د کندهار فعالو ښځو غونډه جوړه کړه

جاويد احمد تنوير | نوومبر 24th, 2009


د کندهار ولایت فعالو ښځو د سه شنبه په ورځ د ښځو په ړاندی د تاوتریخوالی د مبارزی ورځ یی د یویی غونډی په جوړولو سره ولمانځله. په دغه غونډه کی د کندهار ښار لسګونه ښځی را ټولی شوی وی .
وینا والو په کندهار او شاوخوا ولایتنو کی د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی پیښو د ډیریدو په اړه یی اندیښنه وښوده ، او د تاوتریخوالی عمده دلایل موجوده نا امنی ، ناپوهی او اکثرو سیمو ته د انکشافی ادارو او دولت لاس نه رسی بولی ..
د کندهار ولایت د ښځو د چارو ریسه اغلی روڼا ترین په خپله وینا کی ویل : ناپوهی او بی سوادی د ښځو په منځ کی د دی باعث شوی چی ښځی د خپلو حقوقو بی خبری پاتی شی .
خو شاهده حسین بیا وایی: موجوده نا امنیو ، جنګونو او بم باریو هم د ښځو په وړاندی یی د تاوتریخوالی پیښی زیاتی کړی دی

Copyright Larawbar 2007-2024