کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قدرمنو ليكوالو جار مو شم لږ حوصله وكړئ!

قدرمنو ليكوالو جار مو شم لږ حوصله وكړئ!

۱۸ـ۰۱ـ۲۰۰۸


 مادجنوري په دريمه نيټه په بېنواوېبپاڼه كې د يوليكوال مطلب ولوست چې هغه دډېورند دنارواكرښې په هكله ديوبل ليكوال په ليكــــنه نيوكې كړې وې دهغې ليكنې عــنوان«بخاطر نجات کشور چاره جز نوشيدن جام زهر خط ديورند نيست »دى ،هغه بل محترم ليكوال په كوم باندې چې نيوكه شوې ده،مانا لـــــومړني ليكوال ،داځل دخپل ځان ددفاع  لپاره ددوهم ليكوال په وړاندې يوه ليكنه كړې ده چې له بده مرغه نه تنهاچې ځان ته يې نجات نه دى وركړى بلكې خپل گټلي شخصـيت يې هم زيانمن كړى دى زه به اخلاقاٌ دېوونوم هم تاسوته نه ليكـــــم خوله دوى څخه هيـله كوم چې حوصله وكړي،نور ورانى نه دى په كار.



قدرمنو لوستونكو!


زه به اوس تاسـو نه سردرد كوم خو زما له دواړو ليكوالانوڅخه داكه مادر زاتي ليكوال دى او كه اماتوري يوځل بيا دا هيـله ده چې نوردغچ اخيستلو روحيه په بـدن كې ووژني دوى چې داسې ليكنې كوي نوله كـشرانوڅخه څه گيله ده؟ 



عزتمنودواړوليكوالو!


تاسې زموږ دا خواراوځورېدلى پښــتون ټبروگورئ؟ او داخپلې وزلـــوبې وگورئ؟ ماته مې ديوكابلي انډيوال متل راياد شوهغه به هغه چا ته چې څه يې په وس نه ؤ داسې وېل:


كي نمېتوانې نكرده باش!


نوښاغلو!


ستاسو څه په وس پوره ده؟ستاسوهغه دچوپانې وال لاپه بړستن كې رېږدي له كوم چا سره چې يوځاى۳۷ مملـكتـــــــه غومبر وهي ،ايا د ډېورند دمسئلې حل په دا وس وخت كې تاسې په كوم زور دځان په گټه راڅرخولاى شئ؟


ايا نړيوال قوتونه له تاسو سره دومره صادق دي چې دكم وسه پښتون دوه ټوټې شوى بدن به بيا سره ونښلوي؟


نه نه نه نه،دهغوى منډوخورلا ډېر پاتې دى .


ښاغلو!


تاسې درانه كېنئ ما لاڅلوركاله مخكې دبي بي سي راديودتاسوغږ په پروگرام كې دې مسئلې ته اشـــاره كړې وه زه هم دلمړني ليكوال په څېرخوش باوره وم خو په داڅلورو كلونو كې راته څرگنده شوه چې ياره تر كاسې لاندې خونيم كاسه هم شته ،په هرصورت كوم څه چې زه ډېر وځورولم هغه دښاغلي عبدالباري جهاني دخبرو بيا لـوڅول ؤ چې داسې بايد نه واى شوي هو!


دښاغلې جهاني يوښكلي شعرهمدااوس راياد شو چې وايي:


                      غل خو نه يې چې په نيمه شپه كې راغلې ***دجانان خياله په تا مې شــــــــــك پيدا شو
ياره په خداى چې زما خو اوس په لمړني ليكوال هم شك پيدا شو  نو  گيله به ولې له گوډاگيانو اوسيتميانوڅخه كـوو.


قدرمنوليكوالو!


زما كه منئ دا د غومبسو له ځالې لرې گرزئ اوس يې وخت نه دى كه تاسې رښتيا هم داتل خوشال خان اوميرويس خان په لاره ځئ نو دستونزو د اساسي حل لاره چاره وسنجوئ چې ستاسوستونځې له واره پكې حل شي.


له ټولـــــو ځورېدلواوخوږو وروڼوڅخه زما يوه جــــدي هيــــله:


وروڼوكوشش وكړئ چې په رژيمونوكې ټول كسان په يوه تله ونه تلئ په هررژيم،هر ټولنيز اوسياسي سازمان كې هم ښه خلگ وي اوهم بدخلگ،ياره په وﷲ كه به زه دا دوهم ليكوال پېژنم چې څنگه سړى به وي خوبې له كوم ثبوت څخه اوديو رژيم دبدنامي له وجې په هرچاتورلگول لويه اشتباه گڼم،بس دى ډېر وسوځېدو چادخلقيانو په نوم نينه نينه كړو، چا دحزب اسلامي اوچادطالبانو،خودابه تر ټولو بهتره وي چې لږخپلو گرېوانوته سرونه ټيټ،يواوبل ته لاسـونه وركړواو خپل هويت دبېگناهو  اورښتينو پښتنو په څېرپه نړيواله ټولنه ومنو،ملې وحدت دتل په څېروپالوخوله غلو سره بايدهيــــڅ ډول سـازش ونه شي، د گاونډيو دسيسې شنډې كړو،نه داچې هغوى ته له خپله تيكې څخه خپله توره په لاس وركـــړو.


يادونــــــــــــــــــــــــــه:


زه له ښــاغلي دوهم ليكوال څخه دزړه له كومې مننه كوم چې دلومړي ليكوال په وړاندې يې ځوابيه ليكنه ونه كړه اوله ښاغلي قدرمن احمدولي اڅكزي څخه خوغرونه غرونه مننه چې زمادزړه حال يې په خپله ليكنه كې انځوركړى دى ځكه خو په نورو خوږولوستونكو هم داڅكزي صيب ليكنه لوروم ډېره ډېره مننه دلر اوبر دبرى په هيله 

پښتونستان مه څېړﺉ ( د احمدولي اڅکزی لیکنه )


په تيرو وختونو کښي مي په بېلا بېلو مطبوعاتي لړيو کښي د پښتونستان په هکله ډول ډول ليکنې او څېړنې لوستلي دي. د نوموړې موضوع پر سر په انټرنټ پاڼواو مجلو کښي د مشرانو نه نيولې بيا تر کشرانو پورې هر يوه خپل نظرورکړی دی. طبعا بايد هر څوک د خپل نظر د څرګندولو پوره آزادي ولري. خودپښتونستان موضوع هغه حساسه موضوع ده چي ورسره د يوه بشپړه هيواد او ملت سرنوشت تړلی دی. په همدې وجې د نوموړې موضوع پر سر د خبرو کولو او نظرورکولو نه بايد د ډېرپام نه کار واخيستل سي. په زياته بيا محترم او د قدر وړ مشران بايد د وخت حساسيت په پام کښي ونيسي.


د خپل مسلمان او ورور هيواد پاکستان سره په اوسني حالاتو کښي د پښتونستان پر سر د خبرو کولو وړانديز زما په آند د مسؤليته ليري وړانديز دی. دغه خبره هيڅوک نه سي ردولای چي نوموړې موضوع بايد يو وخت حل کړل سي، خوپه اوسني حالت کښي د موضوع څېړل به تر گټې  تاوان زيات ورسوي. خو تر دغه وړانديز نه لا نور زيات د خواښينۍ وړ   وړانديزونه هغه دي کوم چي زموږ د بعضو قدرمنومشرانولخوا د ډيورنډ کرښه د افغانستان لخوا په رسميت د پېژندلو په هکله ورکړل سوي دي.


اړتيا نسته چي په افغانستان کښي د روانو حالاتو په هکله ډېرڅه وويل سي. دغه خبره هر چا ته څرگنده ده او بايد څرگنده وي چي په افغانستان کښي فعلا اوس يو داسي حرکت، حزب او ډله نسته چي د ملت نمايندگي وکړلای سي. په هيواد کښي جنگ روان دی او پردۍ لښکري په افغانستان کښي پرتې دي. که يې سره رالنډه کړو نو ويلای سو چي افغانستان د کمزورۍ او بې وسۍ نه پړمخي پروت دی. نو هغه هيواد چي پر خپلو پښو ولاړ نه وي، د ملت نماينده حزبونه شتون ونه لري، ورځنی ژوند يې د گډوډي نه ډک وي نو هغه څنگه کولای سي چي د يوه پياوړي هيواد سره د خپل حق پر سر خبري وکړي.


او بله خبره دا ده چي دپاکستان سره به د خبرو پر وخت څوک د افغانانوپه نمايندگي خبري کوي؟ قدرمن ريس جمهور جلالت مآب حامد کرزی چي د ارگ د چوکيدار د ليري کولو او يا نوکري کولو اختيار نه لري؟ جلالت مآب استاد رباني چي د افغانستان پر ځای يې لومړيتوبونه پر بله خوا دي؟ او که هغه وزيران او واليان چي  ورباندي د انسانيت پر ضد د جنايتونو او دپردي هيوادونو لپاره د جاسوسئ تورونه لگول کيږي؟ او که هغه افغاني حزبونه چي پخوا يې د پښتون او پښتو نعرې وهلې خو د واک ته رسېدو وروسته يې د خيرات د پيسو د لگولو وړتيا لا نه درلوده او هر کال د دوی د نا اهلۍ له وجې پيسې بېرته د خيرات ورکونکو هيوادونو بانکي حسابونوته ځي.( ايا دوی نه سوای کولای چي پدغه پيسو افغانستان ته يوه فابريکه راوړي، پر سندونو بند جوړکړي، يوه ستره چاپ خونه ورته رانيسي، کتابونه چاپ کړي…؟!)؟ او که هغه خلک دافغانستان نمايندگي وکړي چي تر افغانيت يې و پرديو اډيالوجيانو ته لېوالتيا زياته وه او لا تر اوسه د خپلو کړو پر سر پښېمانه نه دي؟ او که زموږ طالبان ورونه د افغانستان پر سر د پاکستان سره خبري وکړي، چي ورباندي د القاعدې سره د تړاو اود ترهگرۍ تورونه لگول کيږي؟


که د جنوبي پښتونخوا پښتانه دي او که د شمالي، زيات پښتانه دوه کوره خلک دي. هغه د ډيورنډ د کرښي پر دواړو اړخونو کورونه لري. که يې د يوه نيکه هډونه د ډيورنډ پر يوه خوا ښخ دي نو يې دبل نيکه هډونه د کرښي پر هغه بله خوا. دپښتونستان پر سر په زرگونو پېژندلو او ناپېژندلو نامداره اوگوم نامو شهيدانو خپله وينه توی کړېده، قيدونو يې گاللي دي، قربانۍ يې ورکړيدي. اواوس هم د قربانيو دغه لړۍ پای ته نده رسېدلې. اوس هم د پښتونستان پر سر په زرگونو زرگونو انسانان د قيد او شکنجې لاندي دي. پښتونستان د افغانانو او پښتنو ناموس دی. هغه پر پښتنو داسي گران دی لکه خپله مور. او د يو څو مراعاتو پر سر د خپل ناموس سودا کول پښتانه هيڅکله نه سي منلای.


نود قدرمنو مشرانو او کشرانو نه هيله کوم چي اول خو په اوسني حالاتو کښي د پښتونستان موضوع هيڅ ونه څيړي. او که يې خامخا څيړي نو د مراعاتو پر سر د ډيورنډ د کرښي د منلو خبره دي نه کوي، ځکه چي دغه د بشپړه پښتون قام د سپکاوي سره سمون خوري.


   احمدولي اڅکزی