اوباما به په دوشنبه د پوځیانو لیږل اعلان کړی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 23rd, 2009


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی بارک اوباما نن ، دوشنبه د خپلی جنګی کابینې سره غونډه کوی او افغانستان ته به د ۳۲زره الی ۳۵ زره نورو امریکایی پوځیانو لیږل منظور کړی خو اعلان به یې یوه اوونۍ وروسته وکړی . دغه پوځیان به د هېواد په جنوب او ختیځ کی مستقر کیږی . اوباما چی ولسمشر سوی ، د ۲۱ زرو پوځیانو د ورلیږلو امر یې کړی دی خو هغه اوس کفایت نه کوی ځکه : تلفات ډیر سوي ، د امریکایانو ملاتړ لږ سوﺉ او پر کابل د سپینی ماڼۍ اعتبار کم سوی دی . اوباما د نورو پوځیانو د لیږلو په باره کی د موافقو او مخالفو مشورو تر منځ محاصره دی او ځکه نو د سخت فشار سره مخامخ دی . خود څېړونکو په نظر د دوشنبې فیصله به یې د یو فاسد رژیم د ساتنی او بقأ لپاره یو ښه ثبوت وی او ځکه نو کابل هم مجبور دی چی په راتلونکو څو ورځو کی د فساد د مخنیوي څو نمایشی او ظاهری نیوني ښکاره کړی .

Copyright Larawbar 2007-2024