کور / کیسه / اووه کارګان

اووه کارګان

 ژباړه د ویکي پېدیا څخه

د برودر ګریم (Brüder Grimm) د اووه کارګانو(sieben Raben) لنډه  کیسه        د ویکیپېدیا (Wikipedia) څخه .  ژباړونکی  محمد  سرور وکیلي                      د اوو«۷» کارګانو کیسه  :                  
یوه سړي ته خدای (ج) اووه زامن ورکړه خو لور ئي نه لرله وروسته تر څو کلو خدای (ج) یوه لور ورکړه .  پلار دخپل لور د تعمید(په کلیسا کي اوبه پرتویول)لپاره خپل زامنو ته  منګی پلاس ورکی، چې له څا نه اوبه راوړي . څرنګه چې ماشومان دي!  دغه اووه کوچينیانو هم پر لیار منډي او ټوپونه وهله خو وڅا ته نږدې منګی وڅاته څني ولوېد . پلار او مور ئي سترګي پر لار وې هلوکان رانغله . پلار ئي له دې ویري چې زامن ئي بېخي ځني لاړ نه شي یووار ئي تر خولې ووتل، چې دوي دي کارګان سي . دغه دپلار بې اندېښنې خبره منل کېږي  او دغسي هم وسوه .  او پلار ئي دغه اووه کاړګان په هوا کي ویني .  په تېرېدو سره دمهال  د دې سړي لور هم لو يږي . دا انجلې په دې نه پوهیږي، چې اووه وړونه لري . مور او پلار ئي دغه خبره ځني پټه کړه وه . خو په پاي کي د دې او د هې له خولې  د کیسې نه خبره سوه .  خو دغه انجلې ځان په دغه کار کي پړه بولي . که څه هم مور او پلار ئي ډېر ورته وویل، چې ته په دغه کار کي ګرد سره ګرمه نه ېي خو دې انجلۍ خبره نه منله ځان ئي په کار کي ملامت ګاڼه . انجلئ د خپل وړونو په لټون او خلاسون پسې سوه .  خو دې دا ټوله نړۍ پسې غلبېل کړه خپل د وړون څرک ئي ونه ایسته . په پاې کي دغه اجلې لمر ته راغله او سپوږمۍ ته ورغله خو دوي سم چم ورسره وه نه کی .  د تربګنۍ له مخي یوه خپله سوځند خوا او بلي خپله سړه خوا ور وښوول . خو بیا ستورو ته ورځي ؛ ستوري پر مهربانه کېږي .  د سهار سترګه دې  انجلۍ ته کیلې پلاس ورکه وي او ورته واي : د ښیښوغره  ته  ورسه  هلته یو کلپ دی په دغه کیلئ  ئي خلاس کړه .  انجلۍ کیلي را واخسته ښيښه ئي غره ته راغله، چې وې کتل کیلیاني ئي ورکي کړي وې . انجلئ سمدلاسه خپل د یوه لاس خچڼه ګوته پرې کړه ا و په کلپ ئي ورننه ایسته ور خلاس سو او په غر ننه وته . او هلته دا یوه وړوشکي انسان سره مخ کېږي .  دا وړوشکی انسان ورته واي : اوس دا اووه کارګان په کور کي نسته او زه دوي ته ډوډۍ جوړه وم .  اووه غابونه ئي د اوو ګلاسو سره دمېز پر ډوډۍ کښېښوول . دغي انجلئ له هر غابه نه څه وخوړه او د پاي په ګلاس کي ئي خپله ګوتمۍ واچول . کله چې کارګان راغله، چې ډوډۍ وخوري، که ګوري، چې له  غابونه ځه خوړه  سوي دي . هر یوه و یو و بل ته سره وویل، چې زما له غابه نه چا خوړلي دي . دا خو د انسان خوله ده . او اووم کارګه پخپل ګلاس کي ګوتمۍ وموندل او وې پېژندل او د خپل خور خواست ئي وکی . او خور ئي هم راغله . په لېدو سره خپل د خور ټوله بېرته سم سوه .