کور / کره کتنه / دشمشادتلويزيون خپروني ولي سړې دي؟

دشمشادتلويزيون خپروني ولي سړې دي؟

په دې ورستيو وختوكي په هيواد كي دنصبي پرمختګ په ځنګ كي رسينوزوراوځووږ واخيست .ډيري راډيوګاني جوړي شوې.ورځ پاڼي ترسونوواوښتې ،تلويزوني چينلونه هم ترلسو واوښتل .
رسنيووكولاي سول چي دټولني دعيني واقيعت په وړاندي كولوكي ښه اوغوره رول ترسره كړي .
داچي دنوي حكومت له راتلوسره مطبوعاتوته ازادي وركړله سوه نوهرچاچي مادي امكانات درلودل اويايې له بهره سره لاسونه پټ كړي راميدان ته سول .يوشميريې ريښتني پرهيوادمين افغانان دي چي دټوليزوستونزوپه وړاندي كولوسره دچارواكوپا ملرنه خپلوكارونه ته واړه وي.
يوشمرد خپلو با دارانود خوشاله كولواوډالرودهضمولولپاره لاس په كارسول .
يوشمير دپاكواحساساتولرونكي دي خوپه دي نه پوهيږي چي څرنګه رسنۍ دټولني په خدمت كي ودره وي .
موږله ډ يروخبروتيريږويوازي دشمشاد تلويزون موپه سترګه كي نيولي دى.
شمشاد تلويزون يوازيني پښتو چينل دي چي ټول پروګرامونه يې په پښتو باندي خپريږي اوپه اوسنيو شرايطوكي خپل ملي -پښتني اوافغاني مسوليت سرته رسوي اود پرد يوو د فرهنګي يرغل په وړاندي مبارزه كوي .چي دي كارته يې د قد رپه سترګه ګورو.
په لراوبراو په ټوله نړۍ كي پښتا نه داچينل ګوري اوخوند ونه ترينه اخلي .
موږچي دپښتني ټولني په وړاندي ځا نونه مسول بولواوترخپل توان ورته دخدمت هلي ځلي هم كوو- دشمشادليدل اړين بولو.

له ډيره وخته راهيسې شمشاد تلويزون ګورم . اريا نا –لمراود بولان تلويزونه هم ګورو.خوپه شمشادكي ځني نيمګړتياوي له ورايه په سترګوكيږي .
چي د ځيركوپښتنودځوروني وړګرځي .ځكه چي نه شي كولاي له نوروتلويزونونوسره مقابله اوسيالي وكړي .

دشمشاد خپروني ډيري سړې او كهاله دي .ويونكي يې خوبه وړي اوپه تشريفاتي ډول ناست دي .
– دشمشادپه خپرونوكي خوځښت- تحرك -مناسب احساسات اويوه داسې روحيه نه ترسترګوكيږي چي دليدونكي پټ احساسات راوپاره وي .

– خپروني تكراري اوداسې ځه پكي نه ليدل كيږي چي ترفكركولولاندي راشي .اوسړى فكر كولوته اړكړي .

– تربيتي خپروني خونشته كه وي دونه په ساړه ډول وړاندي كيږي چي ليدونكي ډيرزرترينه ستړي شي .

-ويونكي داسي ناست دي لكه عكس چي اخلي پرخپل ځاى نښتي – چي هيځ ډول طبعي حركتونه يې نه ترسترګوكيږي .

– خپروني هغه مهال په زړه پوري وي چي ويونكي يې يو مخ په طبعي حالت كي ځا ن وبولي اوداسې احساس ونه كړي چي زه كمرې ته ناست يم .دادبريالي ويان ښيګڼي دي.چي پرليدونكي ژوراغيزشيندي .

– نن سبا دپښتو ژبي د خدمت اوپښتوادب دپياوړتيا خبره راپورته سويده چي بي له دې لاري ټولنيزنيكمرغه بدلون منځ ته نه شي راتلاي .خوتراوسه شمشاد داسي يوه خپرونه وړاندي نه كړه اوكه وي په نيست كي شمارده چي هغه دي ادبي تندي دمينه والوماته كړي .

-دخپرونوپه ليدوسره داسې فكر كيږي چي په شمشادكي دلياقت او پوهي پرځاى وشخصي اړيكواواعتبارونوته لمړيتوب وركړل سويدي .چي دشمشاد تلويزون خاوند يوازي دخپلودوستانودګمارلوپه فكر كي دي نه د پښتني ټولني دخدمت .ځكه موږ ډيرپياوړي اوتكړه پوهان ليكولان -شنونكي .او وينا وال لرو خوهغوته په دي تلويزو ن كي ځاى نه دي وركړل سوي.

– د شمشاد ډيري خپروني دپيښورپه سټوډيوګانوكي جوړي سويې دي .اوبله موهيمه خبره داده چي يوازي ديوې سيمي ويونكي اوپرګرام جوړنكي راټول سويدي.چي دا كاريې دشمشادپرپښتني اهميت ناوړه اغيزه شيندلاي شي .
– تاوده بحثونه دونه ساړه او پرمخ بيونكي دونه نيولي ناست دي چي ليدونكي داسې فكروكوي لكه چي په زوردي راوستلى وي.

– له داسې كارپوهانوسره مركي نه كيږي چي كولاي سي سياسي وضعه په ښه ډول وڅيړي.
هيله كيږي چي پورتني نيمګړتياووته له نوروزاويوونه كتل سي يوازي ددي لپاره مي داخبري وكولې چي موږټول حق لروچي دپښتني ټولني په خدمت كي لاسونه سره وركړو،اودادځان دنده وبولوچي دپردودفرهنګي يرغل په وړاندي لاسونه يوكړواوفكرونه اونظرونه سره يو كړو.ترځوپه ګډه دي ځوريدلي ټولني ته خدمت وكړو .
غواړم دشمشاد تلويزون چلونكواومسولينوته ځو وړانديزونه وكړم هيله ده چي غورورباند ي وكړي .

– خپرونوته مو ژوند وركړئ –خپروني موله كهالت اوخوبه وړي حالت راوباسي يوه ژوندۍ روحيه اوپارونكي احساس وركړي .

– دخپرونوكيفيت ډيرټيټ اوپه هيڅ كي حساب دى .نوروتلويزونونوته وګوري له هغو تجربه واخلئ .

– موږترهرڅه كورني او ټوليزي رغاوي ته اړتيالروتربيتي پروګرامونه موډيركړئ .

– دولسمشردلوړي په ورځ قاضي صاحب وياندو. له نوروسره يې مركه كوله ځوشيبې وروسته بل وياند راغلي له ده سره يې مركه شروع كړه چي داسي كارونه دتلويزون پراهميت ناوړه اغيزه كوئ .

– دشمشاد ټولومسولينواوكاركونكوته احترام لرو.خوپه خپرونوكي موبد لون راولئ چي دليدونكوتنده ماته كړي.

– دپښتواديبانوسره مركي وكړ ئ ،دپښتوټولنو ژوندي راپورنه خپاره كړئ .

– له ټولوهيوادوالوهيله كوم چي دشمشاد دخپرونو په سمون كي خپله ايماني اوپښتني دنده سرته ورسوئ .
– دشمشادله مسولينوڅخه هيله كوم چي له ځان غوښتني تيرشي او په ورين تندى رغونكووړانديزونوته غيږپرانيزي . دنورو ليكوالانواو پوهانو په منلوكي هلي ځلي وكړي .
– شمشاد يوازي ستاسو نه بلكي په ټولو پښتنو پوري اړه لري. هرځيرك پښتون ته په كارده چي دشمشاد سره مرسته وكړي .
دپښتوا دب غوړيدوپه هيله . دپښتني فكرونوديوالي په هيله .

دلراوبر يادونه :
شمشاد ټلويزيون پسله څو کلونوانتظار څخه اوس په ټوله نړۍ کي بېله ډش انټن څخه د ليدلو وړ دی ، هغه درانه لوستونکي چي په لويديځ کي اوسيږي او د شمشاد ټلويزیون د ليدلو هيله لري ، له لاندنۍ پتي دي په دې اړه معلومات ترلاسه کړي .
www.afghaniptv.de

تبصره نسته

  1. stoso sakha manana che da pashto domra khzmat kawai