غزل

د لراوبر اداره | نوومبر 29th, 2009


محبت به یو په دوه کړم راته راشه
چې اوبه اوبه دې خوله کړم راته راشه

په مچکو به دې شونډې کړم مشغولي
ورنه هیره به پلمه کړم راته راشه

دمدهوشونظاروپه سیل به لاړشو
ټول حواس به دې نشه کړم راته راشه

خیرامانه په کنډودزړه راواوړه
هریوناز به دې میلمه کړم راته راشه

درته کړم به چراغان دزړه داغونه
شپه به جوړه دواوده کړم راته راشه

رانږدي به دې لمبو ته دټټر کړم
کاڼی زړه به دې اوبه کړم راته راشه

له (حسنه ) به کړم تاومرمري لیچې
داوعده به در په زړه کړم راته راشه

Copyright Larawbar 2007-2024