د لوی اختر په مناسبت لراوبر افغان ولس ته د مبارکۍ پيغامونه
د لوی اختر په مناسبت د لراوبر افغانستان ويبپاڼي پيغام
د لراوبر افغان ولس خپلواک خپرنيز ارګان (لراوبر ډاټ کام ) په لراوبره پښتونخوا او ټوله نړۍ کي خپلو ټولو پښتنو وروڼو، خویندو او ټولو مسلمانانو ته دراتلونکي لوی اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .
له بده مرغه د ډيورنډ يوې خواته پراته پښتانه د ۱۸۹۳ کال څخه راپدې خوا د بلواکۍ ژوند تېروي او له ډيرو طبیعي او نړيوالو حقونو څخه محروم ژوند تېروي بيا هم دواکمن پنجابي حکومت زړه پرې نه سوځي او اوس په خپلو خاورينو کورونو کي هم په ارامه نه دي او جګړې ته يې د امريکاپه مرسته او پښتني سيمو کي د پنجابي پوځ د واکمنۍ د پراختيا په نيت ځمکني او هوايي پوځونه وتلي دي .
بله خوا په ټول افغانستان کي هم د تېرو اتو کلونو راپه دې خوا د پښتون وژني پلان عملي کېږي ، دلته جګړه د القاعده په نوم شروع سوې او اوس د کلي د هر ږيره ور ، شمله ور ، سپين ږيري ، ځوان ، ماشوم او ميرمني پر وړاندي په مخ ځي او ټولو ته د ترهګرو په سترګه کتل کيږي .د لراوبر ويبپاڼي اداره دا ډول کړني په کلکه غندي او له عاملينو يې په کلکه غوښتنه کوي چي دمخنيوي لپاره يې جدي عملي ګامونه پورته کړي .
لراوبر ويبپاڼه د راتلونکي اختر لپاره په لراوبر افغانستان کي ښکېلو جګړه والو ډلو ته خپلي غوښتني په لاندي ډول وړاندي کوي :
۱ : پاکستانی پوځ دي د اختر په ټولو ورځو کي د پښتنو پر سيمو مځکني اوهوايي عمليات بند کړي تر څو دغه محکوم او مظلوم پښتانه په دې مبارکو ورځو کي خپل ديني او کلتوري مراسم د ارامۍ په فضا کي ترسره کړي .
۲ : موږ په پښتونخوا کي روانه جګړه په کلکه غندو او پوهيږو چي امريکا په دې ډول پښتانه ځپي اودې پښتني سيمو کي د پنجابي پوځ واکمنۍ ته پراختيا ورکوي ، پاکستاني پوليس دي په پښتونخوا او ټول پاکستان کي د ډيورنډ کرښی له هغه بلي غاړي څخه د را اوښتونکو کډوالو د نيولو او بندي کولو څخه په کلکه ډډه وکړي ، تر څو دغه کډوال د اختر مبارکي ورځي له خپلو غريبو کورنيو سره په ګډه ونمانځي .
۳ : که څه هم دولت وايي چي د لوی اختر د امنيت لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي خو پخوانيو تجربو ښودلې ده چي زياتره وختونه بريد کوونکي د ګڼي ګوڼي پر مهال خپلو اهدافو ته ځانونه رسوي او ترهګر بريدونه کوي، له دې امله د امریکاتر سيوري لاندي راغلی افغان حکومت او د هغوی بهرني دوستان دي د اختر په مبارکو ورځو کي خپل پوځي او عسکري قطعات د لوی اختر لمانځه ته تلونکي او راتلونکي لارو او مېلو ځايونو ته نژدې نه بيايي ترڅو د عامو خلکو ژوند له خطره وژغورل سي .
۴: په لراوبره پښتونخوا کي له طالبانو ، حزب اسلامي ، لښکر طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو له مشرتابه او ټولو وسله والو څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چي د اختر په ورځو کي د جګړو اوبريدونو څخه ډډه وکړي او په هيڅ صورت دخپلو بريدونو لپاره هغه ځايونه ونه ټاکي چيري چي مسلمانان داختر په مناسبت تګ راتګ کوي ، د مېلې ځايونه وي يا عام المنفعه ودانۍ او سيمي وي .
که چيري د لوی اختر په مبارکو ورځو کي دولت پر خپلومخالفينو بريدونه کوي يا برعکس مخالفين پر دولتي يا بهرنيو قطارونو بريدونه وکړي ددې ډول بريدونو تر ټولو لويه قرباني به بېګنا ولس ، ځوانان ، سپين ږيري ، مېرمني او ماشومان وي یعنی هغوی چي د لوی اختر په اسلامي مراسمو بوخت وي . له دې امله له ټولو جګړه والو خواوو غوښتنه کوو چي ولس ته ډاډ ورکړي چي دوی به د اختر په ورځو کي له هر ډول بريدونو ډډه کوي اوولس ته موقع ورکوي چي بېله تشويش او ډار څخه داختر مراسم په خوښۍ سره ترسره کړي . په نه عملي کېدو سره به يې ولس نه يوازي له دولت څخه لا نور ه فاصله پيدا کړي او ددولت اعتبار او ابرو ته به لا زيات زيان ورسيږي بلکي ددولت مخالفين به هم د ولس د هغي برخي ملاتړ ته زيان ورسوي کوم چي يې اوس د بېلابېلو علتونو پر اساس ترلاسه کړی دی .
لراوبر ويبپاڼه په زغرده اعلان کوي چي هره هغه ډله چي د پښتنو په سيمو کي د جګړې او بريدونو پر مهال له بېباکۍ کار اخلي ، د عام ولس ژوند اوګټو ته پام نه کوي تاريخ به يې نومونه د پښتون وژني د پروسې د مخته بېوونکو په ليست کي شامل کړي ، هغه که د امرېکې په زور برقرار ښاغلی حامد کرزی وي ، طالب مشر ملامحمد عمر مجاهد ، د حزب اسلامي مشر ښاغلی حکمتیار ، يا د ډيورنډ کرښي هاخوا ښاغلی حکیم الله مسود او د پښتنو واکمن ګوند نشنل عوامي ګوند وي . ځکه ددوی تر واک لاندي سيمو کي ، ددوی تر منځ د جګړو پر مهال پښتون وژنه خپل اوج ته ورسېده او پښتون ولس ته اوس په خپل کور کي د پردي په سترګه کتل کيږي .
په لراوبر افغان وطن کي د سولي ،انصاف، پښتون قام د ښېرازۍ او سوکالۍ په هيله ، ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وړاندي کوو
په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي اداره
نور پيغامونه :
شهزاده احسان الله د غازي امان الله خان د کورنۍ لخوا د مبارکۍ پيغام
اشرف غني احمدزی دکمپاين په اړه مننه ، د راتلونکي لپاره پيغام او اختر مبارکي
ګلبدين حکمتيار د اختر مبارکۍ پيغام او دلوېديځو هيوادونومشرانو ته سرخلاصی ليک
ملا محمد عمر مجاهد دنېکمرغه لوی اختر درارسېدوپه مناسبت دملامحمدعمر مجاهد پيغام
قريب الرحمن سعيد دا د قربانۍ او ځان ځارنې ستر اختر مو مبارک
عبدالرحمن فرقانيار لوی اختر ( له عربي ويبپاڼو ترتيب سوې ليکنه)
محمدحسن حقيار اختر د اسلامي امت د ټوليزي خوښۍ ورځي
حاجي غرزی خواخوږی د اختر په مناسبت د غرزي ادبي او کلتوري ټولني پيغام
حبيب الله غمخور په سويډن کي د افغانانودفرهنګي مرکز او روزګان جرېدې لخوا
ډاکټر جبارخېل د لوي اختردرارسېدوله امله د افغاني ځوانانو ټولنې پیغام
محمدامين بسمل په مونشن کي د افغانانو دکلتوري ټولني پيغام
محمدحليم فدايي د وردګ والي حليم فدايي پيغام
دفضل قادر انډيوال دساپي خپرندويه ټولني د مبارکۍ پيغامونه
تاسي هم د لوی اختر په مناسبت خپل پيغامونه په دې پاڼه کي ثبت کړی ، که دا پاڼه خپلو دوستانو ته لېږئ نو پر ( لېږل ) کليک وکړی او خپلو ملګرو پته وليکئ :