي ورغړوه او ده دي نو همغسي کړي وائ ، خو اوس يې هم زوی ډېر خوشحاله دئ او په وارو -وارو همدا وايي چي زه نبات نه يمه؛ د نبات کلمه نوموړي د ډاکترانو او نرسانو څخه اورېدلې وه چي دده په اړه به کله ږغېدله، دده هغه صحنه هم ياد ده چي وايي يوې نرسي مي لاس پورته کئ او بيرته يې ايله کئ او ويې ويل چي هيڅ هيله ورته نسته .
که څه هم دده ټوله وجود فلج وو خو ده پر خپل شاوخوا ټول جريانات او خبري -اتري اورېدلائ او درک کولائ سوائ، نوموړی چي اوس ۴۶ کلن سوئ دئ، د کورنۍ او ملګرو سره د يوه خاص کمپيوټر په مرسته خبري کوي .

.jpg)
وېډيو :