کور / تازه خبرونه / د امریکا سنا : بن لادن زموږ له منګلو وتښتېد

د امریکا سنا : بن لادن زموږ له منګلو وتښتېد

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو کومیټې نن یو راپور خپور کړ او په هغه کی یې دا وښودل چی اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ د ډسمبر په نیمایی کی په توره بوړه کی د امریکاپه منګلو کی راغلی و ، خو زموږ د غفلت او بې باکۍ له امله راڅخه وتښتېد . راپور وایی چی که هغه مهال دا کار سوﺉ وای نو نن به پسله ۸ کالو د افغانستان او پاکستان امنیت دومره نه خرابېدﺉ او دغه ناکامي د دې سبب سوه چی په سیمه کی ښورښ او په نړۍ کی تروریزم زیات سی . راپور زیاتوی چی د ذیدخلو کسانو ویناوی ، پټ حکومتی اسناد او په صحنه کی د برخه والو د مصاحبو څخه دا ثابتیږی چی بن لادن په توره بوړه کی زموږ په منګلو کی و ، مګر راڅخه وتښتېد . لاکن څیړونکي په دې نظر دي چی دا راپور په دغسی یو حساس وخت کی خپر یږی چی ښایی سبا بارک اوباما افغانستان ته د نورو ډیرو پوځیانو لیږل اعلان کړی او په دې ډول هغه حق په جانبه وښیًی .