کور / ترخې خبري / “موږ دلږکيو په څېر دخپلو حقونو ارزښتونو ، ژبي او…نارې سورې وهو”

“موږ دلږکيو په څېر دخپلو حقونو ارزښتونو ، ژبي او…نارې سورې وهو”

ښاغلی کرزیه !
مونږ ستا اوستا دیارانو په دولت اوحکومت کې تردې بریده راورسیدو چې لکه دلږکیو په څیر دخپلوحقونو، ارزښتونو،ژبې او کلتور لپاره نارې اوسورې وهو په لاریونونو، لیکنو،سیمنارونو په لنډو په هیڅه مو هم هیله ونه کړه. دنړۍ رواج اودستور دادی چې لږه کي داکارونه کوي مګر له دې سره سره چې له کلونو کلونو راهیسې موږ په دې خاوره کې غوڅ اکثریت یو اونړۍ هم ډیرځلې دامنلې مګر بیا هم موږ ستا اوستا دیارانو له لاسه تردې بریده رارسیدلي یو چې دلږکیورول لوبوو په ځنډ کې دې نه پریږدم ته به وایې چې ټولې ګیلې اوګزارې کوي اصل خبره کوه مګر اوریدلي به دې وي چې :
“بارونه یې تړل اوښانو ژړل “
داخبرې مې ځکه درته وکړي چې ته به بیادمشارکت ملي په پلمه په مونږ داسې خلک مسلط کړې چې له افغان اوافغان کلتور دښمنه بهرنیو هیوادونو څخه بسپنې اوپلانونه ترلاسه کوي اوله امله یې دنورزو اونوروپت منو قومونو سپین ګیري اومشران په ګلران ، شینډنډ اوپه ټولیز ډول په هرات،فراه اوبادغیس کې دمرګ دشرابو پيالې تر ستونې تیروي داسې ولس چې کلونه کلونه یې ستا دنني افغانستان پولې له پهلوي ښکیلاک ګرو څخه ساتلي اوترننه دخټو په کورونو کې ژوند کوي که دوی هم له بهرنیو هیوادونو دخپل کلتور اوارزښتونوسره دجفا لپاره بسپنې ترلاسه کولی نونن به دوی هم په ګاونډيو هیوادونو کې ښکلې ښکلې ماڼۍ درلودای اوبیا به داړتیا په وخت کې ورتښتیدلی. تاته خودا یوه عادي خبره ښکاري اویوازي درسنیو یو پروپاګند دروپيژندل شي ستا دهغو قومونو مشران چې هروخت دسختیو په وخت کې ستا ترشا دریدلي یویو وژل اوترور کیږي لامل یې داو چې تا کامیاب کړي هغوی ته خپل ګڼلې دکرزیې ګڼلې ، موږ وال یې ګڼلې وایې :
“چې بدتربور په بده ورځ پکاریږي”
موږ نه وایو چې ټول زما مګر دولسونو منځ ته لاړشه له هرملیته وړکسان راټول کړه اودهیواد واګې په لاس کې ورکړه داستا یاران دهیڅ ملیت اصلي استازي نه دي دادمشارکت ملي په نامه پر موږ بیا مه تپه.
کرزیه تاداسې کسان چې تر شپږم پورې یې زده کړې کړې وي اودلیلې ددښتې دډلیزو وژنو ټیکدارن وویا دجنګې جنایتونو دوخت ویاندان وو ترخپل څنګه ودرول ، وزارتونه دې ورکړل نن ستا مخې ته لکه دتروږمۍ میږوي نیغ نیغ ودریدل اودځان سره سره دې په موږ هم مسلط کړل موږ دتاریخ په هر پیر کې ستا غوندې خلکو خراب کړي یو ځکه ته موږ ته منسوب یې تانورخلک له موږ څخه ګڼي یا په بل ډول چې موږ خو هر وخت له خپلې لمنې اور اخستی . تا دوی راوستل په خپل هغه باغ کې چې له زرګونو کلونو دبیټ نیکه لمسیو اوکړوسیو درته د زړه په وینو ساتلی وو باغوانان کړل ، له ویاندویې څخه دې وزیران کړل چې دوی په خوب کې هم نشو لیدلای کله چې باغ پوخ شو نو باغوانانو نورخوبونه ولیدل اوته یې پرځای پریښودې اوریدلي به دې وي :
“وایې چې باغ پوخ شي باغوان کوږ شي “


ټول وزارتونه مهم ریاستونه اوڅوکۍ دې په تیره دوره کې دوی ته ورکړل اومشارکت ملي دې جوړ کړ،ټول هرڅه دې پرې ولوټل ، په رڼا ورځ په کابل ښار اونورولایتونوکې زموږ لیکوالان ، ادیبان وهي او ډبوي اودمرګ ترخولې یې رسوي داځکه چې ته ورسره یې ستا انډیوالان دي . تا دومره هرڅه ورکړل دوی خودې هم تا ته له یوې خپلې ګټې تیرشي .ددوی اوستا یارانه نه ده بس هغه دباغوان اوچالاکې نجلۍ یارانه ده چې هره ورځ به یې له باغوانه شفتالو غوښت کومه ه ورځ به یې چې شفتالوورنه کړ بیا به نه خولګۍ وه اونه بنډار .یوه ورځ به لکه دباغوان ترپوزې راشي اوورته وبه وایې چې
“یارانه چې په شفتالوشوه نوګرانه ده” مګر بیا به ډیره ناوخته وي.
مه هیروه چې داټول ستا دنسل، ستا دژبې، ستا دکلتور اوستا دهویت دښمنان دي دوی پلورل شوي اوله نورچینو یې اوبه څښلې دي دازمونږ په اصطلاح پخلا شوی دښمن دی له پخلا شوي دښمنه به ډیر ځان ساتي . ته خوکوښښ کوې چې داخلک سم کړي مګر داپه بهر کې پیچکاري شوي دي دالکه دبار کاږه لرګي دي هیڅ وخت په بار کې نه سمیږي . خپل کار پرې کوه ،باړه ورکوه اوخپله اړتیا پرې پوره کوه ځکه چې دوی هم ستا ټوکر ته ناست دي کله چې ددوی ګټې تامین نه کړې دکوچیانو حق ورنه کړې نوپه همغه ورځ ستا نه دي وایي : “پردۍ سپی په ډوډۍ خپل “
تا خوددوی په خوله دپښتنو ټول حقونه ترپښو لاندې کړل اودوی ته دې ورکړل ترڅودوی خوشحاله وساتې مګر پښتانه بیا هم په میړانه ستا دنږدې ناکامي په وخت کې له تاسره اوږه په اوږه ودریدل ترخپلو خلکو اوولسونو مه تیریږه ، خپل به دې مړکې مګر بدرنګوي دې نه یا خپل به دې مړکې مګر لمر ته دې نه غورځوي . داسې په نوم پښتانه دې وزیران کړل لکه دروغتیا وزیر(فاطمي ،چکري اونور) چې کلونه کلونه یې درباني لوښي څټل اودپښتنو په نوم شرمیدل . ټول جمیعتي پښتانه اومقاومتي پښتانه دې ددوی په خوله دپښتنو دحقوقو په ډیرۍ کښینول دولسونو له منځه نامي ، وړ اورښتیني دپښتنو نماینده ګان خپلې نوې کابینې ته راوله ترڅو هیواددرته دنیکمرغۍ په لور بوځي اوپه تیارو کې لاس درکړي که خدای مکړه داسې دې ونه کړل نوبیابه سرتندی وهې اووخت به له وخت تیروي ځکه چې وایي:
“اوښ په خپلو میتیازو کې ګوډیږي “
داخپل کړه به بیا درته عذاب وي دادې اخري چانس دی مونږ خو تل درسره یومګر داځل ته هم همت وکړه اوپه لڼدي توکړه .
پام کړه چې واردې خطا دې نشي .
پښتنه پیغله دې ترڅنګ ولاړه یمه



دخپلواک اواباد افغانستا ن په هیله
ث .نورزی
هرات –افغانستان

تبصره نسته

  1. دروند ليکوال او ښاغلو!
    دلته په دې پاڼه کي کوم ښاغلي د ګورباچوف په هکله خبري کړي دي چي وايي : ما څه وكړل چې تاسې به يې وكړئ، دغه ښاغلي د افغانانو د بهادرۍ يادونه کوي چي د شوروي امپراتوري يې په امريکايي ډالرو او وسلو خو د دريو ميليونو افغانانو دد وينو په بيه ړنګه کړه او لويه توره يې وکړه !. خو دغه ښاغلی نه وايي چي موږ افغانانو ته دغي توري څه فايده را ورسوله ? .
    موږ په خپل پدري وطن کي لکه ددې ليکني ليکوال چي وايي مهاجر شولو، خپل حقوقو ته مو څوک درناوی نه کوي . ياکله چي په پښتو وږغېږو نو راته ویل کيږي چي : برو آدم واري ګپ بزن ! يا
    امريکا او څلوېښت هيوادونه چي د افغانانو او پښتنو د ځپلو د پاره راغلي زموږ وطن يې سم دم اشغال کړی دی، نو يو مو د بنياد ګر په نامه وژني ، بل مو د القاعده او طالب په نامه بېخ را وباسي ، بل مو د ټروريسټ په نامه تبه کوي، بل مو د فاشست او افغان غول په نامه ځپي، په بې پېلوټه طیارو مو وژني، پنجاپي پاکستانيان مو دغه واقعي حراميان مو هم زموږ پر سر سوداوي کوي او وژني مو . نو تاسو دلته دغه سوچ وکړی چي آيا موږ واقعي بهادران يو او که د ډالرو نوکران؟ . موږ اوس څه يو؟ کرزۍ څوک دی او د پښتون په نامه يې و پښتنو ته څه عزت ور پرېښود؟ ړوند ملا عمر او ګلب الدين څه کوي؟ آيا هغوی بيا هم د وهابي سعوديانو او پنجاپيانو ته کار کوي او که لا نور هم پښتانه تبه کوي؟ . دا پښتانه چي هم دوستم، هم شورای نظار، هم عطا، هم ډبل عبدالله، هم محقق او خليلي خېلان، هم شمالي ستميان ، هم په شورا کي قانوني او په کابینه کي مسعود او اوس فهيم چي تکه تکه کړو، تاسو ښاغلي د کومي بهادری خبري کوی ؟؟ د کور په انګړ کي مو چي امريکايان درخيژي تاسو د کوم ننګ او غیرت چيغي وهی؟ . پښتون او پښتون ولي مو چي په خپلي خرتوبۍ او غولتوب تبه کيږي تاسو اوس اصلا د کوم حق باز خواست کوی ؟ تاسو اوس ياست څه څوک ؟؟
    پښتنو ستاسو د خپلي خرتوبۍ د لاسه زموږ بېړۍ ډوبيږي، مخکي تر دې چي دا بېړۍ غرقه شي لطفاً سړي شئ!
    بني آدمان شئ ؟
    د خدای په لیاظ انسانان شئ !

    په درناوي
    افغان

  2. دوستانوداټولی ریښتیا خبری دی اویوڅرګندحقیقت دی هرچاته معلوم دی. دخدای په خاطر پښتنو ورڼو لږ ویښ شی ، دعلم اوپوهی خواته ولاړ شی او خپل عزت په ځای کړی.

  3. زه دلر اوبر ته سلامونه وایم پس له سلامه ریشتیا هم دپشتانوته کم حقوق ورکری اخیری خبرامی دادی چی خدای موراوله طالب جانه