کور / رسنۍ / مرڅله مجله بیا خپرونې پیلوي

مرڅله مجله بیا خپرونې پیلوي

له غزني څخه خپرېدونکي میاشتنۍ مرڅله مجله چې له تېرو دریو کلونو راپدېخوا له دغه ولایت څخه خپرونې کوی، ټولو لیکوالو، شاعرانو او د دغې مجلې مینه والو ته خبر ورکوي چې مرڅله مجله چې په غزني کې د یو شمېر دولتي چارواکو له سختو ګواښونو سره مخامخ وه، له یو څه ځنډ وروسته بیا خپلې خپرونې پیلوی.
د مرڅلې مجلې نوې ګڼه پرله پسې ۱۱ مه ګڼه به تر نېکمرغه لوۍ اختر وروسته ډېر ژر له چاپه راووزي او د مينه والو تر لاسو به ورسېږي، دا چې په سختو ستونزو کې ټول دوستان راسره مله پاتې شول، له هره یوه نه جلا جلا مننه کوم، او له ټولو درنو لیکوالو او شاعرانو په ډېر ادب هیله لرم چې خپلې لیکنې اوشعرونه راڅخه ونه سپموی.

په ټول افغانستان کې د کلتوري هڅو د براختیا په تمه

په درنښت

د مرڅلې مجلې مسوول مدیر، غزنی، افغانستان
0799810805
aghairat@gmail.com
mursala_gh@yahoo.com