تازه خبر:دكندهارپه ميوندولسوالي كې جګړه وشوه

34 | جنوري 18th, 2008


دكندهار له پنجوايي ولسوالي څخه دپازار اوسېدونكي وايي چې په ولسوالي باندي وسله والو طالبانو بريد وكړ چې تربريد وروسته له بازاره پرشا شول او دم ګړى دافغانستان پر وخت ماخستن 9 بجې طالبانو دميوند ولسوالي ته راكټونه وروغورځول ، عيني شاهدانو لراوبر ويپاني ته وويل چې ځيني راكټونه دخلكو په كورونو كې هم لګېدلي دي خو دمرګ ژوبلي مالومات نشته ، ځايي وګړي وايي چې تېره شپه هم پر ميوند ولسوالي دراكټو بريد شوى وو، خو افغان حكومتي واكمنو لا تر اوسه په دې اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى

Copyright Larawbar 2007-2024