کور / رسنۍ / د روزګار مجلې دوهمه ګڼه له چاپه راووته!

د روزګار مجلې دوهمه ګڼه له چاپه راووته!

روزګار په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د افغان یونایټد بانک خپریدونکې میاشتنۍ مجله ده چې دوهمه ګڼه یې په ۸۵ مخونو کې په ښکلي صحافت له چاپه راووته. روزګار د افغان یونايټد بانک د فعالیتونو تر څنګ اقتصادي، ادبي او کلتوري مطالب خپروي او د اسلامي بانکداري په برخه کې هم په زړه پورې مطالب لري . درانه لیکوال او د ادب مینه وال کولی شي خپلې اقتصادي، ادبي، او مالوماتي مقالې او شعرونه په دغه مجله کې د چاپ په موخه د بریښنا په لاندې پته راواستوي. Media_rozgar@yahoo.com