یو ډنمارکی عسکر ووژل سو
د ډنمارک د دفاع وزارت ومنل چی نن په افغانستان کی یو ډنمارکی پوځی د ماین د چاودنی له امله ووژل سو خو نور تفصیلات یې ور نه کړل چی هغه چیری له منځه ولاړ او څو نور عسکر زخمیان سول . په دې سره د ډنمارکي پوځیانو تلفات ۲۸ ته ورسېدل .
پرون یو امریکایی عسکر هم د خپلو زخمونو څخه مړ سوی و چی څلور ورځی مخکی د کندهار په پاشمول کی طالبانو په راکټ ویشتلی و .