کور / تازه خبرونه / پاکستان ډيورنډکرښي ته څېرمه ۱۸ کسان وژلي دي

پاکستان ډيورنډکرښي ته څېرمه ۱۸ کسان وژلي دي

د پاکستان د دفاع وزارت وايي چي پوځيانو يې په جنوبي وزيرستان کي ډيورنډ کرښي ته څېرمه اتلس کسان وژلي دي ، د پوځ په وينا نوموړي کسان طالبان ښودل سويدي .
دا په داسي حال کي ده چي تېره شپه دنېشن په نوم يوې امريکايي رسنۍ په پاکستان کي د امريکايي شخصي کمپنۍ بلک واټر له پټ فعاليت څخه پرده پورته کړه . بلک واټر په عراق کي د عامو خلکو په وژنو او سپکاوي تورنه ده ، د نېشن په رپورټ کي ويل سوي چي نوموړې کمپنۍ اوس د ( زي ) په نوم د پاکستان په بېلابېلو سيمو کي د طالبانو او القاعده د کسانو د نيولو او وژلو په پټو عملياتو بوخت دی .