ایراني حاجیانو بیا په حج کی شعارونه ورکړل

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2009


فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی په زرګونو ایرانی حاجیانو په عرفات کی په خپل کیمپ کی نارې وهلې چی « مرګ پر امریکا ، مرګ پر اسراییلو » . د آیت الله خامنیً استاځی آیت الله محمد رشیری خپلو حاجیانو ته سیاسی وینا اوروله خو سعودی امنیتی کسانو مداخله و نه کړه او ټولو ایرانی حاجیانو سیاسی شعارونه ورکول . دغه استاځی په خپله احساساتی وینا کی وویل چی ټول مسلمانان ، که شیعه دي یا سُنی ، باید په همدې حج کی خپلی ګناهوی پاکی کړی او باید پر مهمو مسایلو متمرکز اوسی لکه : په بیت المقدس کی د اقصی مسجد آزادول ، د فلسطین اشغال د اسراییلو څخه ، د عراق مشکلات ، د افغانستان اشغال او په یمن کی د وروڼو تر منځ خپل منځی جنګونه . ویل کیږی چی ایرانی حاجیانو پسله ډیری مودې دغسی سیاسی لمسون ته لاس واچاوه خو نورو حاجیانو چندانی په باک رانه وړل .

Copyright Larawbar 2007-2024