سپینه ماڼۍ : تر ۲۰۱۷ پوری به له افغانستانه راوځو

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2009


رویټر خبر ورکوی چی د سپینی ماڼۍ ویاند ( رابرټ ګیبز ) اعلان وکړ چی امریکا به د نن څخه اته نور کلونه په افغانستان کی پاته نسی . ده وویل چی « دا هلته زموږ د شتون نهم کال دی خو نه غواړو چی نور اته یا نهه کلونه هلته پاته سو . زموږ موده به هلته محدوده وی او دا د خلکو دپوهېدو لپاره مهمه ده . » سپینی ماڼۍ د نورو ۳۴۰۰۰ پوځیانو د ورلیږلو متعلق د هر عسکر کالنی مصرف یو ملیون ډالره وباله په داسی حال کی چی د امریکا کسر ۱٬۴ ټریلیونه ډالره سوی دی . ده وویل چی صرف په جون کی د دې جګړې مصارف ۶٬۷ بلیونو ډالرو ته رسېدلي دي او د پوځیانو تلفاتو دا جنګ نور هم د تحمل له حالته ایستلی دی او ځکه نو دا جنګ « ډیر ، ډیر ، او ډیر ګران تمامیږی . » مبصرین وایی چی د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم همدا حقیقت درک کړی و چی په خپل پیغام کی یې ویلی چی امریکایی پوځ د تښتېدو په فکر کی دی او جنګ یې بایللی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024