کور / نثر / د سپوږمۍ تر کلي

د سپوږمۍ تر کلي

د سپوږمۍ تر کلي کتاب د اوس مهال نږدې (۶۸) افغان ښځینه شاعرانو د شعرونو غورچاڼ چې د سپوږمۍ نوري په زیا راټول شوی، چاپ ته چمتو او دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي مرسته د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر خپور کړی دی .
دا کتاب د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې یو نوی ګام دی او که د کتاب منځ پانګې ته سړی وګوري نو له نورو شعري ټولګو سره خورا ډیر توپیر لري ځکه چې دا د ښځینه شاعرانو اولنې تزکره ده چې د ښځینه شاعرانو لنډه پیژندنې سره سره د هغوی د شعرونو نمونې هم کې موجودې دي.
ما کتاب ولوستلو ډیر زیات خوندیې راکړ ښایي چې ډیرو ته به دا خبره تعجب وړ ښکاره شي چې څنګه خوند ؟ که تر پایه دا لیکنه ولولئ نو ممکن هغه څه چې ما په دې کتاب کې ولیدل تاسو یې هم درک کړﺉ .
په دې ورستیو کې ما ډیرې نوې چاپ شوې شعري ټولکې ولوستلې چې زیاتره یې ما تر پایه نه دي لوستي نه پوهیږم چې په دې کتاب کې داسې څه و،چې زه یې مجبور کړم چې تر پایه یې ولولم او په ډیرې تلوسې سره مې ولوست. د کتاب تر لوستلو وروسته یوه پوښتنه راته پیدا شوه د دې پوښتنې په ځواب کې مې ډیره هڅه وکړه چې د دې خبرې علت پیدا کړم . له ډیر فکر نه وروسته مې دا ځواب لاس ته راغی چې دا به د ښځینه شاعرانو کتاب وي ؛ خو چې اصلي خبرې ته ځیر شوم نو په دې کې مې داسې څه وموندل چې په تیرو کتابونو کې مې نه وو تر سترګو شوي .
د مثال په ډول نقادان وايي چې شعر په احساساتو لیکل کیږي . اکثره داسې شعرونه مې لوستی وو ، چې شاعر یې نارینه ؛ خو د میرمنې اویا هم د یوې پیغلې زړه ته ننوتی و او له هغه ځای څخه یې د هغوی احساسات بیانول .خو په دې کتاب کې داسې شعرونه نه دی دا په واقعیت کی د یوې مېرمنې د زړه درد او د یوې مور احساسات دي .
د نمونې په ډول دلته دا شعر راخلم .
د دې کتاب په (۳۴م) مخ کې د اغلې حسیبه شهید یو شعر چې یوه افغانه مور له خپل زوی څخه څه هیلې لري او په دې شعر کې د یوې مور واقعي احساس نغښتي .

هیله
زما د غم په ورځ پیدا بچیه !
زه مې د ژوند خوښۍ له تا غواړمه
زما نیمګړې مینه ته پوره کړه
زه ستا په سترګو کې دنیا غواړمه
ته خو زما د ژوند بدل یې زویه
ته د ازل نه یو اتل یې زویه
دا یو اوږد شعر دی چې یوه برخه مې دلته رواخیسته په واقعیت سره چې یو پښتنه مور خپلو زامنو ته سترګې په لاره وي چې د مور ټولې هیلې به پوره کوي. استاد سعدالدین شپون وايي ((شعر یوه نوې خبره. د ژوند یوه واقعي تجربه چې په ویلو وارزي)) که د شپون صیب دې خبرې ته ځیر شو نو دا د یوې مور د ژوند یو واقعی تجربه ده. او د یوې مور احساس دی ، چې د لوستوونکي احساس را لړزوي.
(( زه مې د ژوند خوښۍ له تا غواړمه )) له دې شعر سره زما احساس راولړزیده . نقادان وايي ښه شعر هغه دی چې د شاعر د زړه له تل نه را لړزیدلی وي او د لوستوونکي د زړه تل ته کوز شي . په واقعیت سره همداسې وشول .
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. مور مې د کوټې په کونج کې ناسته وه د مور په لوري مې غلي شان وکتل هغه د خپلو تسپو په پیرلو باندې بوخته وه ما داسې احساس وکړ چې زما مور به هم زما نه همداسې هیلې لري . زه پخپله ډیر هڅه کوم چې خپل درد او خپل خپګان له خپلې مور نه پټ وساتم نو زر مې خپلې سترګې له موره واړولې چې ومې نه ویني . او بیرته مې د کتاب په لوستلوپیل وکړ .
ممکن چې دا شعر به پخوا له دې هم چاپ شوی وي خو په دې کتاب کې چاپیده یې بیل ارزښت لري هغه په دې دلیل چې په دې کتاب کې شاخو د (۶۸) ښځینه شاعرانو د شعرونو نمونې موجودې دی که چیرته د هرې یوې شاعرې بیل بیل کتاب چاپ کړو نو د مالي پلوه به دا یو ستونزمن کار وای او که بیا هم پیسې پیدا شوې وای نو د ډیری شاعرونو شعرونه به دومره نه وی چې یو کتابګوټي ترې جوړ شي که داسې شاعرانې پاتې وای بیا به یوه تشه موجوده وه له دې سره به هغه شاعرانې خوندې چې نوې یې شعر ویولو ته مخه کړې د ته وهڅیږي . او له دې سره به د پښتو ادب لمن وغوړیږي اوس بیا د شعر برخې ته راشو همدارنګه د شهید په یو بل شعر کې چې د همدې کتاب په (۳۷) مخ کې راغلي چې وايي .
په ژوندیو کې مې مه شمېرﺉ خطا ده
هسې ساه ده چې بس ښکته پورته کیږي
لکه پاڼه د خزان مې هسې رنګ دی
د یار مرګ کې نه څوک مري نه پاتې کیږي
دلته بیا د یوې میرمنې احساس دی چې تر دې وړاندې کوم نارینه شاعر په دومره رنګینو الفاظو نه و انځور کړی .
په دې کتاب کې ډول ډول تجربې ، خیالونه ، او او نظرونه شته چې دا د کتاب ارزښته زیاتوي .
کله د حمیده پکتیانۍ خیال چې داسې وايي :
هر سړی جنت کټي ، دوزخ کټي خپل ځان وته
دلته داسې څوک دي چې ژوندون د بل لپاره کړي؟
که دې پورتني شعر ته وګورو دلته بیا د پښتنې میرمنې ګیله زموږ مخې ته ولاړه ده . په واقعیت کې هم داسې ده چې په افغانستان کې میرمنې د نورو لپاره ژوند کوي .دلته بیا دا یو ښه شعر بللی شو.
دا کتاب یوه بله شاعره چې رحیمه پښتونجار په نوم موږ ته راپیژني په یو شعر کې وايي
ګلاب ګل وم پاڼې پاڼې ، ده په لپو کې راټوله کړم
زه یې د ژوند د بڼ ښکلا کړم داسې یار پسې خپه یم
تر دې وړاندې ښځینه شاعرانو داسې شعرونو ته زړه نه ښه کاوه خو له نیکه مرغه چې د پښتو په شعر کې اوس دا پولې ښځینه شاعرانو ماتې کړي دی اویا په بل ځای کې یوه بله شاعره رحیمه غزیزي وايي :
چې یوه زه بل مې جانان وای یو ځای
هلته مې صرف یوه خاموشي خوښیږي
چې شینکي اسمان لمن کې تنها
یو څو مې ستوري ګلالي خوښيږي
دا د یوې میرمني د ژوند یوه واقعي تجره ده چې زموږ مخې ته یې په شعر کې وړاندې کړې .
یو دا چې یار یې ورسره خو بیا خاموشي غواړي ،اروا پوهان وايي چې میرمنې اکثره واړه ډیر خوښوي که هغه د چرګې بچي وي ، که د میږي او ماشومان . دلته شاعره له ستورنه هم واړه جوړوي او د ګلالیو خطاب ورته کوي . چې دا د شعر په میدان کې یو نوې تجربه ده چې تر دې وړاندې ما د نارینوو په شعرو کې نه وه لیدلې .
د تجروبو تر څنګ په دې کتاب کې څه داسې تصویرونه هم شته چې لکه د شاعرې حمیرا کاوون دا تصویر .
شپون
زموږ د کلي شپانه
زړه شپیلۍ درلوده
هغه له موږ په عمر لوی و
ځکه به موږ ورته کاکا ویل
نن سبایي کوڅه کې مخ ته راغی
د دیوال خوا کې غلې و دریدمه
رمه چې ټوله لاړه
زړه نا زړه مې ورته وویل:
کاکا له تا نه یوڅه وغواړمه؟
شپانه شپیلۍ غاړې ته واچوله
وایه کاکا دې ځارشه
ما ته شپیلۍ جوړه وې ؟
ستا د شپیلۍ اوآز مې ډیر خوښیږي
کړکی به زه درکړمه
ته ترې شپیلۍ جوړه کړه
شپونکي موسکي شو
او بیا یې وویل راته
کړکی خو زه هم لرم
خو پکې زړه نشته دی
تا ته به ښکلې غږ لرونکې
شپیلۍ زه جوړه کړم
زړه ورته ته پیدا کړه .
یو ډیر ښایسته تصویر یې انځور کړی
دا کتاب موږ ته یوه بله شاعره ملالۍ همدم را پیژني دا بیا بل ډوله خیال لري
زه د ستړي ژوندون خوا کې
یو لاره ورکه قافله یم
تورو شپو سره ملګرې
د خیالاتو ننداره یم
زه همدمه ځکه ژاړم
د زخمي زړه افسانه یم
په دې شعر کې د یوې میرمنې نظر چې په حالاتو کې راګیره ده او دلارې ملګري یې څوک دی دلته یې روښانه کړی دی ژوندون شته ، قافله شته؛ خو لاره ترې ورکه ده په رښتیا سره هم که د میرمنو ژوند ته ځیر شو نو پورتنی شعر زموږ مخې ته دریږي
په دې کتاب کې یوه بله شاعره چې یواځې نوم او تخلص یې شته نور څه یې نه دی معلوم د نبیله غزل په نوم راپیژني او د شعر بیلګه یې په لاندې ډول ده
غزل
چې په سوله د چا جنګ دی بدل شوي
ګوره وخت یې هم په څنګ دی بدل شوی
د باروتو د لوګو له تنفسه
د کابل د حورو رنګ دی بدل شوي
درپسې به د زیړي په رنځ اخته شم
داغ د زړه مې نور په زنګ دی بدل شوی
د شپیلۍ غږ د شپې نه اورم په خوب کې
که زیارت نه جوړ ملنګ دی بدل شوي
زورور شوې چې په زوره دیدن غواړې؟
که انداز دې د قلنګ دی بدل شوي ؟
ته به څه کوې د تورو په خرپا کې ؟
چې زما مخ کې دې رنګ دی بدل شوي
د غزل په سمندر مې طوفان ګډ دی
هر یو موج یې په غور ځنګ دی بدل شوي
زړه مې غواړي چې د دې کتاب ټول شعرونه ټول راواخلم او خبرې پې وکړم ؛ خو څه وکړم چې لیکنه اوږدیږي خو بیا هم یو دوه شعرونه بې له تبصرې رااخلم
یوه بله شاعره طوبی ندا ساپۍ ده چې د شعر نمونه یې د انسان لیونتوب تر سر لیک لاندې په دې کتاب کې چاپ شوي
د انسان لیونتوب
ته پوهیږې لیونتوب هم
یوه کوچنۍ شانته دنیا ده
ستاله فهم او درک نه لرې
ځه رنګینه تماشاده
هلته غمونه لاس په لاس شي
خوږه خندا شي ورنه جوړه
سکوت دومه زورور شي
چې غوغا شي ورنه جوړه
د هوس له بریده هاخوا
جوړ د مینې تاج محل شي
د ادراک له سیوری لرې
مرګ او ژوند سره منحل شي
هلته غم او خوښي دواړه
په یوه نامه یادیږي
دا دستور د دې محل دی
هر یو کس پرې نه پوهیږي
حقیقت دلته یو راز دی
ستا له شوخ نظر نه لرې
ستا له پوهې راوتلی
ستا د خام باور نه لرې
د انسان په لیونتوب کې
یو عجیب شانته غظمت دی
هوښیاران یې دوزخ بولي
لیونو ته بیا جنت دی
دې حزان کې هغه رنګ دی
چې سپرلی ځینې جاریږي
هسې نوم یې لیونتوب دی
عقل دلته روزل کیږي
دلته ستا هر یو یقین بس
د ګمان په تل کې لویږي
لکه اوښکې د ندا چې
د ګریوان په تل کې لویږي
د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ته د دې کتاب مبارکي او د مبارکۍ تر څنګ یوه هیله ترې کوم چې په راتلونکي کې څه د شعر او څه د نثر په برخه داسې ګډ کتابونه چاپ کړي تر څو خویندې وهڅیږی او د خویندو برخه د پښتو ادب په کې زیاته شي
د د دې کتاب مبارکی په خاص ډول سپوږمۍ جانې نوري ته وايم چې دمره زیاته حوصله یې درلوده چې له څو میاشتو پرله پسې هڅو یې کتاب چاپ ته تیار کړی .