بلاک واټر په پاکستان کي د ترهګرۍ ضد جګړه مخته وړي

د لراوبر اداره | نوومبر 25th, 2009


د بلاک واټر په نوم امريکايي شخصي امنيتي کمپنۍ په پاکستان کي د ترهګرۍ ضد جګړه کي په داسي حال کي بوخته ده چي د امرېکې ولسمشر بارک حسين اباما يې په اړه معلومات نلري .
له ډيرو تازه خبرونو څرګنده سوې ده چي پنټاګان له بلاک واټر سره په پاکستان کي د عملياتو قرارداد لاسليک کړی دی چي له مخي به يې بلاک واټر په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو پذريعه د بمباريو ترڅنګ د ترهګرو د پيداکولو او نيولو چاري ترسره کوي .
د بلاک واټر وياند دا تورونه رد کړه خو وايي چي په پاکستان کي يې يوازي يو کارکوونکی په دنده ګمارل سوی دی چي د امريکايي پوځيانو لپاره تر عملياتو مخکني د اړتيا وړ چاری ترسره کړی .
بلاک واټر هغه مهال د رسوايۍ تر کچي مشهوره سوه چي به درې کاله مخته يې پر سرتېرو د لسګونو بېګنا عراقيانو د وژنی اسناد رابرسېره سول .
بلاک واټر په دې وروستيو کي خپله شخصي امنیتي کمپنۍ د ( زي Xe) په نوم نومولې ده او ويل کيږي چي دا مهال د پاکستان د کراچي ښار تر څنګ په نورو ګڼو ښارونو کي د ترهګرو پر وړاندي په پټو عملياتوچاري پر مخ بيايي .

Copyright Larawbar 2007-2024