کور / تازه خبرونه / کرکټ: افغانستان هانګ کانګ ته په ۱۲۰ منډو ماتې ورکړه

کرکټ: افغانستان هانګ کانګ ته په ۱۲۰ منډو ماتې ورکړه

د اسيايي هېوادونو د کرکټ په روانو سياليو کې نن افغانستان له هانګ کانګ نه هم خپله لوبه وګټله. دا دافغان لوبډلې پرلپسې درېيمه بريا ده چې په ښه توګه يې تر سره کوي. افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه پيل کړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې دپنځو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سيالې لوبډلې ته د ګټې لپاره د ۲۲۳منډو هدف وټاکه. شهزاد محمدي په يوازې سر ۷۴ منډې جوړې کړې او محمد نبي عيسی خېل دويم لوبغاړې و، چې په دېرش توپونو يې ۶۵ منډې وکړې او په توپ اچونه کې يې دوه لوبغاړي هم کېنول. په دويمه پاڼۍ کې هانګ کانګ لوبډلې منډو جوړولو ته ملاوتړله، خو بخت ورسره ياري ونکړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ايله ۱۰۲ منډې وکړې. دا لوبه د افغان لوبډلې لپاره ځکه ستره بريا وه چې په روانو سياليو کې نن دوی تر ټولو ډېرې منډې وکړې. لوبه د اماراتو په الزيد لوبغالي کې وشوه او تر يوې ورځې دمې وروسته به افغان لوبډېله له سعودي عرب سره خپله لوبه کوي.