ملا محمد عمر د کرزي وړاندیز رد کړ
اسوشیټیډ پريس خبر ورکوي چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر د حامد کرزي لخوا د خبرو اترو پيشنهاد رد کړ او د افغانانو څخه يې وغوښته چي د دغه « ګوډاګۍ » ادارې سره اړيکي قطع کړي .
ملا محمد عمر خپل دغه پيغام د لوی اختر په مناسبت په داسي حال کي خپور کړ چي پنځه ورځي وروسته به اوباما افغانستان ته د نورو څلور ديرش زرو پوځيانو ليږل اعلان کړي .
ملا محمد عمر ويلي چي « بهرنيو پوځونو دا جنګ بايللئ دئ . ځمکني حقایق ښیًي چي يرغلګر د تېښتي په فکر کي دي . . . زه هيله من يم چي تاسو به د خپلو اسلامي آرمانونو په خاطر خپل روا جهاد او مبارزې ته پايښت ورکوﺉ . . . او د کابل د لاس کښېنولي ادارې سره به تعلقات ختم کړﺉ . . . هغه کسان چي زموږ هېواد يې نيولئ او زموږ خلک يې يرغمل کړي ، د يوې جنګي حيلې څخه په کار اخيستلو سره د خبرو اترو هغسي يوه ډرامه رامخته کوي لکه د خپلو استعماري اهدافو په غرض چي يې د انتخاباتو په نوم عملي کړه . . . افغان ولس به د هغسي خبرو اترو سره هيڅ موافقه و نه کړي چي هغه به دلته د يرغلګرو پوځي شتون اوږد او قانوني کوي . »
ده پر طالبانو ږغ وکړ چي د ملکي خلکو د وژلو څخه ډډه وکړئ او هم هغو کسانو ته سخته سزا ورکړئ چي د خبرو اترو دغه خطا ايستونکي فعاليتونه رهبري کوي . ده د پخوا غوندي د يرغلګرو پوځيانو وتل د خبرو اترو اساسي شرط وباله .