په کندوز کي د بريد له امله نن ۲ جرمني نظاميانو استعفا ورکړه

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2009


د روان کال د سپټمبر پر ۴ په کندوز کي د جرمني پوځونو لخوا د طالبانو لخوا پر نيول سوو ۲ ټانکرونو هوايي بريد وسو چي له امله يې تر سلو زيات ولسي کسان ووژل سول . دې پېښي په افغانستان او جرمني کي پراخو نيوکو ته لاره هواره کړه ، نن دوه جرمني نظامي افسرانو ددې پېښي له امله خپله استعفا وړاندي کړه ، دجرمني د يوې محکمې وياندي وويل چي یوه تن نظامي قومندان د طالبانو لخوا د تښتول سوو ټانکرونو د بمبارولو قومنده ورکړې وه او يو دوهم افسر پوره شواهدو نه وړاندي کولو پر اساس نن له خپلي دندي ګوښه سول .

Copyright Larawbar 2007-2024